پښتو ژبې نړیواله ورځ او څو نظرونه

څو په باغ کې لا یوګل د نوبهار شته

د بلبلو د طوطیانو پرې چغهار شته

 

که د نظم که د نثر که د خط دی

په پښتو ژبه مې حق دی بې‌حسابه

 

ما خوشال چې په په پښتو شعربیان کړو

پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي

خوشحال خټک

عبدالغفور لیوال:

«د ژبې او ادب د یوه شاګرد په توګه مې څېړنیزې تجربې ښيي، چې پښتو د یوې بډايې ژبې په توګه د ټولو علومو د (بیان) توان لري. دا ژبه په هرڅومره لوړ کچ د ټولو علومو د ښوونې لپاره پوهنتوني کېدلای شي.

یوازې دغه زوړ، وروست، سولېدلی او ناسم باور باید د تاریخ خځللوښي ته وغورځوو، چې پښتو یوازې د کلیوال چاپېریال یوه بېوزلې او روسته پاتې ژبه ده، نو ګواکې د نویو علومو زدکړه ښايي په انګریزي یا نورو ژبو کې وشي.

دا انګېرنه بشپړه ناسمه او ښکېلاکي ده.

د ملتپالنې په پړاو کې روسته پاتې اروپايي ژبو څنګه د پیاوړې لاتین ژبې ځای په ټولو پوهنتونونو کې ورخپل کړ؟ او لاتین یې، چې د کوم ځانګړي ملت ژبه نه وه، په ډېر درناوي په کفن کې وپېچله؟

کټمټ داسې کار له سانسکریت سره په هیندويي اقلیم کې هم وشو.

فرانسوي، جرمني، رومي، هسپانوي، پرتګالي او په ختیزه اروپا کې سلاویکو ژبو (له هغوی څخه روسي) څنګه له لاتین څخه ټولې پوهنې ورخپلې کړې، دا د دغو ملتونو یو ملي جسارت، ژمنه، هوډ او زړورتیا وه، چې موږ ښايي ورورسېږو.

پېړۍ پېړۍ پخوا پارسي/دري ژبې همداسې پاڅون د عربۍ په وړاندې وکړ او بریالۍ شوه.

تر شکسپير وړاندې انګریزي د خوشال خټک د زمانې تر پښتو ډېره روسته پاتې او کمزورې ژبه وه، راشه نن یې وګوره!

پښتو په زغرده پوهنتوني کېدلای شي، یوازې ملي هوډ، ژمنه، زړورتیا او د دې ریښتیا منښت غواړي، چې دا یوه بډایه ژبه ده او خپلو ویونکیو ته هرڅه ورکولای شي.

د پښتو ورځ مو بختوره!»

شفیقه خپلواک:

«تېرو څو کلونو کې پښتو ښايي تر بل هر وخت غوړېدلي وي…موږ څو نجونو په همدې سلسله د یوه انلاین ادبي بهیر پیل کړی. له افغانستان او ډېرو نورو هیوادونو نجونې پکې ګډون کوي. هره اوونۍ غونډه کوو. په شعر او کیسې کره کتنه او ادبي بحثونه وي او په مشاعره یې پای ته رسوو. پرون مې چې کوم شعرونه پکې واورېدل زه ګومان نکوم فعلاً دې بل څوک په هغه سویه شاعري وکړي لکه دې نجونو چې کړې وه.

پښتو ژبې ته چې څومره ښځو کار او خدمت کړی هغومره هېچا نه دی کړی. له لنډیو نیولې بیا تر اوسنیو فعالیتونو. او بېرته چې څومره «پښتو» د ښځو له ژونده کړۍ راتاو دي هغومره هېچا نه دي. خو که هر څه وي موږ به په خپله ژبه د ازادۍ، مینې او هیواد سندرې وایو.

زموږ دا ادبي ناستې دې برکتي وي.

د ښو ورځو په هیله.»

ډاکټر لطیف یاد:

«آغلو او ښاغلو پښتنو!

نن د مې د میاشتې نهه ویشتمه نیټه او د پښتو ورځ ده. پښتو زموږ مور ده او خدمت او چوپړ یې پرموږ ټولو فرض دی. که د نړۍ په هرګوټ کې یاست د غونډو او لاریونونو په کولو سره دغه بختوره ورځ ولمانځئ. خپل غږونه او چت کړئ. تر هغه وخته چې پښتو د پوهنتونونو، ښوونځیو، علمي او اکیډیمیکو موسسو او سرکاري دفترونو ژبه نشي پښتو به همداسې خواره زاره وي.»

زما ژبه ده پښتو

زه مین یم په پښتو

دغه ژبه راته پاتې

د پلرو او د نیکو…

وړانګه افغان:

«پښتو به وایو، پښتو به لیکو، پښتو به لولو او پښتو به کوو! که غواړو چې قام مو ژوندی پاته شي، اړینه ده چې خپله ژبه ژوندۍ وساتو. بايد مونږ په عملي توګه د پښتو ورځ ولمانځو، او د ځان سره دا ژمنه وکړو چې له دې وروسته به په خپلو ورځنيو چارو کې خپله پښتو ژبه به کاروو.

‏مونږ بايد پښتو د پښتونخواه وطن د تعليم ژبه، د کاروبار ژبه، دفتري ژبه او د ميډيا ژبه وګرځوو. دا کار د یو کس لخوا نشي ترسره کیدی. د خپلې ژبې خدمت به ټول قام په شريکه سره کوو، ترڅو چې خپل نوي نسل ته دا زمينه برابره کړو چي دوي خپل تعليم هر څه په خپله مورنۍ ژبه کي تر لاسه کړئ.»

محمود مرهون:

«ما خپل جګ قد پښتو ته په خدمت را ټیټ کړ تر سل زیات کتابونه مي ور په برخه کړل مګر له قرضه یې خلاص نه سوم، که بخت یاري وکړه او ژوند باقي وو پښتو به د خپلو سیالو ژبو سیاله کړو.»

 ډاکټر نعیم اکلیل:

« نېکمرغه دې وي د پښتو ژبې نړېواله ورځ!

پښتو وایو، پښتو لیکو پښتو اورو، پښتو لولو، پښتو پالو!»

حبیب الله غمخور:

«پښتو د نورو ژبوسره له جگړې او سياسی سوداگری نه وژغورئ. که د پښتو ژبې سره په رښتيا علاقه او مينه لرئ نو هغه په علمی تحقيقاتي ليکنو، څېړنو، ژباړنو او ادبي هستونو نوره هم غښتلې، غني اوپياوړې کړئ.»

حمیدالله ارباب:

«پښتون بېځایه باټو، دروغجن تاریخي غرور او د غېرت په نوم، جهل تباه کړی دی.‎!»

نوشابه آشنا:

«د پښتو پرمختګ د پښتنو د شعوري ويښتیا، پښتني اصول او اساساتو ټه په پام پورې تړلې.

پښتو د جنګ او کنځلو ژبه نه ده،که څوک یې په دی مفهوم کاروي د پښتو ژبې دښمن دی.

د پښتو ملي ورځ دی هغو ته مبارک وي چې دی خوږې ژبې ته درناوې لري.»

ګل رحمن رحماني:

«د پښتو ژبې ورځ دې د پښتو ژبې ټولو خواخوږو او مینه والو ته مبارک وي.

په دې کې شک نشته چې د پښتو ښه ورځ د پښتنو له ښې ورځې سره تړلې ده.

استاد هاشمي ته مې ویل، چې ددې ورځې په تړاو به د پښتو ژبې او ادب څانګه کې جلا غونډه جوړوو، مخ یې وګرځاوه وویل: پښتو اوس د دربار ژبه ده، زما دربارونه مربارونه نه خوښېږي.

زه هم غلی شوم، ما ویل خیر دی، له ده به یې پټه ونمانځو.

بیا مو هم مبارک شه!»

اجمل تورمان:

«پښتو ته مې هيڅ نه دي کړي٠ خو پښتو هر څه راکړي، نوم، مينه او درناوى٠

ته يې، چې زه يم!

د پښتو ورځ دې منظور پښتين ته مبارک وي»!

صدیق امرخېل:

‏«کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي.

‏او د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي.

فخر افغان پاچا خان.»

محمد صفر خواریکښ:

«پښتانه د نورو ژبو درناوی کاندي له زړه نه

ما لیدلې د هر دروند پښتون کړه وړه کې ده پښتو…»

محمد اسمعیل عمرخېل:

«پخپله مورني ژبه لیک او لوست د هر افغان حق ده!

مونږ له هېڅ قوم، سمت، ژبې او نژاد سره تعصب او تبعیض نلرو!

او د غوره والي معیار تقوی بولو، خو خپله ملي، مورني پښتو ژبه راته تر هرې ژبې ډېره ګرانه ده!»

میراحمد یاد:

«ډېر خلک وایي چې پښتو ته علمي (اکاډمیک) کتابونه ولې نه ترجمه کېږي. د دې څو دلیلونه دي:

پښتو کې د داسې کتابونو بازار سوړ دی، ځکه د پوهنتون استادان زیاتره د نړیوال نصاب کتابونه نه تدریسوي، بلکې خپل چپټرونه ښيي. دا کتابونه د ازادې مطالعې نه وي، چې پوهنتون کې هم تدریس نه شي، نو څوک یې واخلي او ولې یې واخلي؟

دا چې بازار یې نشته، خپرندویه ټولنې هم د داسې کتابونو چاپ ته زړه نه ښه کوي، ځکه هغوی باید پرې لګښت وکړي او هغه لګښت باید بېرته پوره شي.

د نړیوال نصاب کتابونه اکثر کال په کال تازه کېږي، مثلاً ما څو کاله مخکې ویل چې د فیلیپ کاټلر د بازارموندنې اصول او بازارموندنې مدیریت کتابونه وژباړم، خو هغه هر کال دوه وروسته نوی اډېشن را وباسي، پښتو کې به یو اډېشن په چندو چاپ شي، د بل لپاره به بیا څه کېږي؟

پر اوسنیو ژباړو د (میلیونر کېدو) طنز ډېر آسانه دی، خو دا هم د یادونې وړ ده چې همدې کتابونو پښتانه ځوانان له مطالعې سره بلد کړل، په چلندونو یې پوه کړل او ځان پېژندو کې یې ورسره مرسته وکړه، ګني چرته پښتانه او چرته کتاب؟

او… راځئ لږ پخپله هم ځان ستړی کړو، خپل مسلک کې وګورو، ښه کتاب په کې پيدا کړو او چاپ یې کړو، یوه تشه خو به مو ډکه کړې وي.

د فراز خبره: تیارو نه د ګیلې پر ځای یوه شمع بله کړه!

کمال الدین څپاند:

«پښتو ژبه په مبارکیو او تمثل عروج ته نه رسېږي. ټول کال په ټولنیزو شبکو کي د نظرېې مخالف ته پوچ پاش لیکي، د خلکو شخصي حریم ته ننوزی، داسي الفاظ په پښتو لیکی، چې په هیڅ رقم نه توجیه کیږي. خپل مخالف څه چې د اردوغان نقد کوونکي ته لا په پښتو دوه ټېلره ښکنځل کوي!»

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین:

«د پښتو نړېواله ورځ د ټولو لر او بر او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ميشت پښتنو افغانانو ته مبارک وي. د خپلې ژبې ژوندۍ ساتلو او پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ هر پښتون په دې کار کې خپله ونډه واخلو. که غواړئ، چې د خپلې ژبې خدمت وکړو نو ړومبۍ پیل ئې د خپله کوره وکړئ. خپلو ماشومانو ته پښتو ليک لوست ور زده کړئ، په خپلو ورځنيو چارو کې خپله پښتو ژبه وکاروئ. پښتو به وایو، پښتو به لیکو، پښتو به لولو او پښتو به پالو.»

ورته لیکنې

Back to top button