پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي دوه غړي ووژل

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له افغانستان سره په پوله یې د طالبانو تحریک پر یوه پټنځای په برید کې ددې ډلې دوه غړي وژلي دي.

اسوشیتد پرس راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ د بیانیې له مخې دغه کسان جمعه د فبرورۍ په درېیمه نېټه د خیر پښتوتخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې له نښتې وروسته ووژل شول.

ددې هېواد پوځ په خپله بیانیه کې ویلي وژل شویو کسانو د نوموړي هېواد د ځواکونو خلاف برید کې لاس درلود.

له بلې خوا، د پاکستان له خوا د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

پاکستان تل افغان طالبان ټي ټي پي ته په پناه ورکولو تورنوي؛ خو دا تور د دغې ډلې له خوا رد شوی دی. په تازه مورد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په پېښور کې پر یوه جومات د ځانمرګي برید په اړه د پاکستاني چارواکو له څرګندونو وروسته ویلي چې د پاکستان ستونزه په دې ډله پوره اړه نه لري.

د ویلو ده چې د پېښور ښار پر یوه جومات د ځانمرګي برید ګر په برید کې چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې لږترلږه ۱۰۱ تنه مړه او ۲۲۵ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button