د پاکستان استازی: طالبان باید زموږ د سفارت امنیت ټینګ کړي

۸صبح، کابل: کابل کې د پاکستان پر سفارت له ډزو وروسته اوس د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې کابل کې د دوی د سفارت امنیت باید لا زیات ټینګ شي.

جمعه مازدیګر د لیندۍ پر یوولسمه کابل کې د پر پاکستان سفارت او د دغه هېواد پر سفیر، چې د سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و، ډزې وشوې.

کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني ته په دې برید کې زیان نه دی رسېدلی، خو د اسرار محمد په نوم د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي شو.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په یو لړ ټویټونو کې ویلي: «سفیر او ډله یې په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي. زموږ ترټولو مهم لومړیتوب د ماموریت د غړو امنیت دی. ترټولو مخکې طالبان باید زموږ د سفارت او د کارکوونکو امنیت ټینګ کړي.»

کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف هغه غندلی او د دې پېښې د عاملانو د محاکمې غوښتې یې کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان د سفارت امنیت ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه کړې ده.

له دې برید وروسته وویل شول، چې پاکستان غواړي خپل ډیپلوماتان د لنډمهال لپاره له افغانستانه وباسي؛ خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان څخه د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره کوم پروګرام نه لري.

دا د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې دویم ډیپلوماتیک ځای دی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له برید سره مخ کېږي. له دې مخکې کابل کې د روسیې پر سفارت برید شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button