۸صبح، کابل: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبان په دې وروستیو کې د خپلو ځواکونو په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې د ځایي ځواکونو پر وړاندې بدګومانه شوي دي.
پنجشېر کې ځایي سرچینې پنجشنبه د چنګاښ پر نهمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دې وروستیو کې د ځایي او نورو طالبانو ترمنځ بدګومانی بې حده زیاته شوې او ان د هغوی ترمنځ د فزیکي نښتې لامل شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبان ګومان کوي چې په پنجشېر کې ځایي طالبان د مقاومت جبهې له ځواکونو سره همکاري لري، له همدې امله یې ډبوي او زنداني کوي.
سرچینې وایي، چې د دویمې امنیتي حوزې آمر شیخ احمد له پنځو ساتونکو سره یې له درېیو ورځو راهیسې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور زنداني شوي دي.
طالبانو تر دې مخکې هم د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې خپل درې تنه ځایي کسان نیولي او وهلي ټکولي وو.