لومړۍ برخه – ترکیه له ناټو سره که د هغې پرضد؟

ترکیه په ۱۹۵۲ کال کې د ناټو غړې شوه او تر اوسه پورې د دغه سازمان فعاله غړې پاتې شوې ده. ویل کېږي چې  د پوځ د پیاوړتیا له اړخه له امریکا، فرانسې او بریتانیا وروسته په ناټو کې څلورم ځای لري. په ناټو کې د ترکیې حضور په منځني ختیځ، سویلي قفقاز او مرکزي اسیا کې ورته ځانګړی مقام او اعتبار ورکړی دی. لکه څنګه چې لیدل کیږي، د ناټو دغه ختیځه غړې په دې سازمان کې له خپلو لویدیځو متحدینو ناراضه ښکاري، خو نه داسې چې د خپل د خپل مقام په تړاو کومه ملاحظه ولري او یا له دغه سازمانه د وتلو فکر وکړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله وروستۍ ټاکنیزه غونډه کې وویل: «جو بایډن زما د ګوښه کولو امر ورکړی دی، زه پردې پوهیږم. ټول خلک پر دې پوهیږي»  تر ټولو مهمه دا چې ښاغلي اردوغان د روسیې په اړه د خپل ټاکنیز مخالف قلیچدار اوغلو څرګندونې ناسمې وبللې او له دغه هېواد سره یې د دوستۍ پر دوام ټینګار وکړ: «روسیه د کرنیزو محصولاتو په برخه کې زموږ یو له مهمو متحدینو ده.»

هغه څه چې څرګند دي دا دي چې د ترکیې اړیکي د ناټو له ځینو مهمو غړو او په ځانګړې توګه د امریکا له متحدو ایالتونو سره خړې پړې شوي، نه په ټوله کې له دغه سازمان سره. د انقرې د چارواکو د څرګندونو منځپانګه تر یوه بریده دا ادعا تاییدوي. ترکیه په حساس تاریخي پړاو کې د ناټو مخالفې غاړې ته ولاړه ده. تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د اوکراین د ملاتړ او پر روسیې د بندیزونو د لګولو په برخه کې له ناټو سره له ملتیا د دغه هېواد ډډه کول دي. هغه پوښتنه چې په دې برخه کې راپورته کیږي دا ده چې کوم عوامل د دې لامل شول چې ترکیه په حساس پړاو کې د ناټو له ملتیا ډډه وکړي.

په دې برخه کې اغېزناک عوامل په دوو برخو ویشل کیدای شي: ۱-  کورني عوامل؛ ۲- بهرني عوامل.

۱- داخلي عوامل

۱-۱ د ګزي پارک لاریون

د ۲۰۱۳ کال د مې پر ۲۸ د استانبول ښار د یوه ستر لاریون شاهد و. په لومړي سر کې دغه لاريون چاپېريالي بڼه درلوده، چې وروسته نورو ښارونو ته وغځېده او سياسي بڼه يې خپله کړه. د ترکیې حکومت غوښتل چې په تقسیم میدان کې د ګزي پارک ړنګ کړي او په یوه سوداګریز کمپلکس یې بدل کړي، چې دا چاره د لاریونونو لامل شوه. ترهغې وروسته چې اعتراضونه پراخ شول، پولیس میدان  ته ننوتل او اعتراض کوونکي یې وځپل او ونیول. د ځپلو او نيولو کچه دومره لوړه وه چې د ترکيې د لوېديځو متحدينو د ناخوښۍ لامل شوه. دا د عدالت او پراختیا ګوند د دولت لپاره له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ټولو لوی لاریون و. د ترکیې لویدیځو متحدینو د دغه هیواد د واکمنانو ترڅنګ تر درېدو د لاریونوالو ترڅنګ درېدو ته ترجیح ورکړه اروپايي ټولنې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له اعتراض کوونکو سره یې د پولیسو چلند وغانده. د هغه وخت لومړي وزیر اردوغان د دغه کار په غبرګون کې اروپايي ټولنه په دوه ګوني چلند تورنه کړه او لاریونونه یې د ده پر ضد د دې ټولنې دسیسه وبلله. دغه راز بارک اوباما چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ترکیې ډیموکراسي تر ټولو لویه اسلامي ډیموکراسي او د نورو اسلامي هیوادونو لپاره ښه بیلګه بللې وه، د اعتراض کوونکو د ځپلو په غبرګون کې اردوغان یو ناکام او مستبد سړی وباله. د امريکا او اروپايي ټولنې دريځ  اردوغان پر دې شکمن کړ چې ګواکې له واکه د ده د لېرې کولو پروژه په پام کې نیول شوې ده.

۲-۱ د ۲۰۱۶ ناکامه کودتا

د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه، په ترکیه کې یوه کودتا وشوه چې بریالۍ نه وه. د دې کودتا موخه، لکه څنګه چې ویل کیږي، له واکه د اردوغان لېرې کول وو، چې ویل کیږي په پوځ کې د فتح الله ګولن (د اردوغان پخوانی ملاتړي) ته د وفادارو پوځیانو لخوا پیل شوی وه. اردوغان د فتح الله ګولن چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسیږي، د ورسپارلو غوښتنه وکړه. خو د هغه غوښتنه ونه منل شوه. دا چاره د دې لامل شوه چې اردوغان په دسیسه کې راګیر شي او امریکا په کودتا کې په لاس لرلو تورنه کړي. داسې تور چې ثابت نه شو. د ګولن د ورسپارلو په اړه د اردوغان د غوښتنې له بابېزه ګڼلو وروسته په ترکیه کې یو امریکايي عیسوي پادري انډریو برانسون په کودتا کې د لاس لرلو په تور ونیول شو او امریکا په ځواب کې پر ترکیې بندیزونه ولګول چې د انقرې چارواکو د ترکیې پر وړاندې د امریکا اقتصادي جګړه وبلله. نیول او بندیانول یوازې انډریو برانسون پورې محدود نه وو او لمن یې پراخه شوه. ښاغلي اردوغان هر هغه کس د تصفیې له تېغه تېر کړ چې د خپل مخالف په سترګه یې ورته کتل. هغه بنسټ چې تر ټولو ډیر د تصفیې تر تېغ لاندې و، پوځ و. د مخالفینو د تصفیې او زنداني کولو د تګلارې دوام د ترکیې د لویدیځو متحدینو د ناخوښۍ لامل شو.

د دې تر څنګ، ترکیې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف کې له شامېلېدو سره موافقه ونه کړه او امریکا د ترکیې پر ځای په دې ډګر کې متحدین وموندل چې ترکیه یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې راوستل: پي وي ډي او د هغې پوځي مټ (ی‌پ‌گ) [۳]. پردې سربیره ، په ۲۰۲۰ کې  د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې  اردوغان یو « مستبد» سړی وباله چې د انقرې د چارواکو توند غبرګون یې راوپاراوه.

دا ټول لاملونه د ترکیې او امریکا تر منځ چې د ناټو مشري پر غاړه لري، په دوستۍ کې درز رامنځته کړ او د انقرې د چارواکو په ذهنونو کې دا ذهنیت پیدا شو چې ګواکې امریکا د خپلو سیالو قوتونو په همکارۍ سره د « له اردوغانه د تېرېدو» پروژه په پام کې نیولېده د امریکا په مقابل کې روسیې او ایران له ترکیې سره زیاته خواخوږي څرګنده کړه او کودتا یې په روښانه ادبیاتو سره وغندله. البته امریکا هم په ډیر ځنډ سره دغه کودتا وغندله، خو د انقرې د چارواکو په زړونو کېنناسته، ځکه چې دوی د امریکا له ادرسه یوازې د غندنې تمه لرله.

په دې وروستیو کې له ناټو سره د سویډن او فنلنډ له یوځای کېدو سره د ترکیې د حکومت مخالفت د دغه هېواد له نارضایتۍ پرده پورته کړه. په داسې حال کې چې د ناټو پاتې غړي له ناټو سره د یوځای کېدو او د روسیې د منزوي کولو په لټه کې وو، ترکیې د دې کار مخالفت وکړ.  ترکیې سویډن او فنلنډ د کردستان د کارګر ګوند (پ‌ک‌ک) د سوریې څانګې (د خلکو د دفاع واحدونو) غړو او د فتح الله ګولن پلویانو ته په پناه ورکولو تورن کړل او د ناټو له غړو یې وغوښتل چې د دغه هیواد امنیتي حساسیتونه په پام کې ونیسي او د دغو هېوادونو د غړیتوب له منلو ډډه وکړي. که څه هم وروسته د ترکیې پارلمان له ناټو سره د فنلنډ د شاملېدو ته مثبته رایه ورکړه.

۱-۳ په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب ځنډېدل

په اروپايي ټولنه کې غړیتوب د ترکیې د واکمنانو لپاره تل یوه اندیښنه وه. سیکولرانو او اسلامپالو یو شان هڅه وکړه چې ترکیې ته د اروپايي ټولنې دروازه پرانیزي، خو بریالي نه شول. په اروپايي ټولنه کې غړیتوب د ترکیې لپاره ډېرې ګټې لري چې داسې نه بریښي د دغه هېواد واکمنان یې د ترلاسه کولو لپاره له هڅو لاس په سر شي. د بېلګې په توګه، د عدالت او پراختیا ګوند (آ‌ک‌پ)  له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې، خو پایله یې ورنه کړه. په ۲۰۰۵ کال کې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب لپاره د دواړو خواوو ترمنځ رسمي خبرې اترې پیل شوې، چې ځینې یې د ترکیې د بهرني سیاست د اروپايي کېدو د زرینې دورې په توګه یادوي. ظاهراً د بشري حقونو په برخه کې د ترکیې ناڅرګنده مخینه او لیبرال ارزښتونو ته وفاداري او همدارنګه په اقتصادي ډګر کې کمزوري د دې ناکامۍ لامل بلل کېږي.

ویل کیږي چې په اروپايي ټولنه کې د دې هیواد د شاملیدو د ستونزو په اړه په ترکیه کې یوه مشهوره ټوکه ده او هغه دا ده چې اروپايي ټولنه سربیا، مونټینیګرو او ترکیې ته د غړیتوب لپاره زنګ وهي  او ترېپوښتنه کوي چې که یې سم ځواب ورکړ، نو منل کیږي کنه نه منل کیږي. د بېلګې په توګه له صربیا پوښتنه کوي چې لومړۍ نړۍواله جګړه په کوم کال پیل شوه؟ هغه ځواب ورکوي: ۱۹۱۴کې، دروازه خلاصیږي او هغه ورننوځي. له مونټینیګرو پوښتنه کیږي چې جګړه په کوم کال پای ته ورسیده؟ هغه ځواب ورکوي: ۱ ۹۱۸کې، دروازه خلاصیږي او هغه ورننوځي. د ترکیې وار چې را رسېږي پوښتنه کوي، چې په جګړه کې څومره انسانان وژل شوي او د هغوی نومونه او د زیږون نیټه ووایاست. ترکیه ځواب نشي ورکولای او د رد زنګ وهل کیږي.  د پرلپسې هڅو ناکامېدل د ترکيې د واکمنانو او خلکو په منځ کې د دې ذهنيت د رامنځته کېدو لامل شوي چې ګواکې اروپايي ټولنه دغه هېواد ته د يوه بهرني عنصر په سترګه ګوري.

د ګزي پارک له اعتراضونو او په ۲۰۱۷ کال کې له پارلماني نه ریاستي ته د نظام له بدلېدو وروسته په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د واکمنې دستګاه پر وړاندې شکونه زیات شوي او داسې نه ښکاري چې د دغې ټولنې دروازه به ډېر ژر د ترکیې پر مخ پرانیستل شي. د بېلګې په توګه، د ترکیې د ټاکنو د دویم پړاو د پایلو له اعلانېدو وروسته، د اروپا د خلکو د ګوند مشر مانفرید وبر له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یوځای کېدو د بهیر د پای  ته رسېدو غوښتنه وکړه. د هغه په ​​وينا، ترکيه له اروپايي ټولنې سره نږدې همکارۍ ته اړتيا لري، نه دا چې بشپړ غړيتوب یې ولري.

دغو دریو کورنيو عوامل د ترکیې او د هغه د لویدیځو متحدینو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړې ده. تر ۲۰۱۳ کال وروسته ترکیې هڅه وکړه چې  د امکان تر بریده په مهمو تاریخي پړاونو او مرحلو کې د ناټو له ملتیا ډډه وکړي، داسې ښکاري چې د اردوغان بیا واکمنېدل د ترکیې او د هغې د لویدیځو متحدینو ترمنځ د اړیکو له بیا رغولو سره مرسته نه شي کولای، ځکه امریکا او اروپایی ټولنه اردوغان د بشری حقونو په سرغړونې او د ډیموکراسۍ له لارې په منحرفېدو تورنوي او اردوغان هغوی په توطیه او تخریب تورنوي.

ورته لیکنې

Back to top button