د طالبانو او پاکستان د پوله ساتونکو ترمنځ لفظي شخړې ددې پرځای چې کمې شي، ورځ تربلې ډېریږي. لوی لامل یې، هغه بریدونه دي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو (ټيټيپي) له لوري د دغه هېواد په خاوره کې ترسره کیږي او له پوځیانو یې قرباني اخلي. اسلام اباد، طالبان ټيټيپي جنګیاليو ته په پناه ورکولو تورنوي؛ کومه ادعا چې لکه د نورو ادعاو په څېر، د طالبانو له لوري تل رد شوې ده.
د پنجنشنبې په ورځ د وږي په 15مه، د تورخم د تګ راتګ دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د ځواکونو ترمنځ د وسلوالې نښتې شاهده وه چې د پولې په دواړو خواوو کې له غیر پوځیانو یې قرباني واخیسته. پاکستاني چارواکي، د طالبانو د ځواکونو ډزې د نښتې د پېلېدو لامل اعلان کړ، کومه ادعا چې طالبانو ونه منله. هغه څه چې روښانه دي، دادي چې د طالبانو ځواکونو غوښتل نوې پوسته جوړه کړي چې د پاکستاني پوځیانو له غبرګون سره مخ شو؛ ځکه چې د اسلام آباد چارواکو هغه د پولې د قواعدو نقض وباله.
پاکستان ددې لپاره چې خپلې غوښتنې پر طالبانو ومني، ګټور او بې ګټې د فشار ابزارونه په واک کې لري، خو تر دې دمه یې هڅه کړې په بې ګټو ابزارونو بسنه وکړي او له ګټورو ابزارونو نه ډډه وکړي.
د سرحدي دروازو تړل
اسلام آباد طالبانو سره له نښتې وروسته، د تورخم سرحدي دروازه د مسافرینو او د سوداګریو توکو د لېږد پرمخ وتړله؛ دا پرېکړه ددې لامل شوه چې طالبان تر یوه ځایه پورې نرمښت وښيي. دغه راز، د پاکستاني چارواکو په ادعا، د نښتې پېلېدونکي د طالبانو ځواکونه وو چې دا هم ددې ډلې په نرمښت کې رول درلود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ. ادعا وکړه: « د سپتامبر په 6مه، د سوله ییز حل پرځای، افغان ځواکونو په ډزو پیل وکړ او د پاکستان پوځي پوستې یې تر هدف لاندې ونیولې، او د پاکستاني او افغان غیر پوځیانو ځانونه یې له ګواښ سره مخ کړل.»
د طالبانو پلاوي څو ځلي له پاکستاني پلاوي سره د سرحدي دروازې د بیا پرانېستل کېدو په اړه خبرې اترې وکړې چې د جمعې په ورځ د وږي په 24مه، پایله ترلاسه شوه. سمه ده چې د تورخم د پولې تړل کولای شي د پاکستان په لاس کې د فشار ابزار وي، خو نشي کولای د طالبانو پر چلند تعدیل وارد کړي؛ ځکه چې دا ډله نه، بلکې خلک او سوداګر زیان ویني. که چېرې د مېاشتو لپاره سرحدي دروازه تړلې پاتې شي، د طالبانو د چارواکو لپاره ارزښت نلري؛ خو تاوان به یې سوداګره او کاریګر ورکوي. د تورخم د پولې له تړل کېدو وروسته، سوداګرو اعلان وکړ چې څو میلیونه ډالره یې مالي زیان لیدلی دی؛ ځکه سوداګریز مالونه چې کېدای شي کرنیز توکي و، د هوا د ګرمښت له امله لمېنځه تللي دي.
نیونه، زنداني کول او د کډوالو شړل
هرځلي چې د تي تي پي جنګیالیو د پاکستان په خاوره کې وحشت پارونکی برید ترسره کړی، دغه هېواد پر افغان کډوالو ډېر محدودیت لګولی دی. له هغې وروسته چې پاکستاني پوخیان د خیبر پختونخوا ایالت په چترال سیمه کې د تي تي پي له لوري تر هدف لاندې ونیول شول، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لنډمهاله وزیر سردار احمد بوګټي، د یکشنبې په ورځ د وږي په 19مه، له رسنیو سره په خبرو کې د کډوالو پر ژوند د محدودیت له لګولو خبر ورکړ: « حکومت پرېکړه کړې ده چې د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې کلک ګامونه ترسره کړي.» د پاکستان پولیسو دغه ګوښ ډېر ژر عملي کړ او په دوو پړاونو کې یې د کراچۍ او د بلوچستان ایالت له ښارونو 162 افغان کډوال ونیول.
د کډوالو په نیولو او بهر کولو، خلکو ته زیان رسیږي، نه طالبانو ته. دغه ډله د کډوالو د نیول کېدو او بهر کېدو پروا نلري، دا خو پرېږده چې د هغو لپاره د پاکستان غوښتنو ته لبیک ووایي. طالبان له هغه ځایه چې د افغانستان اداره تر واک لاندې لري، د عامو افکارو له شرمه کېدای شي ځیني وختونه له کوربه دولتونو وغواړي له کډوالو سره حسنه چلند ولري. رښتیا دادي چې د طالبانو ډله هغه کسان چې د 2021 کال د اګست له نیمايي نه وروسته ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي، د دښمن په سترګه ګوري؛ ځکه د کډوالۍ د ستونزو په منلو یې وغوښتل د دې ډلې واکمنۍ ته نه ووایي. د همدې لپاره ده چې طالبان تر یوه ځایه د کوربه هېوادونو له لوري د کډوالو له بهر کولو نه هرکلی هم کوي ترڅو یو شمېر کسان په ساده ګۍ ښکار کړي؛ لکه څنګه یې چې په تېرو دوو کلونو کې کړل.
د طالبانو په ګټه لابي نه کول
د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د چلند بدلون ته هغه مهال کېدای شي هیله پیدا شي چې دا هېواد د طالبانو په ګټه له لابي توب نه لاس واخلي. که چېرې اسلام آباد وغواړي، په ساده ګۍ کولای شي د نړۍ په تېره د لویو ځبرځواکونو اوسنۍ کړنلاره د طالبانو پر وړاندې بدلون ورکړي. د امریکا متحده ایالات، د پاکستان ستراتیجیک ملګری دی او غالبا ددغه هېواد له عینکو نه طالبانو ته ګوري. له همدې امله، کولای شي د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن بهرنی سیاست د تقابل په لوري هدایت کړي. همدا ډول، د اسلام آباد خبره د غیر لویدیځو هېوادونو ( چین، ترکیې، د فارس د خلیج د همکاریو د شورا، د منځنیو آسیا دولتونو…) ته ارزښت لري او کولای شي د هغوی او طالبانو ترمینځ واټن وساتي. لویدیځ دولتونه او سیمه کېدای شي په دې فکر کې شي چې کله اسلام اباد د طالبانو د پخواني متحده په توګه په دې ډله باور نلري، نو هغوی به څنګه وکولای شي پر طالبانو باور وکړي.
د طالبانو په ګټه لابي نه کول، د پاکستان په لاس کې د فشار ګټور ابزار دي؛ خو تر اوسه یې ترېنه کار ندی اخیستی؛ ځکه د خلکو په ګټه او د طالبانو په زیان دی. طالبان او پاکستان د اوس لپاره هم ستراتیجیک متحدین دي او دا هېواد نه غواړي په آسانۍ دغه ډله له لاسه ورکړي.
د طالبانو له مخالفو ځواکونو سره اړیکه
اسلام اباد کولای شي د طالبانو مخالفو ځواکونو ته د زیتون د ښاخ په ډالۍ کولو، ددې ډلې چلند تعدیل کړي؛ خو نه غواړي داسې وکړي. سمه ده چې دا هېواد د طالبانو ملاتړی دی، خو په تېر کې یې ددې ډلې له مخالفو ځواکونو سره ښه اړیکه درلوده. اسلام آباد په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو پر وړاندې جګړه کې، د هغو ډلو ملاتړی و چې په دې ورځو کې د طالبانو د مخالفینو په نوم یادیږي. د طالبانو مخالف ځواکونه، پاکستان ښه پېژني او پاکستان هم هغوی. ددې هېواد لپاره د طالبانو له مخالف ځواکونو سره د اړیکې نیونې زمینه برابره ده، خو لا هم طالبانو ته لومړیتوب ورکوي.
که چېرې د تي تي پي ګواښ کنترول نشي او طالبان هم ونشي کړای یا ونه غواړي د پاکستان اندېښنو ته رسېدنه وکړي، دا هېواد کېدای شي راتلونکي کې د فشار له ګټور ابزارونو چې د طالبانو په ګټه لابي نه کول او ددې ډلې له مخالف ځواکونو سره اړیکه نیول وي، نږدې شي.