له طالبانو نه د پاکستان تمې
لیکنه: شجاعالدین امیني

له پاکستان نه تل د طالبانو د ملاتړ کوونکي په توګه یادېږي. د سیمې او د لوېدیځې نړۍ په کچه هېڅ هېواد د پاکستان په څېر پر طالبانو نفوذ نه لري. پاکستان پر طالبانو د فشار په موخه له یو شمېر داسې اهرمونو نه کار اخیستی تر څو وکولای شي پر دغې ډلې نفوذ ولري. د طالبانو ډېری مشران او چارواکي په پاکستان کې روزل شوي او هلته کورونه او کاروبار لري. طالبانو له سیاسي، ښوونیز، فني او روزنیز ملاتړ پرته چې د اوږدو کلونو په لړ کې یې د پاکستان له پوځ او استخباراتو نه ترلاسه کړي دي، د پاکستان له یو شمېر غیر دولتي بنستونو له هغې ډلې له رادیکال او تندروه ګوندونو، مذهبي بنسټونو او د یاد هېواد د مدرسو او محافظه کارانو سره هم ټینګې اړیکې لري. دغه اړیکې د طالبانو لپاره مالي، تسلیحاتي او جګړه ییز ځواک په برخه کې د ملاتړ زمینې برابروي.
سولې پروسې سره د طالبانو د هڅونې په موخه پاکستان ته د امریکا او د افغانستان پخواني دولت رجوع کول پر طالبانو د یاد هېواد د نفوذ ښکارندویي کوي. دا شان پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په اړه لسګونه نورې بېلګې هم شته. د افغانستان د پخواني دولت چارواکو له ډلې یې پخواني جمهور رییس حامد کرزي، په ځلونو په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدل یې د پاکستان په ژمنتیا او عزم پورې تړلې بللي و: «د افغانستان د سولې ورکه شوې کلي په پاکستان کې ده او طالبان په دې بهیر کې هېڅ رول نه لري.» دا خبره او ورته نورې ویناوې پر طالبانو د پاکستان نفوذ ښيي. پاکستان له هغو هېوادونو وو چې د مجاهدینو د حکومت پر وړاندې یې له طالبانو نه په ښکاره ډول ملاتړ وکړ. دغه راز لومړی هېواد و چې د طالبانو د واک لومړنۍ دوره یې په رسمیت وپېژنده او په دې لاره کې یې عربستان او متحده امارات هم له ځان سره ملګري کړل.
د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته، پاکستان په دوه لارو کې پاتې شو: د امریکا او طالبانو ترمنځ ټاکنه. امریکا له ترهګرۍ سره د ضد جریان مشري پر غاړه درلوده چې د طالبانو او القاعدې له منځه وړل د دغه جریان اصلي موخه وه. پاکستان هم له دغه جریان سره یوځای شو او دا یې غوره وګڼله چې کېدای شي له ترهګرۍ ضد جریان سره یو ځای کېدل یې په ګټه وي. که یې داسې نه وای کړي او د طالبانو تر څنګ پاتې شوی وای کېدای شي هغه ډول چې د امریکا پخواني جمهور رییس جورج بوش خبرداری ورکړی و، یاد هېواد لرغوني عصر ته ورګرځېدلی وای. پاکستان په ظاهره د لنډې مودې لپاره یې له طالبانو سره اړیکې نه درلودې او داسې اوازې چې د طالبانو او ددغه هېواد د ژورې اړیکې ښکارندويي وکړي، هم نه اورېدل کېدې. پاکستان د لنډې مودې لپاره له طالبانو سره اړیکې پرې کړې چې لامل یې هم په افغانستان کې د امریکا ډارونکی حضور او دغه راز د طالبانو او القاعدې پر وړاندې ددغه هېواد غوسه وه. پر دې سربېره، د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جریان تر څنګ د هند فعالانه حضور، پاکستان یې آرامه نه پرېښود او دا هېواد یې اړ کاوه چې ژرترژره ځان د ترهګرۍ ضد جریان ته ورنږدې کړي.
د ۲۰۰۶ زېږدیز کال په لومړیو کې چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا اراده مخ په پیکه کېدو شوه او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې طالبان د بیا ځلي لپاره ولیدل شول، له دې ډلې نه د پاکستان د ملاتړ اوازه یو ځل بیا خپره شوه؛ ځکه ټولو فکر کاوه چې طالبان پر افغانستان د امریکا پوځي برید نه وروسته، په پاکستان کې خپل پټنځای ته تللي دي او له هغې لارې بېرته د افغانستان خاورې ته راننوځي.
دا هغه مهال و چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان په بهرني سیاست کې بدلون رامنځته شو او دغه هېواد یوځل بیا له طالبانو نه د ملاتړ لپاره ملا وتړله. دا په داسې حال کې و چې پاکستان ځان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې مخکښ او له هغې سره د جګړې په ډګر کې یې ځان قرباني بوله چې په دې توګه یې غوښتل د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. پاکستان هم د لوېدیځو هېوادونو له کاروان سره یو ځای و او هم د سیمې د هېوادونو له کاروان سره. هر هېواد چې غوښتل له طالبانو سره د اړیکو کانال پرانېزي، اړ و چې د پاکستان ور ورټکوي. ګواکې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدل د پاکستان له کوڅو تېرېدل. تر دې چې د امریکا په څېر لوی ځبرځواک هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان همکاري ته اړتیا درلوده. د دوحې د مذاکراتو تر نامه لاندې پروسه چې د امریکا او قطر له لوري په لاره واچول شوه او د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط کېدو او د طالبانو د بیاځلي واک ته د رسېدلو لامل شوه، د پاکستان ملاتړ او رضایت یې له ځان سره درلود. د طالبانو بیا راتګ یو ځل بیا له دغې ډلې نه د پاکستان له ملاتړ نه پرده لیرې کړه. کابل ته د طالبانو د راتګ په لومړیو ورځو کې، د آی ایس آی یا د پاکستان د اسختباراتو د سازمان رئیس، فیض حمید، د کابل په یوه هوټل کې ولیدل شو چې ویل کېدل د طالبانو د کابینې د تشکیل او په دې اړه د شته اختلافونو د حل په موخه راغلی و. د پاکستان ددغه ځواکمن چارواکي حضور په ښکاره ښيي چې د طالبانو پړی د پاکستان په لاس کې دی او دغه ډله لا هم ددغه هېواد لپاره د ارزښت وړ ده.
پورته ذکر شویو مواردو ته په پام، په دې اړه چې کومه پوښتنه رامنځته کیږي داده: له دغې ډلې نه د ملاتړ په بدل کې پاکستان له طالبانو نه کومې تمې لري؟ له طالبانو نه د پاکستان تمې تازه ندي چې څوک یې په اړه پوه نشي؛ دقیقا هغه څه دي چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد د افغانستان له دولتونو نه د هغو د ترسره کولو تمه درلوده. د افغانستان نورو دولتونو د پاکستان تمو ته شا کړې او د رد ځواب یې ورکړی دی، خو پاکستان فکر کوي طالبان یوازینی ځواک دی چې کولای شي د یاد هېواد دغو تمو ته مثبت ځواب ووایي.
۱- له فرمان نه دې اطاعت وکړي
د پاکستان یو له پخوانیو هیلو نه داده چې په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې له اسلام اباد نه اطاعت وکړي. د پاکستان له رامنځته کېدو راپدېخوا د افغانستان پر وړاندې د یاد هېواد کړنلاره تل «د نفوذ لرلو» کړنلاره وه؛ هغه کړنلاره چې نه یوازې غوټې یې خلاصې کړي، بلکې د غوټو د زیاتېدو پر حجم یې نور هم خپل اغېز پرېښود. پاکستان د خپلې بقا لپاره اندېښنه لري؛ ځکه داسې احساسوي چې د دوو هېوادونو ترمنځ پاتې کېدل چې له هغوی سره د پولو پر سر په شخړه کې هم دی، د یاد هېواد بقا تر ګواښ لاندې راولي. د بقا د ګواښ احساسول، ددې لامل شوي دي ترڅو په پاکستان کې پوځ د چارو ساتونکي واوسي. پاکستان کې پوځ ته د ددغه هېواد د ساتونکو په توګه لیدل کېږي دا چې پر سیاست د پوځ واکمنېدل د پاکستان د عادي خلکو په ژوند یې څه بلاوې راوستلي دي، پام ورته نه کېږي. پاکستان له هغه ځای نه چې خپله بقا تر ګواښ لاندې ویني، د سوېلي آسیا په حوزه کې په خپل چلند کې د بدلون په لټه کې دی. د بېلګې په توګه، د هغه نظم په راوستلو کې چې هند رول ولري، نشي یې زغملی او د هغه ترسره کول خپله دنده بولي. پاکستان افغانستان په خپل هېواد کې د ناامنۍ لامل ګڼي؛ ځکه له افغانستان سره هم د پولې پر سر شخړه لري. له همدې امله، پاکستاني چارواکي هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې له اسلام اباد نه پیروي وکړي. پاکستاني پوځیان په دې برخه کې، طالبان غوره وسیله بولي.
۲- په افغانستان کې دې د هند د نفوذ مخه ونیول شي
د پاکستان له پخوانیو هیلو یو هم په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنیوی دی او په هېواد کې د اطاعت کوونکي حکومت د رامنځته کولو لپاره ددغه هېواد هڅې کولای شو په ښه توګه مانا کړو. پاکستان د هند پر وړاندې حساس دی او دغه هېواد ته د نه پخلا کېدونکي سیال په سترګه ګوري. په سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او حتی سویلي قفقاز کې دغه دواړه هېوادونه یو له بل سره په سیالۍ کې دي. که چېرې هند په یو ځای کې رول ولوبوي نو پاکستان به هم هلته خپل رول لوبوي. باور پر دې چې د هند بریالیتوب د پاکستان د بایللو په مفهوم دی او د پاکستان بریالیتوب د هند د بایللو په مفهوم. د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې ماهیت نه یوازې د پولې پر سر چې ایډیولوژیکه بڼه هم لري. که وګورو د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلوالی ایډیولوژیکه مسایلو پورې اړه لري. له همدې امله، پاکستاني چارواکي فکر کوي چې هند د پاکستان په نوم اسلامي دولت نه شي زغملی او د هغه د له منځه وړلو په لټه کې دی.
د پاکستاني چارواکو اندېښنه دا ده چې له هند او افغانستان سره د پولې پر سر شخړه به دغه دواړه هېوادونه د پاکستان پر وړاندې په متحد ستراتیژیکو هېوادونو بدل کړي. پاکستان فکر کوي چې په هممهاله توګه له دغو دواړو هېوادونو سره د جګړې پیلول نه په ګټه دی او نه د مصلحت له مخې سمه پرېکړه ده. غوره به وي چې له یوه سره د دوستۍ لاس ورکړي او له بل سره په سیالي کې واوسي. پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله دوستي وساتي ترڅو وکولای شي په دې هېواد کې د هند د نفوذ مخنیوی وکړي، او یا هم ددغو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کړي. په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره د پاکستان تمه لزوما په دې مانا نده چې افغانستان له هند سره اړیکه ونلري یا هم تل له دغه هېواد سره په شخړه کې وي. پاکستان غواړي چې که چېرې افغانستان اړ شي چې د هند او پاکستان ترمنځ یو وټاکي، باید پاکستان وټاکي نه هند. یو له دغو تمو څخه چې د طالبانو پر میز ایښودل شوې ده، همدا ده چې له هند سره د راکړې ورکړې کچه باید د پاکستان د اندېښنو او ملاحظاتو پر بنسټ وي؛ هغه غوښتنه چې طالبانو په تېر او اوس کې منلې ده.
۳- د پولې پر سر شخړې ته دې د پای ټکې کېښودل شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې پر سر شخړه یو له پخوانیو شخړو څخه ده چې تل یې د دغو هېوادونو اړیکې سړې ساتلې دي. د افغانستان او بیا د پاکستان له رامنځته کېدو راپدېخوا د دواړو هېوادونو د ستونزې ریښه د پولې له شخړې نه اوبه څښي. تر هغه پورې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سر شخړه پای ته ونه رسېږي، په نورو حوزو کې به شخړه نه یوازې پای ته ورسېږي، بلکې دا شخړې به پراخې هم شي. پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې له دغه هېواد سره د پولې پر سر شخړه پای ته ورسوي. پاکستان دا مهال ددې کار ترسره کولو لپاره طالبان غوره ګڼي. له طالبانو نه د پاکستان تمې په درېیو ټکو کې خلاصه کېږي:
۱- د پاکستان په ګټه د پولې پر سر شخړې ته دې رسما د پای ټکی کښېږدي؛ ۲- غلي دې پاتې شي، یعنې بې تفاوته دې واوسي؛ او ۳- د پاکستان پر خاوره دې د مالکیت د حق غږ پورته نکړي او د پاکستان پر وړاندې دې د پښتنو ذهنیت تحریک نکړي او دغه راز د پولې د دواړو خواوو د پښتنو د یووالي لپاره دې هڅې نه کوي. د افغانستان واکمنو په تېر او اوس کې د پولې پر سر د شخړو پای رسولو په اړوند د پاکستان غوښتنې نه یوازې منلي دي، چې دغه هېواد ته یې خبرداری هم ورکړی او د عامو افکارو په تحریکولو یې لاس پورې کړی دی چې پیاوړې بېلګه یې د سردار محمد داووخان د واکمنۍ په دوره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیکه کېدل دي.
د پولې پرسر د شخړې په برخه کې د طالبانو موضع لا روښانه نه ده. امکان نه لري چې طالبان وکړای شي د پاکستان دغه تمه ترسره کړي؛ ځکه ددغې شخړې پای ته رسول د عامه افکارو غوسه په تېره د پښتنو غبرګونونه به راوپاروي.
۴- د مرکزي اسیا لاره دې د پاکستان پرمخ پرانېستې وي
پاکستان مرکزي اسیا ته اقتصادي اړتیا لري. دغه هېواد د مرکزي اسیا، برېښنا، نفت او ګازو ته سترګې نیولي دي او غواړي چې خپلې اړتیاوې له دغې حوزې نه پوره کړي. تر ټولو نه نېږدې لاره چې پاکستان له مرکزي اسیا سره نښلولی شي، افغانستان دی. که چېرې افغانستان خپله دروازه د پاکستان پر مخ وتړي، پاکستان د منځنۍ اسیا طبیعي سرچینو ته له لاسرسي موندلو بې برخې کیږي. له همدې امله، پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ شي چې منځنۍ اسیا ته ددغه هېواد پرمخ درازه پرانېستې وساتي. د بېلګې په ډول، له منځنۍ آسیا او سویلي آسیا سره د نښلول کېدو لپاره درې لویې پروژې په نظر کې نیول شوې وې چې درې واړه له ناکامۍ سره مخ شوې:
۱-د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز یې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوه؛ ۲- د اسپنې پټلۍ پروژه «افغان-ترانس» چې اوزبیکستان یې د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوه؛ ۳- د (کاسا زر» (CASA-۱۰۰۰) پروژه چې د تاجیکستان او قرغیزستان برېښنا یې د افغانستان له لارې پاکستان سره نښلوله. درې واړه پروژې د بې شمېره لاملونو له هغې ډلې د پخواني دولت سقوط او د طالبانو د بیاراتګ له امله له ناکامۍ سره مخ شوي دي. ددغو پروژو د بریالیتوب او ترسره کول په دې کې دي چې افغانستان په یوه امن او باثباته چاپېریال بدل شي؛ له هغه پرته ددغو پروژو پلي کېدل له امکان نه لیرې خبره ده.
۵- د پاکستان مخالف ځواکونه دې وځپل شي
پاکستان په افغانستان کې خپل مخالفین درلودل او لري یې. هم واکمنو له پاکستان سره ستونزه درلوده او هم هغه کسان چې له حکومت نه بهر وو. د سردار محمد داوودخان حکومت، د چپیان حکومت، د مجاهدینو او همدا ډول د حامد کرزي او محمد اشرف غني حکومتونو له پاکستان سره ښې اړیکې نه درلودې. د پاکستان یو له موخو څخه داده چې خپل مخالف ځواکونه په افغانستان کې وځپي. د پاکستان مخالفین کولای شو په دوه ډلو ووېشو:
لومړۍ ډله هغه کسان دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې مخالف دي. دوهمه ډله هغه کسان دي چې د پاکستان د لاسوهنې سره د مخالفت سربېره، د پولې د دواړو خواوو د پښتنو د یووالي داعیه هم مطرح کوي. د دواړو ډلو ځپل د پاکستان لپاره دغدغه ده او پاکستان د هغو د ځپلو لپاره، له طالبانو نه ګټه اخیستل غوره ګڼي. د بېلګې په توګه، داسې ادعا کېږي چې د افغانستان د پخواني جمهور رییس وژل کېدل، د پاکستان په سپارښتنه د طالبانو له لوري ترسره شوي دي. همدا ډول، په تېرو شلو کلونو کې د نورو شخصیتونو ترور، په یو ډول په پاکستان او طالبانو پورې اړوندېږي. پاکستان فکر کوي چې په هره اندازه چې د دغه هېواد مخالف ځواکونه په افغانستان کې وځپل شي، اسلام اباد کولای شي په هماغه کچه خپلو موخو ته ډېر لاسرسی ومومي. ښکاري چې طالبانو د پاکستان ددغې تمې په ترسره کولو کې ښه عمل کړی دی.
تازه تمه چې پاکستان یې له طالبانو لري، د تي تي پي ځپل دي چې «د اسلام اباد ناسته؛ بېجینګ او اسلام اباد به طالبانو ته څه ووایي؟» تر سرلیک لاندې په بله لیکنه کې ورته اشاره شوې ده.