له ولسي پاڅون وروسته د خلکو اسارت؛ طالبانو د شینوارو د یوه کلي خلک کلابند کړي

٨صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ د شډل بازار سیمې خلک او کروندګر د دوی خلاف له ولسي پاڅون وروسته کلابند کړي او د کوکنارو د له منځه وړلو ترڅنګ یې، دوی ته د خپلو ورځینیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سیمې د وتو اجازه نه ورکوي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ٨ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو دا کلابند د وري له ۲۱ مې پیل کړی.
سرچینه دغه راز وایي، طالبان له نورو سیمو څخه هم دغې سیمې ته د ورتلونکو خلکو پرمخ د تګ راتګ لارې تړلي او اجازه نه ورکوي، چې د شډل سیمې خلکو سره د مرستو په موخه دغې سیمې ته ورشي.
سرچینه زیاتوي، چې طالبان په دې ډول غواړي هم کرل شوي کوکنار په اسانه له منځه یوسي او هم له دوی څخه د ولسي پاڅونوالو د مرګ ژوبلې د غچ اخیستو مخنیوی وکړي.
په سیمه کې باوري سرچینو ۸ صبح ته وویل:« دا محاصره خو له څو ورځو راهیسې روانه ده. طالبان راغلل، چې حاصل ته رسیدلي کوکنار واړوي. خلکو يې مخالفت وکړ، په لومړۍ ورځ جګړه هم وشوه. اوس طالبانو کلیوال محاصره کړي دي، هم کوکنار اړوي او هم د ولسي پاڅونوالو په لټه دي.»
په ننګرهار کې د طالبانو ځایي واکمنانو په سپین غر ولسوالۍ کې د خلکو د کلا بندولو په اړه څه نه دي ویلي.
د تېرې دوشنبې په ورځ ( د وري ۲۱مه) د طالبانو او ځایي کروندګرو ترمنځ وروسته له هغې نښته رامنځته شوه، چې ولسي خلکو د طالبانو له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین سره مخالفت وکړ.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د دغې سیمې یو کروندګر چې د پخواني پوځ سرتېری و شهید شوی او پینځه کروندګر نور ژوبل شوي وو.
له تېرې سې شنبې ورځې راهېسې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یو شمېر ویډیوګانې څرګندوي، چې د سپین غر ولسوالۍ خلک په طالبانو پسې منډې وهي. دوی په داسې حال کې، چې د ډزو غږونه اوریدل کیږي، طالبان په لرګیو وهي او کاڼي پرې وروي.
په یوه بله ویډیو کې ښکاري، چې طالبان خپل موټر روښانه پریږدي او له سیمې د تېښتې په حال کې دي.
یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې تېره سې شنبه د (وري په ۲۲مه ) د ننګرهار لپاره د طالبانو والي مولوي محمد نعیم اخند د یو شمېر نورو طالب واکمنانو په ملتیا یادې سیمې ته ورغلی، چې له ځایي خلکو سره یې لفظي شخړه رامنځته شوې ده.
یوه بله سرچینه زیاتوي، چې ځایي خلکو د طالبانو له فشار سره- سره په لږ شمېر د دوی پلاوي سره خبرو ته کیناستل او هغه مهال یې غوسه وپاریده، چې د طالبانو د خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي نظامي ورته په سپکونکي لهجه خبرې وکړې.
ویل شوي، چې مولوي نظامي ځایي خلکو ته وویل:«احسان فراموشي مه کوئ، زموږ ځواکونو تاسې له مفسدینو، اشغالګرو او داعشیانو خلاص کړئ، اوس زموږ خلاف را پاڅیدلي یاست.»
ولسي سرچینې وایي، چې د شینوارو مشرانو طالبانو ته وویل، چې مخکې همدوی کوکنار کرلو ته هڅول، مالیه یې ترې اخیسته او د اپینو تجارت یې کاوه، خو نن یې دا حاصل او کاروبار حرام کړی.
خلکو دا هم ویلي، چې د طالبانوهیڅ احسانمند نه دي، ځکه وزګار کړي، وږي کړي او سوال ته کینولي یې دي.
د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي زیار محمود شینواري «مستعار نوم» ۸ صبح ته وویل:«همدا یې ښه وخت دی، چې پیل شوي پاڅون ته دوام ورکړو. طالبان ورځ تربلې ظالمان کیږي. په ملي اردو کې یې زموږ ډېر قومیان شهیدان کړل، د نجونو مکتبونه یې وتړل، اوس مو د خولې مړۍ اخلي، چې سبا به څه راسره وکړي.»
د شینوارو د یوې بلې ولسوالۍ یوه قومي مشر د نوم نه خپریدو په شرط ۸ صبح ته وویل، چې د شینوارو قوم مشران د طالبانو د وروستي چلند او دغه راز په جمهوري نظام کې د دوی د سرتېرو د وژلو او ورکولو له امله د طالبانو خلاف پر خپلو قومي پریکړو سلا مشورې سره کوي.
د شینوارو قوم د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې مېشت دی، چې د ډېرو مسایلو په اړه د قومي تړړو له مخې چلند کوي.
طالبانو تېر کال په هېواد کې د کوکنارو په ګډون د ټولو نیشه یي توکیو پر کرکیلې او کاروبار بندیز ولګاوه، خو لا د دغه بندیز په عملي کولو نه دي بریالي شوي.
یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې طالبان د دغه بندیز د عملي کولو په برخه کې دوه ګونی چلند کوي او د هغو کروندګرو کوکنار اړوي، چې مخکې یې خپل اپین پر طالب قومندانانو نه پلورل.
دوی دا هم وایي، چې طالبان له نړیوالو موسسو څخه کروندګرو ته ترلاسه کوونکی بدیل معیشیت، اصلاح شوی تخم، کیمیاوې سره او نورې مرستې پر دوی نه وېشي او نه پوهیږي، دغه حق یې څوک خوري؟
د نړیوالو ادارو د ارقامو لهمخې، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان تر نوي سلنې پورې خلک سخت فقر ځپلي، چې لویه برخه یې د کلیوالو سیمو اوسیدونکي او کروندګر دي.