د فارس خلیج شاوخوا هېوادونو ته د پاکستان د پوځ د رییس سفر؛ عاصم له بن سلمان سره لیدنه وکړه

د پاکستان د پوځ رییس پر دې دندې له ګمارل کېدو وروسته په خپل لومړني سفر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ رییس منیر عاصم دوشنبه د جنوري پر نهمه نېټه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د مدینې په الولا ښار کې لیدنه کړې ده.

د ډان په وینا منیر د سعودي له ولیعهد سره په لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې‌اترې کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې د پاکستان د پوځ له رییس سره د سعودي د ولیعهد په لیدنه کې د سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر هم حضور درلود.

د ویلو ده، چې له دې مخکې د پاکستان لوی درستیز د سعودي عربستان د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره په لیدنه کې د پوځي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې‌اترې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button