په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان استازی: د افغانستان اقتصاد او بانکي سیستم باید راژوندی شي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو په سازمان کې د پاکستان استازی منیر اکرم وایي چې د افغانستان اقتصاد او په دغه هېواد بانکي سیستم باید ورغول شی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې یکشنبه د لړم پر ۲۹ د یوه راپور په خپرولو د اکرم له قوله لیکلي چې نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي ترڅو د افغانستان د اقتصاد د احیا لپاره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید له دغه هېواد سره ۴.۲ میلیارد ډالر مرسته وشي.
اکرم زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان اقتصاد او بانکي سیستم فعال کړو او د دې کار لپاره د افغانستان شتمني چې له هېواده بهر ساتل کېږي باید بېرته د افغانستان مالي سیستم ته دننه شي.»
هغه همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستې لپاره د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي غوښتنه پوره کړي.
د ده په باور افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره «ارزښتناکه» ده.
اکرم څرګنده کړې، چې هېواد یې تر ۴۰ کلونو زیاته موده کېږي تر درېیو میلیونو زیاتو افغان کډوالو کوربه دی او که بشردوستانه ناورین پایته ونهرسېږي، د پناهغوښتونکو بله څپه به رامنځته شي چې د افغانستان ګاونډي باید هغوی ته ځای ورکړي.
د ملګروملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي د افغانستان د شتمنۍ کنګل کولو لپاره د امرییکا پرېکړې ته په اشارې وویل: «موږ د دغو سرچینو د شاته ساتلو له ټولو قانوني لاملونو خبر یو.»
هغه زیاته کړه: «تاسو [نړیواله ټولنه] د لارې یوې نقشې ته اړتیا لرئ ترڅو ووینئ چې د افغانستان اقتصاد څه ډول بېرته ورغوئ.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان بانک نږدې ۱۰ میلیارد شتمني د امریکا له خوا کنګل شوې ده.
د ویلو ده، چې د افغانانو اقتصادي او بشري وضعیت هم څو ځله خراب بلل شوی دی او د ټولې نړۍ هېوادونو او مرسته رسوونکو سازمانونو تل له دې موضوع اندېښنه څرګنده کړې ده.