د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
هرات کې مې څو ورځې تېرې شوې نه وې، چې د عزیزي بانک خواته لاړم. د عزیزي بانک څانګه د بهزاد واټ سره ده. غواړم یو څه پیسې چې بانک لرم، راویباسم. دا څانګه د پیسو د وېش او نورې څانګې چې د ملک دروازې خواته موقعیت لري، د بانکي کارت د وېش، د پیسو لېږد، د برېښنا د بل برق … نورې چارې پر مخ بیايي. د سهار اته بجې دي او لمر هم سوزنده. د هغه سړک پر لور وخوځېدم، چې د عزیزي بانک مرکزي څانګه ده. د سنبلې میاشتې شلمه او د یکشنبې ورځ ده. یوازې نه یم، دوه نور ملګري هم راسره دي. دا دوه ملګري په عزیزي بانک کوم بانکي حساب نه لري. د عزیزي بانک څانګې ته رسېږو. کومه ودانۍ کې چې د عزیزي بانک څانګه ده، ځانګړې ده. د خلکو لویه لیکه د بانک د دروازې خواته ولاړه ده. لیکې دومره اوږدې دي، چې ګومان مې کاوه په میاشتو کې به هم خپلې پیسې ترلاسه نه کړم. لیکې ته په نږدې کېدو سره له ډار او ګڼې ګوڼې بل څه نه تر سترګو کېږي. یو څوک راته وايي، چې د لیکې اخر ته لاړ شم؛ ځکه ناوخته راغلی یم. وضعیت مې وڅاره او ناوړه راته وبرېښېد. حوصله مې تنګه شوه او له لیکې راووتم او خپلو ملګرو سره چې زما په تمه ناست و ورغلم او وضعیت مې ورته ووایه. ملګرو راته وویل، چې بېرته لیکې ته لاړ شم؛ ځکه کوم بل کار نه لرم، اړ شوم ومې منله.
یو ملګری مې ښه چالاکه او چابک دی. د دې لپاره چې زه ستړی نه شم، ویې غوښتل ما تر لیکې بدرقه کړي او د لیکې ترڅنګ له ماسره پاتې شي. ځه دا وړانديز نه منم او یوازې ځم او د لیکې په پای کې درېږم. د هرې دقیقې په تېرېدو سره نه یوازې دا چې لیکه کوچنۍ کېږي، بلکې لا پسې اوږدېږي. زه یوازینې کس نه یم چې د لیکې وروستۍ کې ولاړ یم. له ما وروسته هم ډله ډله خلک راروان دي او لیکه کې درېږي. داسې کوم څه هم د بانک د باندې نه شته، چې سیوری ولري. د هرې شیبې په تېرېدو د لمر وړانګې سوزنده کېږي. یوازې څو ونې د عمومي سړک او بانک ترمنځ واټن ویاله کې ولاړې دي. بیا هم هر څوک هڅه کوي، چې د دې ونو نیمه سیوري ته ځانونه ورسوي. داسې کسان هم شته، چې پر سړک یې تر سره لمر لاندې پلتۍ وهلي. یو شمېر نورو بیا د عمومي سړک ترڅنګ لیکه جوړه کړې او په خپلو لاسونو یې پر سر سیوری کړی. څوک د جمهوریت له پرځېدو خوښ دي او ځينې نور بیا خوښ نه دي. څوک له فزیکي امنیته خوښ دي او ځينې بیا د ډوډۍ له نه شتونه سر ټکوي. ځینې نور بیا وایي، چې د جمهوریت له سقوط وروسته داسې کورنۍ هم شته، چې خپلو دیګونه کې یې څه پاخه کړي نه دي. په ځير ګورم، چې ډېر لږ کسان له ډېرو ستونزو سره بانک ته د ننوتو اجازه ترلاسه کوي. داسې ښکارېده، چې کوم مسوول نه وي. له ابلې غاړې د ښځو لویه لیکه هم ولاړه ده. د ښځو لیکه د سړیو په پرتله لنډه او له یو څه نظمه برخمنه برېښي. د ښځو حجاب د جمهوریت د وخت حجاب دی او ما کوم بدلون په کې لیدلی نه دی. ومې لیدل، چې د سړیو په پرتله ښځو ته ډېر اسانتیاوې شته دي. ښځې ډله ډله بانک ته ننوځي او که سړیو ته بانک ته د ننوتو اجازه ورکړل شي، یوازې یو یو به ننوځي، هغه هم له ډېرو ستونزو سره. دوه طالب سرتېري د پېرېدونکو د لیکو د منظمولو مسوولیت لري. د بانک سرتېري د پېرېدونکو د بدني تلاشۍ مسوولیت لري. طالب ځواکونه غواړي، چې ښځې دې په لیکو کې ولاړې نه وي او هڅه کوي، چې بانک ته د ښځو د ننوتو لار پېدا کړي. البته دا کوم حق او امتیاز نه دی، چې طالبان یې ښځو ته ورکوي؛ بلکې اندېښنه یې دا ده، چې له بانکه بهر د سړیو له سترګو پناه وي. یو طالب سرتېری چې څه ناروغه برېښي، هڅه کوي د سړیو لیکه سمه کړي. برقي ډنډه لري او هر هغه څوک چې لیکه خرابوي، پر ډنډې یې وهي. څوک چې ستونزه لري، کله د مجاهدصاحب، کله د طالب صاحب او کله هم د ملاصاحب په نوم نارې وروهي. هغه نه پوهېږي، چې له دې ډېر شمېر خلکو سره څه وکړي، چې کومه ګډوډي رامنځته نه شي. د بانک دروازه په ځانګړې توګه د سړیو پرمخ تړل شوې؛ خو دننه د پیسو د وېش لړۍ په کراره مخته ځي. کله چې دراوزه پرانېستل کېږي، ټول هیلهمن شي او کله چې بېرته دروازه تړل کېږي، ټولو سرونه ځوړند او ناهیلي شي. هرڅومره چې انتظار اوږد شي، په هماغه اندازه لیکه ګډوډېږي او هر څوک هڅه کوي، ځان سیوري ته ورسوي. دا لویه لیکه یوازې د هرات اوسېدونکو نه ده؛ د غور، بادغیس … او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم ولاړ دي. یو یې زه یم، چې سرپله هرات ته راغلی یم، ترڅو خپلې پیسې له بانکه وباسم. د لمر سوزنده وړانګو ستړی کړم او داسې ځای هم نه شته چې کېنم او لږه ارامه ساه واخلم. خولې رانه توېږي او یو دسمال ته چې پر سر سیوری جوړ کړم او خولې پرې پاکې کړم، اړتیا ورته لرم. سترګې مې د لمر وړانګو پر وړاندې کار نه کوي او ښه خبره دا ده، چې عینکې لرم. داسې ستړی ستومانه یم، چې ګومان کوم، چې د کوم غره تر ډبرو لاندې شوې یم. کله کله له لیکې بهر کېږم او یو ګوښه ځای کې کینم او سګرټ وهم. ساعت یوه بجه ده. وروسته لیکه وړوکې کېږي او د چارو چټکتیا ترسترګو کېږي. له بده مرغه چاته بانک ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د پیسو له وېشه هم کوم خبر نشته. د بانک یو مامور د پېرېدونکو یو جدول جوړوي، ترڅو سبا راشي او خپلې پیسې واخلي. دلته ډېر ناهیلی کېږم. ډېر کسان چې د لمر له راختو وړاندې راغلي او اوس دا دی تر مازیګره په لیکه کې ولاړ دي، بانک ته د ننوتو اجازه نه لري او باید نوم یې په جدول کې ولیکل شي او بله ورځ دې بانک ته راشي. د بانک مامور زما نوم لیکي او د دې لپاره چې له نورو نومونو فرق وشي او وکولای شي، پېرېدونکي وپېژني او په نوبت سره بانک ته راشي، د تیلفون وروستۍ دوه شمېرې هم لیکي. د هر چا نوم چې لیکي، رخصتوي یې او وايي، چې سبا له اته بجو وروسته دې بانک ته راشي.
بله ورځ (دوشبنه، د سنبلې ۲۱) سهار وختي د بانک پر لور ځم. خوښ یم او ګومان کوم، چې شاید لومړی کس زه اوسم. خو هلته د رسېدو سره سم اوږده لیکه جوړه شوې وه. ډېری کسان نیمه شپه راغلي و او د بانک دروازې خواته ویده شوي و. سهار وختي ده او سړک تش تور ښکاري، خو شیبه په شیبه د موټرو غږونه زیاتېږي. خلک چوب دي او د ټولو سترګې د ساعت ستنو ته اوښتې دي. پر پښو ناست یم او سر مې د زنګنونو ترمنځ ایښی دی او خوب مې وړي. ډېره شیبه نه تېرېږي، چې د دوو کسانو ترمنځ غالمغال کېږي او له خوبه راپاڅېږم. یو خوا له عمره پوخ او بل خوا لږ کشری دی. دواړه خپل منځ کې جنجال لري. د خلکو منځګړیتوب پایله نه ورکوي. له عمره پوخ سړی بانک کې کار نه لري او له بل ځایه راغلی دی او د دا بل سړي ګریوان کې یې لاس اچولی. اصلي خبره دا ده، چې دواړه شپه یوه هوټل کې کړې او بیل اتاقونه یې لرل. دواړه یو بل سم نه پېژني. دا یو سړی چې غواړي له بانکه پیسې وباسي، له لمرخاته وړاندې له هوټله وځي او د بانک پر لور راځي. له عمره پوخ سړی چې له خوبه راپاڅېږي، ګوري چې بوټونه یې بدل شوي دي. نوموړی د هوټل مالک ته ورځي او وايي، چې بوټونه یې بدل شوي او چا له ځان سره وړي دي. د هوټل مالک ورته وايي، چې یو څوک له لمر خاته وړاندې له هوټله ووت او عزیزي بانک ته لاړ. هغه هم د بانک پر لور راغی. دا له عمره پوخ سړی داسې ښه ذهن لاره، چې د ډېر شمېر کسانو تر منځ یې هغه څوک پېدا کړ، چې بوټونه یې ورسره بدل شوي و. د نوموړي بوټونه نوي او د دا بل بیا زاړه و او جنجال هم پر دې و. جنجال پای ته رسېږي او نوموړی خپل بوټونه بېرته اخلي. ځينې کسان له عمره پوخ سړی پړ ګڼي او دا کار یې وغانده. له عمره پوخ سړی په قارېږي او وايي: افغانستان له دغو غلطو قضاوتونو سره تباه شو. نوموړی خپل بوټونه اخلي او ځي او بېرته کراره کراري کېږي. د بانک چارې د سهار له اتو بجو وروسته پیلېږي. د پېرېدونکو لیکه د تېرې ورځې په پرتله اوږده ښکاري. د بانک مامور د هغه چا نومونه چې تېره ورځ یې یادښت کړي و، بل ځای راغواړي او هر څوک باید د خپل ټيلفون دوه ورستۍ شمېرې وواي، ترڅو ډاډمن شي. کومې پاڼې چې د بانک له لوري د نظم د رامنځته کولو په موخه چاپ شوي، د یو طالب سرتېري په لاس کې دي. هر څوک چې بانک ته ننوځي، طالب سرتېری یوه پاڼه ورکوي. ډېر شمېر پېرېدونکي چې تېره ورځ يې نوملیکنه کړې وه، بانک ته ننوتل. دننه بانک کې چارې یو څه ښې وې. (ATM) ماشین بند دی، که دا سیستم خلاص وای، کېدای شوای، له دومره ګڼې ګوڼې سره مخ نه واي. څوک چې بانک ته ننوځي، ژر کولای شي، خپلې پیسې راواخلي. د طالبانو له لوري د خپور شوي مکتوب له مخې هر پېرېدونکی اوونۍ کې یوازې شل زره افغانۍ له خپل بانکي حسابه ویستی شي؛ خو د بانک کارکوونکي دې مکتوب ته پام نه کوي او هر چا ته لس زره افغانۍ ورکوي. زما استدلال او بیا بیا ویلو پایله ورنه کړه او یوازې لس زره افغانۍ راکوي. د بانک چارواکي د پیسو نشتوالی بهانه کاوه او هڅه یې کوله خپله بهانه ثابته او د پېرېدونکي رضایت ترلاسه کړي. پېرېدونکو ته د پیسو د وېش لړۍ د غرمۍ تر ۱۲ بجو دوام لري او وروسته د پیسو د نشتون له کبله ځنډېږي.
بله اوونۍ (د شنبې پر ورځ د سنبلې پر ۲۶) بیا بانک ته ځم. دا ځل هم هماغه تېره کیسه روانه ده. له لمرخاته وړاندې تر مازیګره لیکه کې درېږم، ترڅو وکولای شم، خپل نوم په لیست کې ولیکم. دې ورځ کې د پېرېدونکو لیکه د پخوا په څېر لا اوږده ښکارېده او ان د ویالې او د خلکو د کورونو ترڅنګ خلکو لېکې جوړې کړې وې. د سړک ابله غاړه کم شمېر کسان ناست وو. ښکارېدل چې د بانک د پېرېدونکو د لیکو ننداره یې کوله. یو له هغو خپل ټيلفون راخلي او داسې ښکارېده، چې ویډیو اخلي. کله چې د طالب سرتېري پام کېږي په بېړه د هغه پر لور ورځي او موبایل ترې اخلي. طالب سرتېره چې برقي ډنډه لري، کله یې پر نس او کله یې پر شا فشار ورکوي او هغه د خپلې پر بې ګناهې چیغې وهي. طالب سرتېری د برقي ډنډې په زور د هغه د موبایل کوډ خلاصوي او کوم انځور یې چې اخیستی دی، پاکوي. په لیکه کې ټول کسان دا ننداره ګوري؛ خو څوک سوڼ نه شي کولای. دا او دې ته ورته له نورو بېلګو ښکاري، چې طالبان له ویډیو اخیستلو ډېر ډارېږي. طالبان ډارېږي، چې دا ویډیوې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې نه شي او خلک د ټولو ستونزو پړه پر طالبانو وانه چوي. مازیګر مهال خپل نوم د سبا د نوبت په لیست کې لیکم او بانک مامور وايي، چې سبا له اتو بجو وروسته باید بانک ته راشئ. پر سبا بانک ته ځم او دا ځل دومره ګڼه ګوڼه وه، چې هغو کسانو ته چې تېره ورځ یې نوبت نیولی و او نومونه یې ثبت کړي و، ځای نه و. د یوې پلې لارې ترڅنګ چې بانک پورې تړلې راټولېږو. د بانک مامور پر لوړ ځای درېږي او طالب سرتېری ټولو ته د کیناستلو وايي. په ستونزه کیناستو. داسې مې احساسوله چې وینه مې په رګونو کې وچه شوي وي. پښې له سېکه وځي. د هغو کسانو نومونه چې جدول کې دي، ډېر زیات دي. له یو ساعت زیات داسې ناست و، تر هغه چې مامور مې نوم واخیست او بانک ته دننه شوم. بانک ته د دننه کېدو سره سم، د پیسو د وېش ځای مې په چټکۍ وموند. ټول شکایت لري او وايي، چې اوونۍ کې باید ۲۰ زره افغانۍ ورکړي، دوي ۱۰ زره افغانۍ ورکوي. وړاندې له دې چې له خپل بانکي حسابه پیسې واخلم ومې غوښتل د بانک له مدیر سره وغږېږم او خپله ستونزه له هغه سره شریکه کړم. د بانک د مدیر دفتر ته غواړم ننوځم، چې یوه نجلۍ د مدیر د دفتر له ملازمې سره په خبرو بوخته ده او کله کله سختې خبرې کوي. نجلۍ غواړي مدیر ته ورشي او ملازمه د تګ اجازه نه ورکوي. ملازمه خپل عذر وړاندې کوي او وايي: طالبان اجازه نه ورکوي، چې د بانک مدیر په یوازې توګه له ښځو سره وګوري، ان په رسمي چارو کې. نجلۍ بیا هم دا نه مني او له ډېرو هڅو توانېږي د مدیر دفتر ته لاړه شي. خپله ستونزه د بانک له مدیر سره شریکوي او داسې ګومان مې وکړ، چې د ستونزې د هواري لپاره یې کومه لار پېدا شوه. د بانک مدیر ارامه او لږې خبرې کوي، په داسې حال کې چې پېرېدونکي احساساتي دي، نوموړی ارامه او کراره برېښي. یوه بله مېرمن چې له عمر یې هم زیات ښکاري، په اوښلنو سترګو د بانک د مدیر دفتر ته راننوځي او پر ځمکه کیني. لس زره افغانۍ یې له حسابه ویستي دي او غواړي پاتې پیسې هم وباسي. د بانک مدیر د دې مېرمنې غوښتنه نه مني او پر لړزانده ګامونه له بانکه ناهیلې وځي. ما مې خپله ستونزه د بانک له مدیر سره شریکه کړه او ورته ویل مې، چې د افغانستان له شماله راغلی یم او غواړم خپلې پیسې له بانکه وباسم؛ تاسې د دې لپاره، چې د اوونۍ ۲۰ زره افغانۍ ورکړئ، ۱۰ زره افغانۍ ورکوئ. له بده مرغه د پېرېدونکو د ستونزو په تړاو د مدیر غوږونه کاڼه شوي و. د پیسو د وېش یوې غرفې ته ورځم او ۱۰ زره افغانۍ راوباسم. څوک چې په اوونۍ کې پیسې اخلي باید بله اوونۍ بیا بانک ته راشي. یوه اوونۍ کې یوازې یو ځل پېرېدونکو ته بانک ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي. ان داسې کسان و، چې له ۲۰ زرو زیاتې افغانۍ یې له خپله بانکي حسابه ویستې. هغوي د بانک له مسوولانو سره شناخت لاره. داسې کسان و، چې له لیکه به وتل او د یو او بل په نوم به د نوبت له مراعاتولو پرته بانک ته ننوتل.
بله اوونۍ ( د شنبې پر ورځ د تلې پر لومړۍ) بیا بانک ته لاړم. د پېرېدونکو لیکې لا پراخې شوې وې. تر مازیګره کېنم او د بانک له ماموره دا ځل کوم خبر نشته، چې د پېرېدونکو نومونه ولیکي، ترڅو سبا بانک ته راشي. داسې ګنګوسې وې، چې نور د پېرېدونکو نومونه نه لیکي. دلیل یې هم ډېره ګڼه ګوڼه ښوول کېده. له ساعتونو وروسته د بانک مامور راځي او د پېرېدونکو نومونه لیکي. د بانک مامور د نوم لیکلو پر مهال راته ویل، چې باید راتلونکې اوونې یا د تلې پر نهمه بانک ته مراجعه وکړم. دا یو بد خبر و او داسې ښکارېده، چې د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او بانک هم د پیسو وېشلی نه شي. دا اوونۍ تېرېږي او بله اوونۍ د شنبې پر ورځ د سهار پر ۹ بجو بانک ته ځم؛ خو د جدول د ویلو کوم خبر نه شته. ځینو کسانو چې تېره اوونۍ یې خپل نومونه ثبت کړي و د بانک له ساتونکو په کنځلو او ناویلو شروع کوي. طالبان د دې لپاره چې دواړه خواوې مهار کړي، مداخله کوي. یو طالب چې قوي برېښي او لږې خبرې کوي او لږ اوري د دواړو خواو منځ ته راځي. دوو نورو طالب سرتېرو ته امر کوي، چې د قهرجنو پېرېدونکو لیکې متفرقې کړي. دې طالب پېروېدونکي په بې رحمې د بانک له دروازې شړي او وايي: «دلته سیاهسرې دي، شرمېږی نه چې دلته ولاړ یاست؟» طالبان له دې ډارېږي، چې هسې نه سړي د ښځو په لیدو جنسي تحریک شي. کوم ځاي د پټ پاتې کېدا لپاره شتون نه لري؛ ښځې او سړي د باندې دوو لیکو کې ولاړ دي. دا چې سړی د ښځې پر لور ونه ګوري او ښځه د سړي پر لور ممکنه نه ده؛ مګر دا چې بیل سالونونه ورته ځانګړي شي. بانک کې د نوبت نیونې بڼه بدله شوې او موږ چې د بانک د مامور د خبرو پر بنسټ بانک ته مراجعه کړې نه ده، همداسې بې خبره پاتې یو. دا ځل یوازې د پېرېدونکو د تیلفون شمېرې ثبتوي او د بانک له لوري پیغام وراستوي او بانک ته د ورتګ ورځ ټاکي. که په ځانګړې ورځ څوک بانک ته لاړل نه، بانک ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. موږ هم اړ شو، نوی نظم ومنو او یوه اوونۍ انتظار له خاورو سره خاورې شو. د بانک مامور د تیلفون شمېره ثبتوي او وايي، چې پیغام ته په تمه شي. نږدې یوه نیمه اوونۍ د تیلفون پیغام خونه څارم، چې له بده مرغه کوم څه ترلاسه نه شول. د بانک د دروازې پر خوا څو د ټيلفون شمېرې لیکل شوې وې او ما له ځان سره یادښت کړې وې. څو وارې مې اړېکه ونیوله؛ خو چا ځواب نه ورکاوه. د دوشنبې پر ورځ د تلې پر ۱۸ توانېږم د بانک له یو مسوول سره اړیکه ونیسم او خپله ستونزه ورته وایم. څوک چې تیلفون کې خبرې کوي وايي: دا ځل بیا بانک ته د ننوتو بڼه بدله شوې او اوس د پیغام استولو پر ځای د ننوتو ټکټ ورکول کېږي.
د سه شنبې پر ورځ د تلې پر ۱۹ له لمر خاته وړاندې بانک ته ځم. اوږده لیکه جوړه شوې او هره شیبه لیکه اوږدېږي. د دې ګڼې ګوڼې پر لیدو مې د تېرو ورځو بېروبار له یاده وځي. یو خوا هغه کسان دي، چې تېره ورځ یې د ننوتو ټکټ اخیستی و او بل خوا هغه کسان دي، چې ټکټ اخلي. منی دی او هوا یو څه سړه شوې ده. ځينو کسانو کمپلې اغوستې او د بانک د دروازې خواته ویده دي او ځيني نور چې د اوړي جامې پر تن دي لړزېږي. د سهار اته بجې د بانک کارونه پیلېږي. ښځې لږې ښکاري او په اسانۍ کولای شي، بانک ته ننوځي. کومو کسانو چې تېره ورځ يې د ننوتو ټکټ اخیستی یو په بل پسې بانک ته ننوځي. کومو کسان چې نن راغلي د سبا لپاره بانک د ننوتو ټکټ ورکول کېږي. ټکټ کې بانک ته د ننوتو او نوبت هم لیکل شوی. پر سبا یې سهار بانک ته ځم. له ما وړاندې ډېر خلک راغلي او رسمیات پیلېږي. د بانک دروازه کې مامور د پېرېدونکي ټکټ اخلي او د نوبت پاڼه ورکوي. بل کس بدني تلاشي کوي. درې طالب ځواکونه د بانک بهر امنیت څاري. خلک زیات دي او بانک کې دننه د ځای نه شته. د کیناستلو لپاره ځای او د وتلو لپاره لار نه شته. د پيسو د وېش لړۍ چټکه ده. د بانک مسوولان د پیسو له نه شتونه او د بانک پېرېدونکي د زړو پیسو سر ټکوي. له بده مرغه دا ځل د ۱۰۰۰ ګون او ۵۰۰ ګون نه شته او ۵۰ ګونان ویشل کېږي. پیسې زړه دي. د پیسو اخیستونکی اړ دی، چې پیسې سمې وشمېري. هر څوک یو خوا کیني او ساعتونه د پیسو پر شمېرلو تېروي. ډېرې زړې پیسې بیلوي او د ویش غرفې ته ورکوي او غرفه يې هم په ډېرې سختۍ نورې پیسې ورکوي. بانک ګڼه ګوڼه زیاته ده؛ ځکه هر څوک چې خپلې پیسې رااخلي، ساعتونه هلته کیني او شمېري. دا ځل وتوانېدم، ۱۴۰۰۰ افغانۍ له خپل بانکي حسابه وباسم. ټولې ۵۰ ګونان دي او له شمېرلو وروسته له بانکه ووتم.
هره اوونۍ به بانک ته د پېرېدونکو د ننوتو بڼه بدلېده. دا د دې لامل کېده، کومو کسانو چې پر پخوانۍ بڼې پيسې اخیستې له نوې بڼې به یې ناخبره وو. خصوصي بانک به پړه پر دولتي بانک(د افغانستان بانک) اچوله او د پیسو له نه شتونه یې سر ټکاوه. له یوې نیمې میاشتې ډېر هرات کې پاتې شوم او عزیزي بانک ته تګ مې اصلي ماموریت ګرځېدلی و.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰