د خلکو سیاسي بې تفاوتي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو نېږدې دوه کاله تېرېږي او په دې موده کې د ټولنیز نظام ریښې سستې شوې دي. خلک له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي، بې وزلي او بې روزګاري خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، ښځې د زده کړو او کار له حقه بې برخې دي، خلک په اجباري ډول کډوالۍ ته اړ کېږي، پخواني پوځيان هره ورځ وژل کېږي، سنګسارول، تر دېوال لاندې کول او هر ډول ظلمونه ترسره کېږي. په دې لړ کې هغه څه چې هره ورځ یې شاهدان یو، د دغو بدلونونو پر وړاندې د خلکو بې تفاوتي ده. خلک د خپلو ورځنیو چارو په لومه کې راګیر دي او ان پر دې یې سترګې پټې کړې دي چې د تر ټولو کوچنی ورځنی کار یې له هغو تګلارو اغېزمن دی چې واکمنان یې پلې کوي. خلک ګوري چې په دسترخوان کې ډوډۍ نه لري او لوڼې يې له زده کړو پاتې دي او ان د خپلې ږيرې د اندازې او د  جامو د غوره کولو حق نه لري. خو د دې وضعیت پر وړاندې د دریدو لپاره هېڅ ډول مانا داره غبرګون نه ښيي.

د خلکو خود جوشه غبرګون نن ورځ په ټولو هېوادونو کې یوه اغېزناکه وسیله ګڼل کېږي. کله چې د یوې ټولنې وګړي په ګډه اقدام وکړي او د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې په ګډه ودرېږي، هېڅ ځواک نه شي کولای چې د هغوی غږ غلی کړي او غوښتنې یې له پامه وغورځوي. د خلکو په منځ کې دا مشهور متل هم شته چې «د خلکو زور د خدای زور دی.» نو دې ټکي ته په پام سره، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې خلک پر ټولنیزې- سیاسي بې تفاوتۍ اخته شوي دي؟ ولې خلک په ټولنه کې د پېښو پر وړاندې غبرګون نه ښيي؟  څه شي ټولنې ته د تګلوري په ټاکلو کې د خلکو د بې حسۍ او د هغوی د انفعال لامل شوي دي؟

د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې ښځو په اعتراضونو لاس پورې کړ. دغه اعتراضونه په څو ولايتونو پورې محدود وو او د ښځو په پراخ ګډون سره ترسره شول. خو دغه اعتراضونه ټولو ځایونو ته  پراخه نه شول او د خلکو همکاري او پيوستون هغسې ورسره ملګری نه شو چې تمه یې کېده. له هغه وخت وروسته موږ شاهدان یو چې خلکو د طالبانو د بشري ضد تګلارو پر وړاندې هېڅ ډول اعتراض نه دی کړی. دوی نه د هغې ډوډۍ په تړاو چې له دسترخوانه یې اخیستل شوې او نه هم د خپلو ازادیو او حقونو په تړاو غبرګون ښودلی دی. دا ډول بې حسي او بې تفاوتي له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ نور د هغوی د وطنوالو مرګ د هغوی وینه په جوش کې نه راولي. د طالبانو له خوا د ښځو سنسګارل او په درو وهل ورته د زغم وړ دي او ښوونځي ته یې د لوڼو نه تلل عادي شوي دی. دا هر څه په داسې حال کې دي چې دا بې عدالتي د هغو کسانو له خوا کېږي چې څه باندې پينځه ويشت کاله یې له دوی نه د سوله ييز ژوند او د وطن ابادولو حق اخیستی دی.

بې تفاوتي د انتخاب پایله نه ده، په ځینو کې په خپله رامنځته شوې او په ځینو موردونو کې هم بیا داسې نه ده. څه هغه کسان چې په شعوري توګه بې تفاوته دي او څه هغه کسان چې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې په غیر شعوري توګه بې تفاوته دي، دواړه ډلې له هغو عواملو اغېزمن دي، چې په اوسني وضعیت یا د ژوند په  تجربې پورې یې اړوند دي. د ټولنپوهنې له نظره په ټولنه کې د ټولنیز تړاو په کمښت سره د خلکو تر منځ د پیوستون احساس کمېږي، خلک خپل ځان د یوه کل جز نه ګڼي او په پایله کې یې د شاوخوا پیښو پر وړاندې بې پروا کېږي. دغه راز بې وزلي، کلتوري فضا او سیاسي کلتور، د سیاست او فردي او ټولنیزې نیکمرغۍ تر منځ د تړاو نشتوالی، ټولنیزه نهیلي او ګونګتیا، د خلکو د ژوند تجربه، معرفتي نظام او د حاکم نظام تقدیر پالنه او د بې تفاوتۍ سیاست هغه عوامل دي چې په فکري اندېښنو او علمي بوختیا د سیاست د بدلېدو مخه نیسي.

د افغانستان سیاسي کلتور

سیاسي کلتور د سیاست په اړه د خلکو د ذهني چلندونو ټولګه ده. د هرې ټولنې سیاسي کلتور د دودونو تاریخي مجموعه ده چې د سیاسي واک، سیاسي جوړښت، د دولت د بنسټ او هغو بهیرونو په اړه د هغوی پوهاوی ټاکي چې په سیاسي پریکړو اغیزه کوي. د ډیموکراسۍ له شل کلنې تجربې سره سره، د افغانستان سیاسي کلتور د بېلابېلو دلایلو له وجې کمزوری او خورا دودیز دی. د دې ټکي یادونه هم اړینه ده، چې په افغانستان کې موږ د ټولو خلکو او سیاسي واکمنانو تر منځ د یو شان سیاسي کلتور شاهدان نه وو/ نه یو. درېیو لویو قومي، ژبنيو او مذهبي توپیرونه د افغانستان ټولنیز سکښت ته بڼه ورکړې ده، چې هر یو یې خپلې ځانګړتیاوې لري.

په افغانستان کې هرې ډلې چې واک ترلاسه کړی هڅه یې کړی، د خپلې قبیلې کلتور ته ملي رنګ ورکړي. هغه کسان چې خپل سیاسي کلتور یې د ټولې ټولنې ښکاره کلتور ګڼلی او پر بنسټ یې عمل کړی دی. سیاسي کلتور، سیاسي لیدلوری او چلند د پاټریمونالیسټي واکمنو د غالب تاریخي او رواني دلیل پر بنسټ دی، چې په هغه کې حاکمیت د حاکم شخصي خاوره ده، د واکمنانو ګټې د ټولو خلکو ګټې دي. دغه راز په هغو کې د  واک مناسبات د واک د هرم د راس او قاعدې ترمنځ د یوې یو اړخیزې اړېکې په توګه ټینګ دي. په افغانستان کې دا ډول بحث تر ډېره له سیاسي پلارواکۍ، امریت، اطاعت او خالص تابعیت، له اسطورې او مذهب سره د سیاست له تړاو، د واک له قداست، نقد نه منلو او د مشارکت له حذف سره مل دی. دغه راز سیاسي کلتور په سیاست کې د خلکو د فعال مشارکت مخه نیولې ده.

طالبان د دغه ډول سیاسي چلند یوه ښکاره بیلګه ده. دا ډله چې قومي اصلیت لري او له یو ځانګړي سیاسي کلتور څخه را منځته شوې، حکومت خپل قومي او خدای ورکړی میراث ګڼي. هغوی د سیاست او حکومتولۍ په تړاو بدوي پوهه لري. په تر ټولو ښه حالت کې دا ډله افغانستان یوه پلارواکې کورنۍ فرض کوي، چې ځان د دې کورنۍ پلار او یا مشر ورور ګڼي او نور قومونه او ډلې کشران وروڼه ګڼي او په دې توګه هڅه کوي، چې د خلکو پر اوږو سپاره شي.

دا ډله د حکومت په اړه د خپل استبدادي چلند له امله د خلکو او د هغوی د وضعیت پر وړاندې بې تفاوته ده. دغه راز د طالبانو په رژیم کې بې تفاوتي ته د نظم په سترګه کتل کېږي. لکه څنګه چې هټلر خپل واک د هغو پرګنو پر بنسټ جوړ کړ، چې غیر سیاسي وې او له سیاسي مسایلو سره یې لېوالتیا نه لرله، طالبان هم د خپلو استبدادي او ظالمانه تګلارو پر وړاندې د خلکو د بې تفاوته کولو په هڅه کې دي، نو له همدې امله داسې ټولنه غواړي چې د خلکو سرونه په خپلو ګرېوانونو کې وي او په ټولنیزو او سیاسي چارو او اړیکو کار ونه لري، څو دوی په اسانۍ سره له کوم کورني ممانعت پرته خپل امارت جوړ کړي.

د ټولنې معرفتي نظام، تقدیر پالنه او د خلکو مسوولیت نه منل

په افغانستان کې د نورو لاملونو تر څنګ، د ټولنې معرفتي نظام خلک فعال نه بلکې غیر فعال کړي دي. د ډیری خلکو نړۍ لید پر‌ ډټرمنییزم ولاړ دی او تقدیرپالی لید لوری پکې د پاموړ دی. تقدیر پالوونکي تمایل د خلکو په منځ کې دا انګېرنه پیاوړې کړې ده، چې د خپل سیاسي چاپېریال پيښې د غیبي او متافیزیکي ځواک پایله وګڼي، داسې چې ګواکې هره پیښه له مخکې  ټاکل شوې او د خلکو فعالیت به په ټولنه کې د پام وړ بدلون لامل نشي. دا ډول لید لوری د دې لامل شوی چې خلک د ټولنیزو – سیاسي چارو پر وړاندې له خپلو مسؤلیتونو اوږه تشه کړي. دغه راز، تقدیرپالنه د دې لامل شوی چې خلک پر ځان د یوازیني آزادي بښوونکو ځواک په توګه باور له لاسه ورکړي. که څه هم دا چلند د پخوا په پرتله نن ورځ کم دی، خو اوس هم په بېلابېلو کچو کې شته.

له بلې خوا د طالبانو رژيم د ټولنې همدې ځانګړتيا ته ګوته نيولې ده او هر طبيعي او ځمکني ناورين  په يوه غیبي ځواک پورې تړلي. هغوی پخپله د خلکو لپاره کار نه کوي او په ټولنه کې بې وزلۍ او ناخوالې د خپلې بې عدالتۍ او پر هیواد د ولکې ټینګولو پایله نه بولي، بلکې له مخکې د ټاکلي برخلیک پایله یې ګڼي، لکه څنګه چې پر هیواد خپل واکمنېدل د خدای غوښتنه ګڼي او غواړي چې خلکو ته هم همدا روایت تلقین کړي. په همدې ډول خکو ته هم بلنه ورکوي چې لاسونه اوچت کړي او له بې وزلۍ اوناخوالو د خلاصون لپاره دعا وکړي او ګواکې دا چې هر ډول بدمرغي چې پر خلکو یې راوستې ده، واک ته د «طالبانو د امارت» د رسیدو بیه او د خدای غوښتنه ده  او د خلکو د ټولو ستونزو حل هم په یوه کونج کې په کېناستو د دعا په کولو کې دی.

یو بل لامل چې خلک یې پر خپل ځواک او کړنو بې باوره کړي، د هېواد تېر سیاسي وضعیت دی. د خلکو د ژوند تجربه ښیي، چې د دوی کړنې به په سیاست کې بدلون نه راولي. د بېلګې په توګه، په تېرو دوو لسیزو کې چې ټاکنې وشوې، درغلۍ او د بهرنیانو لاسوهنې د دې لامل شوې چې خلک پر سیاسي نظام او پرخپل سیاسي فعالیت بې باوره شي. دغه راز دغه بې باوري په خلکو کې دومره دود شوې چې هره پېښه د خپل عمل پایله نه بلکې د پردیو د لاسوهنو پایله ګڼي، داسې چې پر دې باور دي چې په سیاست کې چې هر څه پیښیږي، د بهرنیو ځواکونو لاس پکې دی. دغه راز د سیاستوالو استبداد، زورواکي، فساد او ناوړه ګټه اخیستنه د سیاسي نظام د رسوایۍ لامل شوې وه او په پایله کې یې خلکو د خپلې انفرادي/ټولنیزې نیکمرغۍ او سیاسي نظام تر منځ هېڅ اړیکه نه لیده/ نه ویني. نن سبا دغه ډول عقیده د دې لامل شوې چې خلک د ټولنې د چارو پر وړاندې له خپلو مسوولیتونو  وتښتي او د ظالم له واکمنۍ د ځان خلاصون لپاره هیڅ کار ونه کړي.

د خلکو د فعالیت اړتیا

سیاسي بې کفایتي که شعوري وي او که غیر شعوري د ظالمې واکمنۍ د پایښت لامل کیږي، داسې چې په پایله کې یې ظالم خپل ظلم ته له کوم خنډ پرته دوام ورکوي. دې چارې ته په پام سره، د طالبانو پر وړاندې د مخالفت ښکاره کول او په دې برخه کې فعالیت زموږ د نننۍ ټولنې یوه له بېړنیو اړتیاوو ده. دا نه اخلاقي ده او نه له بشري فطرت سره اړخ لګوي چې ټول پام مو په خوړلو او وېده کېدو کې وي او دا خبره عملي کړو چې «د هرچا درد په هغه پورې اړه لري.»  نن ورځ هغه څه چې د خلکو په ورځني چلند کې ورک دي هغه سیاسي فعالیت دی. په کوم حالت کې چې افغانستان دی، تر څو چې په خپله ولس له ژمني خوبه راوپورته نه شي او د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه و نه کړي، هیڅ ځواک به له دغه وضعیته د خلکو د ژغورلو توان ونه لري.

طالبان داسې ټولنه غواړي چې خلک یې د پسونو په څېر وي او د دوی د غیر انساني او وحشیانه کړنو پر وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښيي، له همدې امله دوی داسې فضا جوړه کړې چې د ولس له سیاسي انفعاله د خپلې واکمنۍ په ګټه کار واخلي. هغه څه چې نن ورځ  خلک پرې پوهېدو ته اړتیا لري، دا دي چې د بهرني ژغورونکي په تمه ونه اوسي، د چا خبره، «ژغورونکی په قبر کې پروت دی.» نو دا به غوره وي، چې خلک په خپل ځواک تکیه وکړي او د خپلو مټو پر زور او د خپل غږ پر ځواک باور وکړي، څو خپل حقونه او ازادي ترلاسه کړي. کنه نو بې وزلي، او ناخوالې، تبعیض، ظلم او محرومیت به په ټولنه کې ريښې وغځوي او خلک به هم ورسره عادت شي.

ورته لیکنې

Back to top button