د پښتونخوا په بنو سیمه کې د مارچ له ۱۱ تر ۱۴ پورې څلور ورځنۍ قامي جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کې د ښځو په ګډون پنځه زره کسان بلل شوي وو او د ترهګرۍ پر ضد يې غږ پورته کړ. دوی له پاکستان څخه وغوښتل، چې پر پښتونخوا وطن د تېرو څو لسیزو تپل شوي جنګ په هکله د حقایقو او لټون کمېسیون جوړ شي. د جرګې وینا وه، چې د ترهګرۍ په نامه هلته او بیا له هماغه ځایه په افغانستان کې بل شوی اور پر دوی تپل شوی دی. په دې جرګه کې نه یوازې په پښتونخوا بلکې په افغانستان کې هم د سولې او ټيکاو خبره وشوه.
البته باید وویل شي، چې «پښتون قامي جرګه – بنو» اصلاً په دې فارمټ کې درې جرګې کېږي. لومړۍ يې د مارچ له ۱۱ – ۱۴ پورې چې وشوه، دویمه يې بیا د افغانستان او پښتونخوا د مخورو او سیاستوالو او درېیمه يې په یوه اروپايي هېواد کې په ډېر احتمال سره په جرمني کې، د پښتنو ترمنځ وشي، چې له دې لارې نړیوالو ته خپل غږ ورسوي.
پښتونخوا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان په اوسنۍ نقشه کې د نورو صوبو په پرتله تر ټولو ډېره خاوره رانغاړي. هلته مېشت پښتانه پاکستانی حکومت تورنوي، چې په سیسټماتیکه توګه یې لومړی بهرنيان ترهګر دغې خاورې ته دننه کړل او ورو ورو يې په دې خاوره کې ترهګرۍ ته لار پرانیسته. دا ترهګري د څو موخو لپاره دغلته غځول شوې ده. لومړی دا چې هغه پښتانه د اړتیا پر مهال د هند پر ضد یا د کشمیر د ازادۍ په نامه وجنګوي. ترهګري او دیني تاوتریخجن تعبیر د دې موخې لپاره تر ټولو ښه وسیله وه، چې تر دې دمه کارول شوې ده. دویم، پښتونخوا د روسانو پر ضد د جګړې له پيل څخه تر دې دمه په افغانستان کې د اور بلولو اورلګیت و او دی. مجاهدین له همدې ځایه خوست، ننګرهار او کندهار ته رااوښتل او دلته یې د روسانو او بیا وروسته د ډاکټر نجیب پر ضد جګړه کوله. دا چې د دغې جګړې سرچینه او اوبه خور له کومه ځایه کېده، دا بېله موضوع ده. په دې سره افغانستان په جګړه کې ښکېل او پاکستاني حکومت ته څو چانسونه په ګوته ورغلل: د ډيورنډ مساله تقریباً هېره شوه، هلته مېشت پښتانه پخپلو کې سره واوښتل او د ازادۍ غوښتنې ناره چې د پاکستان په جوړېدو سره راپورته شوې وه، تر ننه غلې پاتې شوه. پاکستان چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره کمزوری افغانستان غواړي، په دې سیمه کې ترهګري ورته تر ټولو ارزانه او یوه اړخ ته سیمه وه.
له دې ټولو سره اوس عوامي ملي ګوند (ANP) د پښتون قام د ګوندونو یوه جرګه را وغوښته، چې څو مهم ټکي پکې بیان شول. تر جرګې مخکې د عوامي نیشنل ګوند مشر محمودخان اڅکزي په یوې مرکه کې وویل، چې د دغو جرګو لومړنۍ هغه يې د قام وېښتا، د ستونزو مشخص کول او د هوارولو لارې چارې برابرول او د نورو راتلونکو کارونو لپاره منظمه لار او بهیر پیدا کول دي.
بنو پښتون قامي جرګه کې مهم ټکي کوم وو؟
۱. دوی په دې جرګې سره غواړي خپل قام، پاکستاني ریاست او نړۍ ته وښيي، چې ترهګري او تروریزم په دې خاوره کې وارده شوې پدیده ده او په دې توګه پاکستان ریاست غواړي له دغې خاورې او د بنسټپالې له لارې هم افغانستان ناامن کړي – افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له دغې خاورې ناامن شوی دی – او هم غواړي، چې له اصلي مسایلو د دغو خلکو ذهن واړوي. په دې جرګه کې وویل شول، چې هلته مېشت پښتانه نه غواړي د بنده غلامان شي، ځکه پاکستان له مېشت پښتنو او بلوڅانو سره تبعیضي چلن کوي. د همدغه تبعیضي چلن له کبله څو وسله وال او سوله ییز تحریکونه د پاکستان پالیسۍ پر ضد سر راپورته کړ.
۲. د جرګې د پرېکړه لیک په یوې کړۍ کې راغلي، چې ډیورنډ کرښې باندې اغزن تار رد کوي، ځکه چې یو قام یې دوه ټوټې کړی دی. د دې تر څنګ پښتانه پخپلو کې هم سره وران دي. ټبر، کورنۍ او خېلونه یو پر بل بلوسېږي او د دغې نادودې د سمسمکي لپاره کار باید وشي. کله چې قامي شعور راويښ شي او د سمسمکي خبره وکړي؛ نو طبیعي ده، چې له تاوتریخوالي مخ اړوي. دا جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ د قام د ويښتا لپاره دویم او اوچت ګام و.
۳. پښتونخوا خاوره د پراخوالي له کبله تر بلې هرې صوبې پراخه ده او په همدې توګه په دې خاروه کې تر ځمکې لاندې ذخایر، تېل او خوږې اوبه هم پرېمانه دي. له اباسین درلودو سره سره چې په پښتونخوا کې د سیندونو د مور په نامه پېژندل کېږي، بیا هم دغه خلک له اوبو بې برخې دي. جرګه وايي، چې د اباسین د اوبو د وېش پر تړون (۱۹۹۱) باید بیاکتنه وشي. په دغه تړون کې تر ټولو ډېرې اوبه پنجاب (۴۷ سلنه) او تر بلوچستان وروسته تر ټولو کمې اوبه پښتونخوا ته (۸ سلنه) بېلې شوې دي. جرګه پر دغه وېش د بیاکتنې غور غواړي او دا ناانصافه کړنه ردوي.
د دغې خاورې تر نیمايي زیات ځوانان بهر په ځانګړې توګه عربي هېوادونو ته مزدورۍ ته ځي، حال دا چې خپل غني وطن لري. دوی په دې جرګه کې د خپلو ذخایرو، شتمنیو او اوبو په اړه خلکو ته پوهاوی وکړی، ځکه د حق غوښتلو لپاره تر هر څه مخکې قامي شعور، ويښتیا او پوهاوی پکار دی. هلته مېشت پښتانه په دې جرګې سره وغوښتل، چې دوی پر خپلې خاورې واک غواړي، دوی له خپلې خاورې بې واکه کړای شوي دي.
۴. پښتون قامي جرګې نه یوازې تر کرښې هاخوا پر مسایلو خبرې وکړې؛ بلکې د دویمې او درېیمې جرګې له لارې غواړي په ټول افغانستان کې د ټیکاو موضوع لا پسې مطرح کړي. د دې جرګې په څنډه کې محمودخان اڅکزي په یوې مرکه کې د افغانستان اوسنیو چارواکو ته وویل، چې په زور نیول شوي حکومتونه ډېر دوام نه کوي. دوی (د عوامي نيشنل ګوند، د دغې جرګې مشري همدغه ګوند کوي) رایه دا ده، چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو یوازینۍ لار د ټاکنو ترسراوی دی، ځکه ټاکنې د حکومتولۍ منل شوی نړیوال فارمټ دی. د جرګې د پرېکړه لیک په څلورم او پنځم بند کې ویل شوي، چې د انتخاباتو له لارې دې په افغانستان کې د ولسونو په خوښه منتخب حکومت جوړ شي او له نړیوالو معیارونو سره سم، جمهوري نظام دې پلی کړای شي.
بنو جرګه افغانستان ته څه ګټه لري؟
د افغانستان همدا اوسنۍ سیاسي جغرافیه – له ډیورنډ نارسمي پولې پرته – په تېرو څلوېښتو کلونو کې له پښتونخوا ناامنه شوې ده.
افغانستان له اوو میاشتو راهیسې ولسواکي چې د حکومتولۍ یو منل شوی فارمټ دی، له لاسه ورکړې ده. نوی نظام په داسې ډول تر دې دمه غځېدلی، چې نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی، لوږه پر افغان خاوره واکمنه ده او د راپورونو له مخې، یوازې پنځه سلنه کسان د خوړو امنیت لري. څه باندې یو میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. جرګې هم په دې اړه تاسف ښوولی دی. دې ته د ورته ټولو ناورینونو یو عامل له پښتونخوا څخه تنظیمېدونکې د جمهوري نظام پر ضد وسله واله جګړه وه. جګړه، په حکومتي اډانه کې فساد او ناباوري د دې سبب شوه، چې نظام نسکور او وطن تالاترغۍ شي.
اوس موږ ته دا ډول جرګې که څه هم ډېر ناوخته شوي دي او ښايي زموږ پر ټپونونو هغسې مرهم چې کال دوه مخکې یې لګولی شوای، ونه لګوي؛ خو بیا هم په ذات کې هره پرېکړه چې د جګړې ضد او حق غوښتنې وي، د دې خاورې لپاره ګټور اقدام دی. بل احتمال دا هم دی، چې دغې جرګې ته به افغانستان د اوسنیو واکمنانو غبرګون څه وي. په جمهوري نظام کې له ټولو ننګونو سره سره تر کرښې له هاغه غاړې پښتنو سره اړیکې وې؛ خو د کابل تر سقوط وروسته دا اړیکې غوټې پرې شوې دي او حتی په فبرورۍ میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون ته هم اجازه نه وه ورکړل شوې.
هلته د دې نارې پورته کول چې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته شي، یو مثبت او رغنده خبره ده. د سیمې امنیت او ناامني پر ټوله سیمه اغېز شیندي او که پښتونخوا کې د ترهګرۍ ځالې چې د ګډونوالو په وینا، پاکستاني ریاست هلته جوړې کړې دي، وچې شي؛ نو په راتلونکي کې به ترې افغانستان نه ناامن کېږي.