سپین بولدک کې پاکستاني پوځیان او طالبان سره نښتي دي

۸صبح، کندهار: کندهار کې یوه ځایي سرچینه په سپین بولک بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

نښته یکشنبه د لیندۍ پر شلمه نېټه د سپین بولدک بندر دروازې ته نږدې د پلټنې په یوه تمځای کې شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو له منځه سرچینې الجزیرې سره په اړیکه کې د دې ډلې د جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ یو ساعت نښته تایید کړې ده.

د سرچینو په وینا اوسمهال وضعیت بېرته عادي شوی دی.

طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي له دې وړاندې هم په سپين بولدک بندر کې سره نښتي دي.

ورته لیکنې

Back to top button