په عربستان کې د پاکستان سفیر: اسلام آباد هڅه کوي طالبان خبرو ته حاضر کړي

د ۸صبح پښتو مجله

په سعودی عربستان کې د پاکستان سفیر وایي چې اسلام آباد هڅه کوي په افغانستان کې د سیاسي هوکړې لپاره طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي. په عربستان کې د پاکستان سفیر بلال اکبر د غبرګولي په شلمه نېټه، د افغانستان، پاکستان او عربستان د علماو په درې اړخیزه ناسته کې وویل چې دا هېواد د افغانستان له سولې ملاتړ کوي او سولی ته د افغانستان د رسېدو لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل: پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه د سولې د ټینګښت لپاره جدي هڅې کوي. د هغه په اند په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په مانا ده.
ښاغلي اکبر ټینګار وکړ چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري او باید دا کشاله د خبرو له لارې حل شي.
په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر زیاته کړه چې هېواد یې له آزاد، خپلواک او دیموکراتیک افغانستانه ملاتړ کوي. هغه له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره د تلپاتې سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي. بلال اکبر په غیر مستقیم ډول د افغان ولسمشر د ملي امینت سلاکار حمد الله محب وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې سولې ته د زیان رسوونکو مخه باید ونیول شي.
ښاغلي اکبر وویل چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا د۱۹۹۰ کلونو تجربه تکرار شي.
په عربستان کې د پاکستان سفیر ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او وايي چې په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او ټول ګډونه سوله رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په دوحه کې د سولې مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی دی.
د افغانستان، پاکستان او عربستان دیني علماوو په داسې حال کې د ښکیلو لوریو ترمنځ د خبرو پر اهمیت ټینګار کړی چې په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

ورته لیکنې

Back to top button