پاکستاني پوځیانو په پکتیکا کې یو افغان ملکي وګړی وژلی دی

۸صبح، پکتیکا: پکتیکا ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د پاکستان پولې ته نږدې د دغه هېواد د پوځیانو له خوا د یوه ملکي وګړي له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې پاکستاني پوځیانو سه‌شنبه غرمه‌مهال د لړم پر ۲۴ د پاکستان پولې ته نږدې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې په دغه ملکي کس ډزې کړې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه ملکي وګړی په داسې حال کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځي په لاس وژل کېږي، چې د روانې اونۍ پر یکشنبې ورځ په سپين بولدک بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنخ له نښتې راپورونه خپاره شول، چې له مخې یې په دې نښته کې اته پاکستاني پوځیان او درې طالبان وژل شوي دي.

د ویلو ده، چې پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، هغه کس چې د دې هېواد پر پوله ساتو ځواکونو یې برید کړی دوی ته دې وسپارل شي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې پېښه کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي او په دې اړه یې پر څېړنو ټینګار کړی دی.

مجاهد زیاته کړې، چې برید د یوه ناپېژانده وسله‌وال له خوا شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button