۸صبح،کابل: د پاکستان د دفاع وزیر وايي، تمه ده چې د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د کب په ۱۶ نیټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو د پلاوي د سفر هدف د سیمې د امنیت او د تروريزم سره د مبارزې په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه د خبرو اترو تر سره کول دي.
د هغه په وينا، د دوحې د تړون له مخې د افغانستان خاوره بايد د «ترهګرو» له خوا ونه کارول شي.
اصف یادونه وکړه: «موږ له هغوي (طالبانو) وغوښتل چې د دې هوکړې درناوی وکړي او دوی زموږ غوښتنه ومنله.»
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان د دفاع د وزير په مشرۍ يوه پلاوي کابل ته سفر کړى و.
د راپورونو له مخې، کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته، طالبانو د پاکستان د حکومت سره د پیسو په بدل کې د پاکستاني طالب جنګیالیو د بې وسلې کولو او افغانستان ته د هغوی د لېږدولو طرحه وړاندې کړي ده.