د پاکستان پوځ له روانو اختلافونو اغېزمن کېږي

متحده ایالتونو کې د پاکستان پخوانی سفیر- حسین حقاني

ژباړونکی: علي سجاد مولايي

سرچینه: India Today

په پاکستان کې د اعتراض کوونکو هغه انځورونه چې د لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدلو وروسته، د پوځ د قوماندان په هستوګنځي او د پوځ په قوماندانۍ برید کوي، د هغه نوي کړکېچ ښکاروندی دی چې د پاکستان پوځ ورسره مخ دی. سره له دې چې د پوځ د سرتېرو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کېدو اوازې مخ پر ډېرېدو دي، خو له شک پرته چې په پوځ کې به د انظباط د قوماندانۍ نظم پرځای پاتې شي؛ خو که چېرې د پاکستان ټولنه کې وضعیت ګډوډ شي او حالات د دوه قطبي کېدو پر لوري لاړ شي، د پاکستان پوځ به د پاکستانیانو ترمنځ د شدیدو اختلافونو تر اغېز لاندې راشي.

عمران خان د پوځي ډلو په منځ کې چې له تېرو درېیو لسیزو راپدېخوا د پاکستان له سنتي سیاستوالو سره تل په مخالفت کې وو او له هغوی یې کرله لرله، ځانګړی ځای لري. د جنرال ضیاوالحق له دورې راپدېخوا د خدمت په حال کې پوځي سرتېرو، تقاعد شويو پوځیانو او د هغوی اولادونه له ښه ژوند څخه برخمن وو، د هغوی په اند د پاکستان یوازینۍ ستونزه په نظام کې د (فاسدو) او (خاین) سیاستوالو شتون دی. هغوی همداراز وايي چې عمران خان په دغو دوو ډلو خلکو کې شامل ندی. نوموړی دغه راز د ملت پالنې او ملي «جذبا» د مفکورې په درلودلو سره یوازینی غیرپوځي رهبر دی چې یاد پوځي ډلو ته د منلو وړ دی.

«د پاکستان په اړه د بیاځلي فکر کولو» کتاب کې مې د «جذبا» مفهوم په اړه توضیح ورکړې ده چې د «شور، روح او احساس یا پیاوړې عاطفې» په معنا ده.

په «جذبا» مفکورې باورمند وګړي ډېری مهال تجزیه او تحلیل نه کوي او تل له احساساتو کار اخلي. د هغوی په باور د پاکستان ستونزې د ناوړه سیاستونو له امله نه، بلکې دغه ستونزې د «صداقت او جذبا» نشتون له امله دي. د عمران خان مهندسي شوې سیاسي کړنې هم د « جذبا» د روایت پر بنسټ وې. په واقعیت کې، د نوموړي لارویان د هغه د «پیاوړې او لیونۍ جذبا» پر بنسټ، له هغه څخه د پاکستان د ژغورونکي په توګه یادونه کوي.

د پاکستان پوځ په خپله د «جذبا» روایت ته وده ورکړې چې عمران خان هم د هغې په مرسته واک ته رسېدلی دی او دا مهال به ډېره ستونزمنه وي چې داسې نارینه او ښځینه ومومئ چې له هغوی سره دا مفکوره نه وي او یا هم وغواړي دغه فکر او مفکوره له خپل ذهن نه لیرې کړي. ډېری خلک په همدې مفکوره را لوی شوي دي. د پاکستان جنرالان تل د هغو کسانو چې تر خبرو زیات عمل کوي او د نړۍ پېچلی وضعیت درک کوي او دغه راز د هغو کسانو چې ایډیولوژیک فکر لري، او هېڅ شي ته په ژوره توګه پام نه کوي، وېشل شوي دي. دوهمه ډله هغه دي چې ډیری مهال د توطیې تیوریو په لوري هڅول کېږي چې عمران خان هم د دغې ډلې د فعالیتونو ډېروالي ته خوښ دی.

د پوځ پخوانی قوماندان، جنرال قمر جاوید باجوا، فکر کاوه چې کولای شي د سیاسي ځواک رامنځته کولو لپاره د عمران خان له کاریزما (شخصي اغېز) موقعیت او شهرت څخه ګټه اخیستلی شي، ترڅو له دې لارې سنتي سیاستوال تر خپل کنټرول لاندې راولي او نوموړی اړ کړي چې له څټ سیټ نه موټر وچلوي او همداسې یې د دموکراسۍ په دام کې هم وساتي. د نوموړي دا دوکه بې پایلې وه. کله چې باجوا هڅه وکړه چې له غرب او هند سره د پاکستان په اړیکو کې ځیني عملي تعدیلونه رامنځته کړي، عمران خان خپل ایدیولوژیک پارادایم یعنې «جذبا» ته وفادار پاتې شو.

سربېره پردې، خان د خپل حاکمیت په دوره کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د پاکستان اصلي پانګه چې ددغه هېواد د سنتي سیاستوالو له لوري «غلا شوې» وه او له هېواده بهر په پټه ساتل کېده، بېرته پاکستان ته راولېږدوي، چې دا ژمنه یې عملي نشوای کړای او پایله کې د یاد هېواد اقتصاد هم د پام وړ وده ونه کړه. عمران خان دغه راز د باجوا د واک غوښتنې په چارو کې لاسوهنه وکړه او دا کار ددې لامل شو چې کله نوموړی د سنتي سیاستوالو له لوري څنډې ته کېده، باجوا یوازې د څارګر په توګه عمل وکړي.

عمران خان د تېرو کلونو په ترڅ کې په یوې نامتو او روایت جوړونکې څېرې بدل شوی دی. هرهغه څه چې ووایي، پلویان او لارویان یې په پټو سترګو مني. خان له واک څخه د خپل ځان لیرې کېدل یې د متحده ایالتونو له لوري توطیه وبلله او له پوځ نه یې وغوښتل چې نوموړی بېرته واک ته ورسوي یا هم ژرترژره ټولټاکنې په لاره واچوي ځکه فکر یې کاوه چې په ټولټاکنو کې به بریالی شي. خو پوځ له دې کار څخه ډډه وکړه، او دا ددې لامل شو چې نوموړی د پوځ د لوړپوړو چارواکو په وړاندې غبرګون وښيي.

دا به تېروتنه وي چې ووایو د خان ټول ملاتړي د پوځ پرخلاف یا حتی د سیاست پر ضد دي. د نوموړي په تحریک انصاف ګوند کې د جنرال ضیاالحق د پوځي دیکتاتور زوی، د پاکستان د لومړني کودتا چي مارشال ایوب خان لمسی، جنرال پرویز مشرف او ټول غیر پوځي لوړپوړي چارواکي شامل دي. تر دا مهاله هېڅ یوه په ښکاره ډول ندي ویلي چې وښيي د پاکستان په تېرو پوځي لاسوهنو کې ستونزې وې.

دغه خلک چې دا مهال د پوځ د اوسني مشرتابه په وړاندې غبرګونونه ښکاره کوي او په احتجاجونو لاس پوري کوي، یوازینۍ هڅه یې دا ده تر څو پوځ دې ته اړ کړي چې د خان تر څنګ ودرېږي چې په پاکستان د دموکراسۍ له ټینګښت نه د هغوی تعریف هم همدا دی. که چیرې یو وخت، د پاکستان دموکراتیک سیستم له منځه ولاړ شي او پوځي حاکم په مستقیم ډول واک ترلاسه کړي (چې په اوسنیو شرایطو کې دا کار ستونزمن دی) کېدای شي د خان ډېری ملاتړي له خان څخه پرته د « مفسدو» سیاستوالو پر وړاندې د پوځ ترڅنګ ودرېږي.

دا چې عمران خان په پوځي ډلو کې له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن دی او نوموړي د خپل ځان په اړه د هغوی د پرېکړو د بدلولو په برخه کې له ډېرې ښې ستراتیژي نه کار اخیستی دی. څو کلونه وړاندې، خان په یوې ویډیويي مرکه کې چې له پاکستان څخه بهر ثبت شوې وه، وویل چې د پاکستان جنرالان له اعتراض کوونکو وېره لري.

دغه راز په وروستیو کې د چین د دولت په یوې بیانیې کې راغلي دي، د پاکستان پوځ «د پاکستان د امنیت او ملي ثبات مدافع» ځواک دی او د پوځ مشران نه شي کولای چې د اعتراض کوونکو او د پوځي ډلو د غړو او د متقاعدو جنرالانو د ایدیولوژیکې روحیې تر اغیز لاندې راشي. د شمېر او قومانده جوړښت ته په پام، د پاکستان پوځ داسې یو بنسټ ندی چې دومره ژر لمنځه ولاړ یا هم په ډلو ووېشل شي، خو ویل کیږي چې تر دې وړاندې په ایډیولوژیکې مفکورې پورې تړلي یو شمېر خلک په پوځ کې ځای پر ځای شوي چې کېدای شي اوس هم په پوځ کې شتون ولري.

د بېلګې په ډول، جنرال حمیدګل، چې ډېری مهال به یې په خپل ځان ویاړ کاوه چې د پاکستان د بهرني او کورني دښمن پر وړاندې له پیاوړي ایمان او ژمنتیا نه برخمن دی. خو ګل دغه لاپې له تقاعد کېدو وروسته وهلې. دا اوس هم، د عمران خان د آرمانونو ډیری ملاتړي، په کور کښېنول شوي سرتېري او جنرال دي، نه د خدمت په حال کې سرتېري.

د پاکستان د پوځ قوماندان باید د خپلو افسرانو او سترتېرو احساسات په پام کې ونیسي، خو د ورځې په پای کې، وروستۍ خبره د پوځ جنرالان کوي. مونږ دا مهال د عمران خان او د نوموړي د پلویانو له لوري د پوځ د لوړپوړو چارواکو تر اغېز لاندې راوستلو د هڅو شاهدان یو. خو په پوځي تاسیساتو برید، دغه هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي.

ورته لیکنې

Back to top button