د ننګرهار د وروستیو سېلابونو زیانمن شوي خلک؛ زموږ په نوم مرستې حیف و میل شوي

٨صبح، ننګرهار: د افغانستان ختیځ ولایتونه او له هغې ډلې ننګرهار هم په وروستیو کې د طبیعي پېښو له ډېرو زیانمنو ولایتونو څخه و. د دغو پېښو او سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک شکایت لري، چې د دوی په نوم ترسره شوې مرستې حیف و میل شوي او دوی ته نه دي رسیدلي.

دوی ادعا کوي، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري ورته نقدې پیسې او خوراکي توکي استول شوي، خو مرستې نادرکه شوي او دوی ترې نه دي برخمن شوي.

په جلال اباد ښار کې د یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سرپرسته بي بي صفیه وایي، وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو درانه زیانونه ور رسولي، خو تر اوسه ورسره د چا لخوا مرسته نه ده شوې.

نوموړې وایي، له ګڼو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره یې د مرستو په نوم نوملیکنه کړې، چې تر اوسه ورسره ایله د یوه بهرني بنسټ له لوري د خوراکي توکیو ناڅيزه مرسته شوې ده.

نوموړې ورسره شوې مرسته کمه بولي او وایي، چې د ستونزو د حل لپاره یې کوم اغېز نه شي کولای.

بي بي صفیې وویل: (( څو هفتې مخکې چې ښار کې سیلابونه راغلل زمونږ د کور دېوال یې خراب کړ، د کور زیات شیان اوبو یوړل، څه چې پاتې وو له کاره یې ویستي وو، مونږ خپل کور هم نه لرو، ډېر په ساده کور کې اوسو، د میاشتې ١٥ سوه افغانۍ کرایه ورکوو، ددې وسه هم نه لرو، په خیر او د نورو په کومکونو یې پوره کوو ورته، زمونږ په نوم ډېر کومکونه راځي، خو مونږ ته پوره نه رسېږي، له نیمایي زیات یې دولتي کسان او وکیل ګذران خپلو کورونو ته وړي.))

د طبیعي پېښو زیانمن شوي خلک وایي، ډېر کله طالب مسوولین، ملکان او د ګذر وکیلان د مرستندویه ادارو له لوري راغلې مرستې حیف و میل کوي، چې دا د غریبو او زیانمنو خلکو په حق کې ظلم دی.

د جلال آباد ښار بله اوسېدونکې سوما ګل، چې کونډه مېرمنه ده او وایي کور یې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی، پر نړیوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې اړمنو او زیانمنو کورنیو سره د مرستې سروې ګانې په جدي ډول وڅاري، څو په وینا یې، د درغلیو سطحه پکې کمه شي.

هغې له ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: (( ټول عمر د احتیاجو خلکو په نوم کومکونه راځي؛ خو نیم هم نه ورته رسېږي، زیاتره یې ملکان، وکیلان او طالبان ځانته خوري، موسسې باید خپله سروې وکړي او په خپلو لاسونو یې خلکو ته ورکړي، طالبانو او ملکانو د خلکو په نوم په راغلیو کومکونو ماڼۍ جوړې کړې، خو د غریبانو خېټه یې پرې مړه نه کړه.))

د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ پر نړیوالو او کورنیو مرستندویانو غږ کوي، چې د ستونزو د دایمي حل لپاره یې بنسټیز ګامونه واخلي.

د ننګرهارد کامې ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد هم، چې وروستیو سېلابونو یې کور نړولی او کرنیز فصلونه یې ور خراب کړي، د مرستو له نه ور رسیدو شکایت لري.

نوموړي ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: (( سیلابونو راته کور وران کړ، کوټې یې خرابې کړې، فصلونه یې رانه یوړل، لکونه افغانۍ تاواني شوم، یوې موسسې راته یو ځل د خوراکي شیانو لږ کومک وکړ، په دې کومکونو زمونږ مشکلات نه حلېږي، موسسې دې مونږ سره ته کورونه جوړ کړي، مونږ یې وس نه لرو.))

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د وروستیو سیلابونو او سختو ورښتونو له امله تر دیرشو ډېر کسان مړه او ژوبل شوي وو. ددې تر څنګ، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ او حاصلات یې له منځه تللي دي.

د یوه برخه ولسي خلکو ترڅنګ، د طالبانو مخالفان هم د دوی رژیم او چارواکي له زیانمنو او اړمنو خلکو سره د نړیوالو مرستو په حیف و میل تورنوي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

پر ننګرهار سربېره، د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې بېلابېلو طبیعي پېښو له تېرو دوو کلونو راهیسې ډېر خلک زیانمن کړي، خو طالبانو په لږو سیمو کې زیانمنو خلکو سره د مرستې خبر ورکړی.

د طبیعي پېښو له زیانمنو پرته، نور خلک هم د طالبانو واکمن رژيم تورنوي، چې افغانستان سره بشري مرستې حیف و میل کوي او په وېش کې یې خپلو جنګیالیو او پلویانو ته لومړیتوب ورکوي.

یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم ورته نیوکې کړي او ټینګار یې کړی، چې نړیوال دې په افغانستان کې د مرستو د وېش بهیر په سمه توګه وڅاري، څو طالبان ترې د ځان لپاره ګټه وانخلي.

ورته لیکنې

Back to top button