د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار: طالبان د غني په کچه له موږ سره مخالف نه دي

۸صبح، کابل: د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغانستان کې د طالبانو چارسمبالی حکومت د پخواني ولسمشر محمداشرف غني حکومت په کچه له پاکستان سره مخالف نه دی.

موید یوسف د پنجشنبې پر ورځ د لړم په شلمه ډان ورځپاڼې ته ویلي، پاکستان پر طالبانو چندان کنترول نه لري او دا هېواد خپلواک دی او حکومت یې د چارو د پرمخ وړلو په موخه ځانګړې لار لري.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د بشردوستانه ناورین رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، دا د طالبانو ترڅنګ عادي وګړي هم اغېزمنوي، چې امریکا او نړۍ هڅه کوي، هغوي وژغوري.

نوموړي زیاته کړه: «نړۍ دې له افغانانو سره مرسته وکړي.»

موید یوسف ویلي، افغانستان کې هر ډول ناروین به پاکستان هم اغېزمن کړي.

نوموړي زیاته کړه، د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ د هند او د افغانستان پخواني حکومت له لوري  کېده، چې اوسمهال دې ډلې خپل ملاتړي له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې همداوس اسلام‌آباد کې د افغانستان په تړاو د ترویکا ناسته د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون روانه ده.

ورته لیکنې

Back to top button