متقاعدین او د هغوی پر وړاندې ستونزې
لیکوال: حشمت الله اسلمي

د افغانستان د ملکي خدمتونو کارکوونکي هغه مهال چې د خدمت ۴۰ کلونه بشپړ یا هم د ۶۵ کلنۍ عمر بشپړ کړي، د تقاعد او د اکرامیې د حقوقو وړ او مستحق ګڼل کېږي؛ خو په هېواد کې د نظام له بدلون وروسته، د نویو او پخوانیو متقاعدینو د حقوقو د ورکړې پروسه ځنډول شوې ده.
د متقاعدینو تنخوا د هغوی مسلم حق دی؛ ځکه هغوی د هغو کلونو په موده کې چې دنده یې ترسره کړې ده، د تقاعد پیسې یې له تنخوا نه کمې شوې او د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي ترڅو له تقاعد وروسته، هغوی ته ورکړل شي. دغه پیسې په حقیقت کې د کارکوونکي د تنخوا یوه برخه ده چې د ماموریت په موده کې د تقاعد د دورې لپاره په دولتي خزانه کې ورته ذخیره شوي دي. اوس هغوی نشي کولای د دولت له خزانې نه خپله تنخوا بېرته ترلاسه کړي. اوسمهال د تقاعد د حقوقو د نه ورکړې له امله، متقاعدین له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. زمونږ په هېواد کې متقاعدین له لږ مالي امکاناتو او روغتیايي خدمتونو برخمن دي چې نشو کولای د هغوی ژوند او عاید د نورو هېوادونو له ډلې د ګاونډیو هېوادونو د متقاعدینو له ژوند سره پرتله کړو. په هېواد کې ډېری متقاعدین د لوړعمر خاوندان او له اقتصادي بې وزلي سره لاس او ګریوان دي، په داسې حال کې چې هغوی په تېر کې د دولت په بېلابېلو برخو کې د غوره کارونکو په توګه کار کړی او د خپل عمر غوره کلونه یې د هېواد د خدمت او خلکو لپاره قربان کړي دي.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې د تقاعد پړاو د یوه نوي ژوند پیل دی؛ هغه ژوند چې انسان په هغه کې کاري مسوولیت نه لري. هغوی د ژوند له دغه پړاو نه د راحتۍ د دورې او فراعت په توګه ګټه اخلي او دغه پړاو ته ننوتل جشن نیسي؛ خو له بده مرغه زمونږ په هېواد کې تقاعد د رنځ، اندېښنې او حتی د ناهیلۍ د دورې د پیل په توګه یادېږي. زمونږ متقاعدین د ژوند دغه پړاو په داسې حال کې پیلوي چې د تقاعد حقوق یې ډېر لږ دي او له بل لوري هغوی خپل فزیکي ځواک له لاسه ورکړی او د بل کار او کسب نه وي. ددې ترڅنګ، هغه پیسې او امتیاز چې د تقاعد په نوم یوه کارکوونکي ته ورکول کېږي، هېڅکله د بازار له غوښتنې او د ژوند له اړتیاو سره پرتله کېدلای نشي. سربېره پر دې ډېره موده وشوه چې د متقاعدینو هماغه لږ حقوق هم ندي ورکړل شوي او ټول متقاعدین له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. سره له دې چې په نورو هېوادونو کې دولتونه د متقاعدینو د حقوقو تضمین کوي، د پاخه عمر لرونکو، بې سرپرسته ښځو، معلولیت لرونکو وګړو او بې وزله یتیمانو سره لازمې مرستې کوي، خو په افغانستان کې هغه پیسې چې د کارکوونکو له خپل حساب نه د تقاعد په نوم ترېنه ګرځول کېږي، هغوی ته بېرته نه ورکول کېږي.
کله چې نورو هېوادونو ته پام وکړو، ګورو چې هلته کارکوونکي روغتیايي بیمې او ډېر نور امکانات په لاس کې لري. د هغوی میاشتنی عاید هم د یوې منځنۍ کورنۍ له عادي لګښت نه ډېرې زیات دی. له همدې امله، هغوی د دې تر څنګ چې د خپلې تنخوا یوه برخه لکه د افغانستان د دولتي کارکوونکو په څېر په دولتي خزانه کې ذخیره کوي، کولای شي د تنخوا بله برخه په خپله ذخیره کړي. په افغانستان کې د تنخوا د ټیټوالي او د لګښتونو د لوړوالي له امله، یو عادي کارکوونکی نه شي کولای د ماموریت او کار په موده کې، د تقاعد د دورې لپاره د پیسو یوه برخه ذخیره کړي. له همدې امله، په افغانستان کې د متقاعدینو سترګې یوازې هغو پیسو ته دي چې د ماموریت او د کار په موده کې د هغوی له تنخوا کمې شوې او د دولت په خزانه کې ذخیره شوې دي.
د مالیې وزارت د شمېرنو پر بنسټ، دا مهال د افغانستان په کچه د ښځو او نارینه و په ګډون، ۱۵۰ زره متقاعدین شتون لري چې ډیری د هغو یې په بد اقتصادي وضعیت کې د ژوند ورځې او شپې تېروي. هغوی په تېرو دوو کلونو کې، خپل د تقاعد حقوق ترلاسه کړي ندي.
سره له دې چې متقاعدین په ځلونو د متقاعدینو ریاست او مالیې وزارت ته وراغلي دي، خو د طالبانو د مالیې وزارت ځواب دادی چې په افغانستان کې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې طرحه چمتو شوې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي. تردامهاله یاده ستونزه نده حل شوې. دې ته په پام چې په دې اړه له مخکې نه لایحه او قانون شتون لري، په ټوله نړۍ کې معمول چلند دادی چې د نوي قانون د تصویب او توشیح تر وخت پورې، پخوانی قانون د پلي کېدو وړ وي. اوسنۍ اداره هم د همدغه معمول او منطقي چلند پربنسټ، په قانون کې د بدلون تر وخت پورې، له پخواني قانون نه دې پیروي وکړي او د متقاعدینو تنخوا دې ورکړي.
هغه متقاعدین چې نن په بد حالت کې دي، یوه وخت یې په داسې دولتي پستونو کې دندې ترسره کړې چې د خلکو ګڼ شمېر ستونزې یې ورحل کړې او په بېلابېلو ډولونو یې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي. نن ورځ مهربانۍ او زړه سواندي ته اړتیا لري چې باید هغوی ته ډېره پاملرنه وشي.
د طالبانو له نظام نه غواړم چې د متقاعدینو ستونزې په پام کې ونیسي، د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې دې ډېره هڅه وکړي. هغوی ډېر څه نه غواړي؛ یوازې هغه پیسې چې په دولت یې لري غواړي یې تر څو خپلو کورنیو ته یوه نمړۍ ډوډۍ یوسي. د هغوی ډوډۍ ترېنه مه اخلئ.