د پرګنو حکومت، د شر عادي کېدل او ټولنیزې بې تفاوتۍ

لیکوال: شفيق‌الله احدي

نړۍ د سیاست له پیدا کېدو او د حکومت په بڼه د هغه له عملي کېدو راهیسې، د ټولنیزو- سیاسي نظامونو بېلابېل ډولونه تجربه کړي او دا تنوع د حکومتونو او د سیاسي بنسټونو د مدیرانو په سیاسي فعالیتونو پورې اړه لري. په نظامونو کې له خلکو سره د چلند څرنګوالی، د حکومتولۍ څرنګوالی، د خلکو او ټولنې پر وړاندې سیاسي لید لوری او دغه راز په سیاست کې د خلکو رول له یو ډول تر بل ډوله نظامه ډېر توپیرونه لري. د وخت په تېرېدو سره حکومتونو ایډیالوژیکه بڼه خپله کړه. د بېلګې په توګه، یو وخت د کمونیزم په ایډیالوژۍ سره کمونیستي حکومت د رژیمونو په سر کې و او یو وخت بیا د هیټلر او ستالین تګلارې د استبدادي حکومتونو په بڼې یا په واقعیت کې د استبدادي نظامونو د یوې تجربې په توګه د نړۍ او سیاسي جغرافیې یوه برخه راونغاړله. د دغو نظامونو په ماتې سره، چې په واقعیت کې یو ډول انسان خواره ماشینونه وو، فیلسوفان او سیاسي پوهان په دې فکر کې شول چې څه د دې لامل شول چې نړۍ د داسې حکومتولۍ بڼې تجربه کړي. د ټوټالېټرو حکومتونو اصلي بنسټ څه دی؟ خړ پاړکي د حکومتونو په جوړولو کې څه رول لوبوي؟ څه ډول ټولنې او جغرافیې د داسې حکومتونو د زیږون وړتیا لري؟ لیکوال دغې مهمې موضوع ته، د دې لیکنې د اډانې تر بریده د جرمني-امریکایي فیلسوف هانا آرنټ له لید لوري کتنه کوي.

د شر عادي کېدل او ټولنیزه بې تفاوتي

دهخدا شر د خیر نقض کوونکی او د رذالتونو، تېروتنو، بدیو، فساد او ظلم جامع نوم ګڼي. هانا آرنټ په دې باور و چې په عصري دوره کې خلکو د ژوند مانا له لاسه ورکړې او پوچ بندون یا د ژوند کاذبې مانا ته رسېدلي دي، یا په غوره بیان له ځانه پردي شوي دي. دوه نړېوالې جګړې چې له وحشتناکې پراخې ويجاړۍ، پراخو مرګونو، د سټالین په دوره کې د اجباري کارله کمپونو او تر ټولو مهم د جګړې په پای کې د آیشمن له محاکمې سره ملې وې، د آرنټ د ادعا ثبوتونه وو. دا ټول د دې لامل شوي چې په عصري دوره کې یو ځانګړی ډول شر راڅرګند شي، چې آرنټ یې د تعقل او تفکر د نشتوالي له امله « د شر ابتذال» بولي. آرنټ له دې ډول ننګونې سره د مخ کیدو لپاره، د مارټین بوبر له افکارو نه په اغېزمنېدو سره « یوه تن کې د دوو تنو» مفکوره یعنې له خپل ځان یا «وجدان» سره د انسان مقابله مطرح کوي. د ده په اند د شر د پېښېدو د مخنيوي کلي د انسان د عمل او وجدان پرلپسې ښکېلتيا ده، داسې چې د دغه کشمکش په پايله کې د ځان پېژندنې ښکارنده رامنځته کیږي، څو د شر د پېښېدو مخه ونيول شي. پر همدې بنسټ او د شر د پيدايښت (د تعقل د نشتوالي) په پام کې نيولو سره دې پایلې ته رسېږو چې تر ټولو ستر شرونه د هغو کسانو په لاس نه پېښږي چې په ناچارۍ سره باید له خپل وجدان سره مخ شي، بلکې تر ټولو ستر اشرار هغه کسان دي چې اصلاً يې نه ورپه یادوي، ځکه چې هیڅکله د خپلو کړنو په اړه فکر نه کوي. په همدې حال کې، آرنټ په ټولنه کې د شرعادي کېدل او ټولنیزه بې تفاوتۍ د خړ پاړکي د رامنځته کېدو له امله ګڼي. هغه څه چې په دې قشر کې لږ لیدل کیږي تعقل دی. هر هغه څه چې شر دي، د خړ پاړکي په منځ کې د شر مانا نه لري او په دې توګه ورسره د شر په توګه چلند نه کیږي. آرنټ دغه بهیر یو ډول ټولنیزه بې تفاوتي بولي. کله چې په ټولنه کې شرعادي کیږي، شر هغه قشر ته خپل ځانګړی راښکون لري چې آرنټ یې لنډغر بولي، که څه هم آرنټ د لنډغرو(اوباشو) په ذهن کې د شر جاذبه نوي څه نه ګڼي او وايي چې د شر او جنایت جاذبه د لنډغر ذهن لپاره نوې څه نه دي. دغې چارې په دوامداره توګه حقیقت لرلې دی چې « تیري کوونکو عملونو ته د ستاینې په سترګه ګوري: پلانی ښايي بد وي خو ډیر هوښیار دی.» په همدې حال کې هغه د ټوټالېټاریزم د بریالیتوب ټکان ورکوونکی عامل له ځانه د خلکو د یوې پرګنې پردي کېدل ګڼي. پرګنې ټولنیزه بې تفاوتي دودوي او په یو ډول د شر په عادي کولو کې د کتلست رول لوبوي.

خړ پاړکی او د پرګنو له حکومت( ټوټالېټریزم) سره یې اړیکه

په هره ټولنه کې داسې خلک شته چې په خنثی حالت کې ژوند کوي. په واقیعت کې دا پرګنه په شر او خیر کې ونډه نه لري، نه په سیاست کې د کار په لټه ده او نه په سیاسي بهیر کې ګډون کوي. دا ډول پرګنې په سیاسي فعالیتونو کې د ګوندونو او جریانونو له سترګو پټ پاتې کیږي. په واقعیت کې هغوی د غیر فعال او خنثی پاتې کېدو له امله د سیاسي بهیرونو د پاموړ نه ده. آرنټ پر دغې پرګنې د خړ پاړکي نوم ږدي ټوټالېټر غورځنګونه په دغه پاړکي پسې ځي او د هغوی له منفعل توب او ورته د نورو بهیرونو له نه پاملرنې استفاده کوي او له هغوی نه د ځان په ګټه کار اخلي.خړپاړکی په واقیعت کې ټوټالېټر حکومتونه جوړوي او ټوټالېټر حکومتونه خړ پاړکی جوړي. په بله وینا، د دواړو ترمنځ اړیکه هماغه د هګۍ او چرګې د پیدا کېدو کیسې ته ورته ده. هر چېرته چې داسې پرګنې وي، چې د ځینو دلایلو له امله له سیاسي سازمان سره لېوالتیا ونه لري، د ټوټالېټرو حکومتونو امکان شته. دا پر ګنې د یوه ګډ مصلحت له امله نه راټولیږي، هغوی هغه ځانګړی طبقاتي احساس نه لري چې په ټاکلو، محدودو او د لاسرسي وړ اهدافو کې بیانېږي. د پرګنو اصطلاح یوازې هغو خلکو ته ویل کیږي چې د ماهیت له پلوه د بې هویته او بې تفاوته خلکو له ټولګې پرته بل څه نه دي، هغوی د ګډ مصلحت پر بنسټ په سازمانونو، سیاسي ګوندونو او محلي حکومتونو یا مسلکي سازمانونو او د کارګرانو په اتحادیو کې نه شي راټولېدای. دا خلک په بالقوه توګه په هر هیواد کې شته او د خنثی او له سیاسي پلوه بې تفاوته خلکو لوی اکثریت تشکیلوي چې نه له کوم ګوند سره یوځای کیږي او نه هم ان د رایې ورکونې د صندوقو پر لورځي.

 څه ډول جغرافیه د ټوټالېټرو حکومتونو د زېږېدو وړتیا لري؟

د آرنټ په وینا، په یوه جغرافیه کې چې شرعادي کیږي او منفعل خلک د ټوټالېټریزم یا د پرګنو د حکومت د جوړولو لپاره لاره هواروي، پرګنې چې یوه یې په مشرۍ کې وي، د هر هغه څه چې لازم یې ګڼي، امر کوي. په هغو ټولنو او جغرافیو کې چې حکومت شرارت ته مخه کړه او خلکو غبرګون ونه ښود، سیاست د اقتصاد په خدمت کې راغلی او حکومت ایډیالوژیک وي، یو یې مشر او بل یې رعیت وي، د بشر هېڅ ارادې ته ارزښت ورنه کړل شو او د بشر د حقوقو خبره پکې نه وه، همدا ټولنه د ټوټالېټر حکومت د زېږېدو وړتیا لري. په داسې ټولنو کې ورانکاري سیستماتیکه کیږي اوجاذبه پيدا کوي. حاکمه ډله د پټو پولیسو په ګمارلو سره د عامو خلکو په ژوند کې لاسوهنه کوي او هیڅ شی له خپلو سترګو پټ نه ساتي. لکه څنګه چې نازیانو باور درلود«په داسې زمانې او ټولنه کې ورانکاري د جاذبې یو مسموونکې ځواک لري. »  د آرنټ په وینا، ټوټالېټر حکومتونه د ایډیالوژۍ په اډانه کې خپل ظلمونه توجیه کوي او په ډیرو موردونو  کې ان په خپلو غړو رحم نه کوي. په هغو ټولنو کې چې لا هم پر ایډیالوژۍ باور لري او ټولنه د ایډیالوژیکو بهیرونو په بند کې وي، ټوټالېټر حکومتونه چې هر څومره دوام وکړي، ټولنه هومره پرګنیزه او منفعله کیږي. په نننۍ نړۍ کې لږې ټولنې داسې ځانګړنې لري چې ټوټالېټریزم پکې پېرودونکی ولري، خو په درېیمه نړۍ کې له دې امله چې د ټولنې فکر د سیاست په پرتله تر ډيره پر اقتصاد ورټول دی، دغه فکر د اقتصاد د یوې وسیلې په توګه د سیاست په کارولو کېدو سره پخپله د ټوټالېټرو حکومتونو زمینه برابروي. یوه له هغو ځانګړتیاوو چې آرنټ یې د پرګنیزو ټولنو نښه ګڼي، دا ده چې ډیری وختونه په داسې ټولنو کې ارزښتونه فردي او بې ارزښته کیږي، د خلکو فکرونه د سیاست پر ځای تر ډیره په عایداتي چارو بوخت دي. په یوې پرګنیزه ټولنه کې دنده لرل هرڅه دي او تر سیاسي، مدني او ټولنیز پوهاوي ډیر ارزښت لري.

ورته لیکنې

Back to top button