۸صبح، کابل: په کندهار کې سرچینې په دې ولایت کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د بیا ځلې نښتو خبر ورکوي.
دا نښتې یکشنبې د لړم په ۲۲مه د سپین بولدک په دروازه کې وشوه چې له امله یې دا لاره د خلکو پرمخ وتړل شوه.
د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې لومړی طالب جنګیالیو په ډزو سره څو پاکستاني پولیس وژلي چې له امله یې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته رامنځته شوه. له هغې وروسته دواړو لورو د یکشنبې ماښام مهال بیا نښته کړې ده.
د سرچینې په وینا، په دغو نښتو کې اته پاکستاني پوځیان او درې طالبان وژل شوي دي. یو پاکستانی سرتېری هم نیول شوی او یو طالب ټپي شوی دی.
طالبانو او پاکستاني پوځیانو له دې مخکې هم په سپین بولدک کې نښتې سره کړې دي چې له امله یې دواړه لوریو ته تلفات اوښتي دي.