۸صبح، کابل: افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یوه قوماندان له وژل کېدو وروسته دغه ډله وایي، چې د پاکستان پوځ پر وړاندې خپل عملیات له سره پيلوي.
پاکستاني طالبانو نن سه شنبه د زمري پر ۱۸ د یوې بیانیې په خپرولو خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره به ډیورنډ کرښې ته څېرمه «اسلامي امارت» رامنځته کړي.
په دې اعلامیه کې د دغه تحریک د لوړپوړي قوماندان عمر خالد خراساني چې په افغانستان کې وژل شوی، ستاینه شوې او همداراز د خپل یوه بل قوماندان یعقوبي باجوړي وژل کېدل يې تایید کړي دي.
د ویلو ده، چې د پاکستاني طالبانو یو مشر عمر خالد خراساني دوې ورځې مخکې له خپل موټر چلوونکي او دوو نورو کسانو سره پکتیا ولایت کې د سړک غاړې ماین له امله وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک په داسې حال کې د پاکستان پوځ پر وړاندې د عملیاتو له بیا پيله خبر ورکوي، چې د دغه تحریک مشران په تېرو میاشتو کې په کابل کې وو.
د راپورونو له مخې، د افغانستان طالبانو په ځانګړې توګه حقاني شبکې هڅه کړې، چې د دغه تحریک او د پاکستان د حکومت ترمنځ سوله وکړي.