زابل کې د طالبانو له کړنو د خلکو شکایت

زابل کې طالبان د پخواني حکومت د وژل شویو سرتېرو کورنۍ یوځل بیا په دې نوم له خپلو کورونو باسي چې ګواکې په غصب شویو ځمکو کې یې کورونه جوړ کړي دی.
زابل له هغو ولایتونو دی چي د نورو سیمو په پرتله پکې طالبان ډیر سخت دریځي دي او پر خلکو یې بندیزونه زیات کړي دي.
په دغه ولایت کي څه موده مخکي هم طالبانو د تېر حکومت د وژل شويو سرتېرو او منسوبینو کورنۍ په یوه او بله پلمه په زوره کډه کولو ته اړاېستې او یو ځل بیا يې د غصب په نوم دغه لړۍ پیل کړې ده او تر ډېره یې د تېر حکومت د سرتېرو کورنۍ په جبري توګه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د پخواني حکومت پر مهال د وژل شویو سرتېرو او ځواکونو کورنۍ طالبان له خپلو کورونو او جایدادونو نه په زور زیاتي باسي.
طالبانو دغه کار ته د غصب نوم ورکړی دی او د کلات ښاروال مولوي لطف الله لطفي د پخوانيو سرتیرو سر سخت مخالف دي.
د پخوانیو سرتېرو د کورنيو له ډلې د یوه پخواني وژل شوي سرتېري مېرمن بي بي حلیمې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو ګواښ ورته کړی چې کور پریږدي او د دوی په واک کې یې ورکړي. بی بی حلیمه وايي چي د خپل کور حقوقي او شریعي اسناد په واک کي لري خو څوک یې غږ نه اوري.
بي بي حلیمه وایې:« ظالم طالبان مې له خپل جایداده په زور باسي او موږ د خپل سرای شرعي قباله هم لرو چې ۶۰ کاله وړاندې جوړه شوي ده، خو اوس مو د غصب په نوم له کوره باسي او کورمو رانړوي حال دا چې د ماښام یوه ګوله ډوډۍ هم په کور کې نلرو.»
د محمد نور په نوم یو بل کس چې ورور یې پخوا سرتیری و او له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی وویل، چې طالبان دوی ته هم خبر ورکړي څو کور پریږدي او حتی د توکو د انتقال اجازه یې هم نه ده ورکړې ځکه ورته ویل شوي چې دا توکي تاسې د افغانستان د خلکو په پیسو پېرلي دي.
محمد نور زیاتوي: «دا درېیم ځل دی چې طالبان مې کورته راځي او راته وایي چې کور خالي کړئ، کنه د کور په منځ کې به ناست یاست او سرای به درباندي ونړوو او طالبانو موږ ته دا هم ویلي چې د کور هېڅ سامان به مو نه وړئ، ځکه دغه وسایل تاسو د افغانستان د خلکو په پیسو پېرلي دي»
د رضا محمد نوم یو بل کس بیا وویل چې د کلات ښار اوسنی ښاروال مولوي لطف الله لطفي د پخواني حکومت د سرتیرو سخت مخالف دي چې په یوه او بله پلمه ورته ستونزې جوړوي او غواړي په دې سره د پخواني حکومت د سرتیرو کورنۍ وځوروي او وکړوي.
د رضا محمد په وینا: «د کلات اوسنی ښاروال د تیر حکومت د سرتیرو سره سخته دښمني لري او نه پریږدي چې د پخواني حکومت د سرتیرو کورنۍ په ارامه ژوند وکړي او اوس یې د غصب په نوم له کورونو هم باسې چې ټول د خپلو ځمکو او سرایونو قبالې لري خو دی د خپلې دوښمنۍ، شهرت او پر نورو چارواکو د ځان ګرانولو په خاطر دا ډول کارونه کوي.»
تر دې وړاندې هم کلات کې ښاروالۍ د هزاري او حویلۍ په نوم کلیو ته چې د پخواني حکومت د سرتیرو کورنۍ پکې اوسیدې خبر ورکړی و چې له کورونو ووځي.
له هغې وروسته ،چې د پخواني حکومت د سرتیرو کورنیو دغه کلي او سرایونه پریښودل طالبانو پکې د خپل حکومت کسان ځای پر ځای کړل.