د وینې لوبه؛ داعش نړۍ ته څنګه ګوري؟
علی سجاد مولایی

موندنې ښیي، چې د داعش ډلې په ځانګړې توګه د هغې خراسان څانګې په مشخصه خاورې او له هغې اخوا سیمو کې د خوځښتونو پلانونه جوړ کړي دي. د دغو موندنو پر بنسټ، داعش په درېیو ځايي، سیمه ییزو او نړیوالو کچو کې د داسي تاوتریخوالي په لټه کې ده چې د هغوی په وینا تر دې وړاندې یې ساری نه وي لیدل شوی. په همدې حال کې له ازبکستانه د داعش خراسان څانګې ته د جندالله ډلې د زیاتو غړیو ورګډېدل د دې لامل شوي چې دغه ډله منځنۍ اسیا ته ورنږدې شي. شنونکي پر دې باور دي چې داعش د ناڅاپه راڅرګندیدو پایله نه ده، بلکې له اوږدې مودې راهیسې سیاسي، ټولنیزې او ایډیالوژیکې زمینې لري. د دوی په وینا افراطي ډلې معمولاً تبلیغی یا تبلیغي- سیاسي دي، خو داعش ډله په درېیمې کټګورۍ او د هغو ډلو په منځ کې ده، چې په لومړیو دوو لارو یې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړې او جهاد پالنې او بې ساري تاوتریخوالي ته یې مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو کارپوهانو په اند د عراق او شام داعش د ستراتیژۍ او نړۍ لید له نظره د هغې له خراسان څانګې سره توپیر لري، ځکه چې د داعش خراسان څانګې یوازې چرېکې جګړې ته مخه کړې، په داسې حال کې چې د عراق او شام داعش ډله د خاورو د نیولو او په ځمکه کې د خلافت د بیرته ټينګولو په هڅه کې ده. خو داعش ډله څوک ده او نړۍ د داعش له نظره څه ډول ده؟
د داعش په نوم د ډلې د وژنو شمېرې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې ټکان ورکوونکې دي. د دغې ډلې خراسان څانګې په تېرو څو کلونو کې خونړي بریدونه کړي دي. د دغې ډلې ډيری بریدونه د طالبانو له واکمنېدو وروسته شوي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د ارزونې له مخې، داعش په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۵ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۸۱ کسان وژل شوی او ۵۲۷ نور ټپیان شوي دي. د دغو بریدونو ډېر قربانیان ملکیان او اکثره شیعه وګړي دي. دا بریدونه په ۲۰۲۲ کې دوه برابره شوي او په ملکي اهدافو د ۲۴ بریدونو په ګډون ۲۴ بریدونو ته رسیدلي دي، په دغه کال کې د داعش په بریدونو کې ټولټال ۴۳۲ کسان وژل شوي او ۷۴۷ نور ټپیان شوي دي. داعش ډله په روان کال کې هم ارامه نه ده ناسته، دغې ډلې تر اوسه په بېلابېلو ځایونو په ځانګړې توګه پر دیپلوماتیکو ځایونو شاوخوا شپږ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۴۹ کسان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه تر ډیره په ژمي کې شوي او کیدای شي د کال په پاتې موده کې یې شمیر زیات شي. په دې توګه داعش په تېرو دوه نیمو کلونو کې یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
دغو موردونو ته په کتو، داعش اوسمهال په نړۍ کې یو له خورا سختو مذهبي ډلو ګڼل کیږي. دغې ډلې په تېره یوه لسیزه کې ورانکاري او خونړي فعالیتونه ترسره کړي دي. داعش چې پلویان یې تر ډیره جهادي سلفيان دي، په ۲۰۱۳ کال کې د عراق او سوریې له پوځونو سره له سختو جګړو وروسته خپل فعالیتونه پراخ کړل او د دغو دواړو هېوادونو د خاورې ډېرې برخې یې ونیولې. دغه ډله د اسلامي بنسټپالنې د څلورمې څپې په نوم هم یادېږي او د دغې ډلې د پخوانیو څپو په پرتله ډېر تاوتریخجنه او سخت دریځه ده. دیني څیړونکي پر دې باور دي چې د داعش ډلې نړۍ لید د یو لړ آیتونو، احادیثو او ځانګړو جهادي رسالو پر بنسټ جوړ شوی او دا کار د دې لامل شوی چې داعش ډله په سیمه کې نور وحشتونه رامنځته کړي.
د بنسټپالو ډلو د ودې تاریخي شالید ته په کتو، ۱۹۷۰ لسیزه د سخت دریځه اسلام او بنسټپالو ډلو لپاره یوه برخلیک ټاکونکې لسیزه وه او په یو ډول د دې دورې بدلونونه د دې لامل شول چې ډیری بنسټپالې او افراطي ډلې میدان ته راووځي. د پان عربیزم او عرب ملتپالنې ماتې، د اسرائیلو پر ضد په شپږ ورځنۍ جګړه کې د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د عربو ماتې، د کمپ ډیویډ تړون، په مکې کې بلوا، په ایران کې اسلامي انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل ټول هغه عوامل وو، چې د القاعدې او طالبانو په څېر د اسلامي بنسټپالو ډلو په راڅرګندېدو کې يې د پاموړ رول درلود. په عراق باندې د امریکا د متحدو ایالتونو د برید او د عربو د پسرلي په نامه د تحولاتو په ګډون د تېرو دوو لسیزو بدلونونو د داعش ډلې راڅرګندېدو او جوړېدو ته زمینه برابره کړه او دغه ډله چې تر ورته نورو مخکنیو ډلو ډېر تاوتریخجن او افراطي چلند کوي، د دغو بدلونونو له ګېډې زېږېدلې ده.
نن ورځ اسلامي نړۍ د ډېرو افراطي ډلو د راڅرګندېدو شاهده ده، چې د اسلامي حکومت، خلافت او امارت د جوړولو فکر ورسره دی. هغه څه چې دا ټول افراطي بهیرونه سره نښلوي، د شریعت په تړاو د هغوی لید لوری دی او دا ټولې ډلې د اسلام تېر او لومړي وخت ستنېدل غواړي. له بلې خوا، دا ډلې د متنونو د هر ډول نوي تفسیر مخالفې دي او هغه ته «بدعت» وايي. د دغو بهیرونو یا ډلو تر ټولو وروستۍ برخه داعش یا هماغه د عراق او شام د اسلامي دولت ډله ده، چې په ډيره چټکه توګه په ډیره لنډه موده کې د عراق او شام (نننۍ سوریه) هیوادونو پر لویې برخې واکمنه شوه. دا ډله د اسلامي بهیرونو په منځ کې د وحشت، تاوتریخوالي، ظلم او بې رحمۍ له امله مشهوره ده. په هرصورت، پوښتنه دا ده چې داعش ډله څوک ده؟ د دې ډلې فکري بنسټونه کوم دي، چې نړۍ دومره له وینو او نفرتونو ډکه ویني؟
داعش او د خلافت مفکوره
د داعش ډله په اصل کې د القاعدې او جبهة النصره یوه جلا شوې څانګه ده، چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر قوماندې لاندې یې فعالیت کاوه. دا ډله په ۲۰۰۶ کال کې له القاعدې جلا شوه. د داعش پخوانی قوماندان ابو مصعب الزرقاوي د اسامه بن لادن زغم، مخالفت او ناغیړي له دغې ډلې د جلا کېدو لامل بللی و. د یوه عرب خبریال باری عطوان په وینا، د القاعدې له اډانې د دغې ډلې د جلا کېدو تر ټولو مهم عامل د ابو مصعب الزرقاوي تګلاره او سټراټېژي وه؛ ځکه چې هغه په کلکه د تاوتریخوالي او وحشت پلوی و، په داسې حال کې چې اسامه بن لادن او ایمن الظواهري د هغه له تګلارې سره په بشپړ ډول موافق نه وو. دې ډلې تر دې مخکې چې په ۲۰۱۳ کال کې پر ځان د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې نوم کېږدي، د جبهه التوحید او الجهاد، القاعده په بین النهرین کې او د عراق اسلامي خلافت په نومونو فعالیت کاوه. د دې ډلې پخواني مشر ابوبکر البغدادي د عراق د موصل ښار په «النوري» جومات کې د لومړي او وروستي ځل لپاره خطبه ورکړه او په عام محضر کې راڅرګند شو.
بالاخره د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په ۲۶مه امریکا د عراق په بریشنای کلي کې چې د ترکیې پولې ته څېرمه موقعیت لري، د البغدادي په وژلو بریالۍ شوه. ټرمپ د البغدادي د وژلو عملیات په ژوندۍ بڼه وکتل او د داعش د مشرد وژلو په پار یې د امریکايي ځواکونو ستاینه وکړه. بلخوا، د البغدادي له وژل کېدو یوازې پنځه ورځې وروسته، داعش ابو ابراهیم هاشمي القرشي د هغه ځای ناستی وټاکه. القرشي د ایزیدیانو پر ضد په جنایتونو کې لوی رول درلود. هغه چې د البغدادي د ځای ناستي په توګه معرفي شوی و، پخوا د داعش د عدلیې څانګې مسوول و. القرشي بالاخره د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۳ مه، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د برید په پایله کې ووژل شو. یوه میاشت وروسته داعش ابوالحسن هاشمي القرشي د دې ډلې مشر وټاکه. که څه هم په استانبول کې د ترکیې د حکومت لخوا د هغه د نیول کېدو خبرونه خپاره شول، خو جزیات یې خپاره نه شول. وروسته، د سوریې د آزاد پوځ له پخوانیو غړو سره تر نښتې وروسته، د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې په هغه هیواد کې ووژل شو. وروسته ابوالحسین هاشمي القرشي د داعش مشر شو، خو ډېر وخت پاتې نه شو او د ۲۰۲۳ کال د اپریل په وروستیو کې د ترکي ځواکونو لخوا ووژل شو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړي د وژل کېدو خبر تایید کړ. په دې توګه د داعش نوی مشر لا نه دی په ګوته شوی.
په منځنۍ اسیا کې د تاوتریخوالي پلان
داعش په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې راڅرګند شو. هغه جغرافیایي سیمه چې د داعش خراسان په نوم دغه ډله یې په پام کې لري، د ایران شمال ختیځ،د افغانستان شمال لویدیځ او د پاکستان لویدیځې برخې دي. په همدې حال کې د دې ډلې بریدونه تر ټاکل شويو پولو ووتل. په هغه وخت کې په لومړي ځل د ابو یزید عبدالقاهر خراساني او عبدالرحیم مسلمدوست په نومونو دوو کسانو په سلفي ګروهنې سره له داعش سره بیعت وکړ، خو دغه بیعت په افغانستان کې د داعش د رامنځ ته کیدو لامل نه شو. وروسته ملا عبدالرووف خادم او حافظ سعید خان هم له داعش سره بیعت وکړ او په دې توګه د داعش خراسان هسته جوړه شوه. هغه مهال البغدادي پاکستاني الاصله حافظ سعید اورکزی د داعش خراسان ډلې مشر او ملا خادم د هغه د مرستیال په توګه وټاکه. دغو دوو کسانو د افغان طالبانو د غړیتوب مخینه لرله، په تېره بیا ملا خادم چې په هغه وخت کې طالبانو ورته د داعش له ډلې د وتلو سپارښتنه هم وکړه. پر هغه د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکايي ځواکونو لخوا برید وشو او ووژل شو.
بلخوا، حافظ سعید اورکزی د یو نیم کال لپاره د داعش ډلې د مشر په توګه فعالیت وکړ. هغه چې تمه لرله د پاکستاني طالبانو مشر شي، د افغان طالبانو په ګډون د نورو طالبانو د ملاتړ د نشتوالي له امله د بیت الله محسود ځایناستی نه شو او بالاخره له داعش سره یو ځای شو. خو امریکا د داعش د خراسان څانګې پر لومړي مشر سترګې پټې نه کړې او د ۲۰۱۶ کال په جولای کې یې په ننګرهار کې وواژه. داعش بیا ابوعمیر عبدالحسیب لوګری د خراسان په سیمه کې د دې ډلې د دویم مشر په توګه وټاکه. خو هغه هم ټیک یو کال وروسته د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې د افغان ځواکونو لخوا په ننګرهار ولایت کې ووژل شو. له هغه وخت وروسته، د داعش د خراسان څانګې مسووليت د عبدالله اورکزي پرغاړ و، چې په اسلم فاروقي مشهور و. نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.
بالاخره د اسلم فاروقي له نیول کېدو وروسته داعش د همدې کال په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د شهاب المهاجر په نوم یو کس به د دې ډلې د خراسان څانګې مشر وي. په لومړي سر کې ګومان کېده چې نوموړی یو عرب دی، خو وروسته یې هویت څرګند شو. د هغه اصلي نوم ثناءالله غفاري دی او د ننګرهار پر زندان د برید پر پلانولو سربېره یې د طالبانو له لوري د افغانستان د پلازمېنې د نیولو پر مهال د کابل د لېږد( تخیلیې) بهیر په لړ کې د چاودنې مسوولیت هم پرغاه درلود. امریکا په دغه پلان شوي برید کې په دغه هېواد کې د خپلو ۱۳ سرتېرو د وژل کېدو له امله د داعش د دغه مشر پر سر ۱۰ میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.
د داعش خراسان څانګې موخې څه دي؟
د ۸صبح ورځپاڼې ځینې موندنې ښیی چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان، ایران او پاکستان په خاوره کې پر مشخصې جغرافیې په تمرکز سره هڅه کوي، په ګاونډیو او لېرې پرتو هېوادونو کې هم خپلې موخې تعقیب کړي. په هغو درېیو کټګوریو کې چې داعش خراسان د خپلو کسانو لپاره مشخصې کړې دي، یو شمېر ټکي په ګوته شوي دي. په لومړۍ برخه کې د دې ډلې پلانونو د افغانستان پر ختیځ زون په ځانګړې توګه پر کونړ او ننګرهار متمرکز دي. دا ډله په پام کې لري، چې په دغو سیمو کې خپلو فعالیتونو ته په پرلپسې توګه دوام ورکړي. دویمه برخه هم د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خاورو یوه کړۍ ده، چې داعش خراسان پرې تمرکز کوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه په تېره بیا تاجکستان، ازبکستان او اصفهان تهران د دغو ټکو د برخو په توګه یادېږي. په افغانستان کې د پرله پسې بریدونو اپوټه، داعش په دغو سیمو کې د چریکي جګړې تګلاره کاروي. دریمه برخه په امریکا او د هغې په ملاتړو هیوادونو کې د داعش خراسان څانګې د ستراتیژیکو اهدافو تعقیب دی. موندنې ښیي، چې داعش خراسان د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره پلان لري چې له بېلابېلو لارو ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د داعش خراسان څانګې د فعالیت جزئیات ښيي چې شهاب المهاجر له وینو تویولو اوغچ اخیستنې سره ډېره لېوالتیا لري. دغه کس د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په افغانستان کې د خپلې ډلې سرګروپانو ته لارښوونه کړې وه، چې خپل ترلاس لاندې کسان دې د کونړ پر مرکز برید او د دې ډلې د مخالفینو پراخې وژنې ته چمتو کړي. خو دغه امر وروسته د داعش د خراسان څانګې د شورا لخوا وننګول شو، ځکه د دې شورا غړي پر دې باور وو، چې د یو څه مودې لپاره د کونړ د مرکز د نه ساتلو په ګډون د ځینو لاملونو له امله د دغه راز پلان عملي کېدل ناشوني دي.
دا تابیاوې په داسې حال کې ونیول شوې، چې د جندالله ډلې ګڼ شمېر غړي هم په خراسان کې له داعش سره یو ځای شوي او د ازبکستان د حکومت پر ضد یې اقدام کړی دی. د ۸صبح ورځپاڼې د یوې بلې موندنې له مخې، دا اقدام په ۲۰۲۲ کال کې شوی او په هغه کې د جندالله د ځینو غړو نومونه او د داعش خراسان په جوړښت کې د هغوی اوسنی مقامونه هم یاد شوي دي. په دې لړ کې د خراسان د داعش په جوړښت کې د جندالله ډلې د اوسني مشر په توګه د ازبکستاني وګړي ملا سعد، د جندالله ډلې د مرستیال په توګه د ازبکستاني وګړي اسامه د عثمان غازي د زوی، د نظامي مسوول په توګه د تخار د دشت قلعه د اوسېدونکي مولوي سیرت او د استخباراتو د رئيس په توګه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د اوسېدونکي مولوي منیت ټاکل کېدل شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د جندالله ډلې غړو د طالبانو په لاس د شمال په سقوط کې مهم رول درلود، خو تر واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې د نه پاملرنې له امله له داعش سره یوځای شول. د دغو کسانو شمېر دوه زرو ته رسېده او زرګونو نورو يې ملاتړ کاوه. په همدې حال کې د جندالله ځینې غړي له طالبانو سره د رخې له امله له داعش سره یوځای شوي چې د خراسان د داعش په تشکیل کې د جندالله مرستیال هم په همدغو کسانو کې شامل دی چې د طالبانو لخوا د خپل پلار د وژلو شاهد و. يو شمېر طالب قوماندانانو په زابل کې د هغه پلار چې عثمان غازي نومېده، له يوې ښځې او څو ماشومانو سره وواژه. دا پېښه تر هغې وروسته وشوه چې طالبانو له داعش سره د هغه د بیعت خبر ورکړی و، که څه هم ویل کېدل چې هغه په دې تړاو له یو شمېر طالب قوماندانانو سره سلا مشورې هم کړې وې. بلخوا، ۸صبح ورځپاڼې ته د داعش ډلې د خپلمنځي اړیکو راپورونه ورکړل شوي، چې ښيي د دې ډلې غړي په ځینو موردونو کې له یو بل سره جدي اختلافات لري او د یو بل د څنګ ته کولو هڅې کوي. په یوه لیک کې د داعش خراسان څانګې دوو تاجک غړو چې د دغې ډلې د اقتصادي برخې فعال غړي دي، د عراق داعش ته شکایت کړی چې د معاویه تاجیکستاني له نیول کېدو او ورکېدو وروسته د داعش د اقتصادي چارو مسوول شهاب المهاجر د محراب تاجیکي په نوم یو کس ټاکلی دی، خو دغه کس له یو شمېر کسانو سره په همکارۍ د هغو کسانو د ګوښه کولو په هڅه کې دی چې پخوا د معاویه تاجیکستاني له لوري ټاکل شوي وو. همدا راز د عراق او سوریې داعش هم شهاب المها جر ته یو پوښتنلیک استولی او له هغه یې وضاحت غوښتی دی. دا موردونه ښيي چې د داعش خراسان په تشکیلاتو کې ټکرونه شته او د داعش د دغې څانګې د غړو ترمنځ د واټن لامل شوي دي.
داعش او فکري- کلتوري زمینې یې
په ۲۰۱۴ کال کې داعش د ځینو مجلو خپرولو ته مخه کړه؛ هغه مجلې چې تر ډېره د دې ډلې د لید لوري بیانونکې وې، لکه د دابق نشریه چې پکې داعش له خلکو وغوښتل چې د کفر خاوره دې «اسلامي دولت» ته پرېږدي او د فساد له شره دې خوندي پاتې شي. د دې ډلې د ایډیالوژۍ یوه لویه برخه هم د شیعه، نصیریانو، ایزیدیانو، مرتدانو، مسیحیانو او یهودانو په ګډون د ځینو ډلو له منځه وړل وو او په دې خپرونه کې دا موردونه په ښکاره تبلیغېدل. خو د کارپوهانو په اند د داعش رامنځته کېدل او د هغې بې ساري تاوتریخوالي ډېر لاملونه او علتونه لري. د اسلامي مسایلو څېړونکی محمد محق له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې دغه ډلې ناڅاپي نه دي راڅرګندې شوې او د دې ډلې سیاسي، ټولنیزې او فکري زمینې له ډېرې مودې راهیسې موجودې دي. د ده په اند، دا ډلې ناڅاپي، تصادفي او لنډمهالي ښکارندې نه دي، بلکې د هغه وینادود« ډېسکورس» بهیر دی، چې د پېړيو په اوږدو کې پراخ، ډېر پېچلې او متکثره شوی دی.
ښاغلی محق وايي، داعش په څلورو فرهنګي او فکري بنسټونو جوړ شوی دی. په بله وینا، له دغو څلورو زمینو یې ګټه پورته کړې ده. هغه زیاتوي:« دې ډلې د قرآن کریم په ځینو هغو آیتونو تکیه کړې ده، چې د هغه وخت شرایطو ته ځانګړي وو او پر ټولو دورو یې تعمیم کول سم نه دي. دا آيتونه په خپل وخت او شرايطو کې نازل شوي او د اوسني حالت لپاره بايد دغه آيتونه د اوسنيو حالاتو له مخې تفسير شي. هغه څه چې سلفیان او په ځانګړې توګه داعشیان یې په دین کې بدعت او نوښت ګڼي. داعش اوس هم پر یو لړ احادیثو چې د خاورې د نیولو او فتحې په اړه دي، تکیه کوي او د همدغو احادیثو پر بنسټ عمل کوي»
ښاغلی محق زیاتوي چې په هغو کلونو کې اموي او عباسي حکومتونو د دې لپاره چې خلک د نورو خاورو نیولو ته وهڅوي، له دغو احادیثو کار اخیست او خپل ځانګړي روایتونه یې جوړ کړل. هغه فقهي ادبيات چې په اسلامي منځنيو پېړيو کې رامنځته شوي، له کرکې او دښمنۍ ډک دي چې د فرقه پالنې د شدت لامل شوي دي. د ښاغلي محقق په وینا، په دغو ادبیاتو کې له یو بل سره د ضدیت روحیه لیدل کېږي او هرې یوې خوا هڅه کړې چې د نورو خواوو ادعاوې ناسمې ثابتې کړي. له بلې خوا، په پخوانیو فقهي متنونو کې هم دغه ادبیات له هر ډول نقد او بیا څېړنې پرته ستایل شوی او په بېلابېلو دورو کې بیا ښودل شوي او فقهاوو هم د دغو متنونو په ستاینه کې مفصلې شرحې لیکلي دي.
د ښاغلي محقق په وینا، وروستی فکري پلیټ فارم د استعمار ضد ادبیات دي چې د انګریزي استعمار په وخت کې رامنځته شوي دي. په دغومتنونو کې پر جهاد، سلف صالح ته پر ستنېدو او د نورو پر ضدیت ډېر ټینګار شوی دی. د دغو متنونو په کارولو سره، داعش د خپلو جنګیالیو لپاره یو داسې نړۍ لید رامنځته کړی چې له جګړې، وحشت او وژنې ډک دی.
ښاغلي محقق څرګندوي« دا فکري بسترونه په یوازې ځان کافي نه دي، بلکې یو لړ پېښې او نور فرعي عوامل وو، چې د داعش د رامنځته کېدو لامل شول. د اخوان المسلمین جوړښت او د دې ډلې لخوا تولید شوي ادبیاتو او دغه راز د ابوعلي مودودي لخوا رامینځته شوي ادبیاتو د دې ډلې په جوړېدو کې ډیره مرسته کړې ده. پر دې سربېره، سړې جګړې او د دوو زبرځواکونو تر منځ نیابتي جګړې د افراطي ډلو له رامنځته کېدو سره مرسته کړې او ډېری افراطي او بنسټپالې ډلې چې ځانونه د سیاسي اسلام پلوۍ ګڼي او قدرت غوښتونکې کړنلاره لري، د دې تاریخي دورې محصول دي. په عراق باندې د امریکې برید د داعش د رامنځته کېدو وروستې کټلسټ و او داعش په عراق کې له رامینځته شوی حالته په ګټې اخیستنې سره راڅرګند شو»
په همدې حال کې د امریکا په پرنسټون پوهنتون کې د نړیوال امنیت استاد ډاکټر ارین شریفي، افراطي ډلې په دریو برخو ویشي. لومړۍ کټګوري تبلیغیان دي. د سلفيانو دغه ډله پر تبليغاتو زيات ټينګار کوي او وايي، چې د تبليغ او وینا له لارې بايد خلک پر سمې لارې وپوهول شي. د ښاغلي شریفي په وینا، دا ډله لزوماً د تاوتریخوالي بلنه نه ورکوي، خو ډېری کسان هغه مهال تاوتریخوالي ته مخه کوي، چې له دې تګلارې راضي نه وي او یا هم خپلې وروستۍ موخې ته ونه رسېږي. په بله وینا، دغه بهیر د جنګیالیو لپاره په غوښتل شوي او ناغوښتل شوی ډول خام او اساسي مواد برابروي.
د پرنسټون پوهنتون د دغه استاد له نظره، دویمه کټګوري سیاسي سیلفیان دي. د سلفيانو دغه ډله په دې باور ده، چې يوازې تبليغ او وینا کافي نه ده او هدف ته د رسېدو او د ټولنې د لارښوونې لپاره بايد د شريعت پر لور ولاړ شو او سياسي تنظيمونه جوړ کړو او د همدغو تنظيمونو له لارې ټولنه اصلاح کولای شو. د پاکستان جمعیت علما او د اخوان المسلمین څانګه چې حسن الهضیبی یې لارښود و، د دې کټګورۍ روښانه بېلګې دي. وروستۍ کټګورۍ جهادي سلفيان دي. دا ډله په دې باور ده، چې د خدای د حکومت د جوړولو او د محمدي شریعت د پلي کولو لپاره تبلیغات او سیاسي جوړښت بسنه نه کوي او باید یو ګام نور هم وړاندې کېښودل شي او د جهاد پالنې پر لور ولاړ شو. القاعده، طالبان او داعش ددغه بهیر ښکاره استازي دي.
په دې توګه، که د داعش کړنو او نړۍ لید ته پام وشي، لیدل کیږي، چې دغه ډله د دوو نورو ډلو د کړنو پایله ده. کله چې لومړۍ او دویمه کټګورۍ موخې ته ونه رسېدې، ناهیلي شوي خلک د بدیل په لټه کې شول او جهاد پالنه تر ټولو غوره لاره وه.
د تکفیر نړۍ لید
د هغو کسانو تکفیرول او وژل چې د سلفیانو د هیلو خلاف عمل کوي او یا د هغوی له افکارو او تګلارو سره برابر نه دي، د داعش وینادود او نړۍ لید مرکزي یا محوري برخه جوړوي. داعش په عراق کې شیعه وګړي د شیعه توب او په مذهب کې د «بدعت» په دلیل او حنفيان په دې دلیل چې شریعت یې هغسې نه دی پلي کړی، لکه څنګه چې دوی غوښته، ځپل. ښاغلی شریفي په دې باور دی چې تکفیري نړۍ لید د ابن تیمیه او د هغه د مخکښ شاګرد ابن قیم جوزي پر افکارو ولاړ دی. ابن قیم د ابن تیمیه د اصحابو مشر هم بولي. د دوی دواړو نظریات هغه وخت د منلو وړ ګرځي کله چې عباسي خلافت د ړنګېدو په حال کې دی او مغولانو بغداد سوځولی دی. له ابن تیمیه نه وروسته د تکفیر او سلف صالح ته د ستنېدو مفکوره په یوه بله جغرافیه کې راڅرګندیږي. لومړی په نجد یا اوسني عربستان کې د محمد ابن عبد الوهاب لخوا او د هند په نیمه وچه کې د شاه ولي الله دهلوي لخوا پراختیا مومي.
د اسلامي ډلو یو څیړونکی حسین احساني پر دې باور دی چې د دغو افکارو ترڅنګ ځینې داسې متنونه هم شته چې داعش ته یې تګلارې او لارې چارې برابرې کړي دي او تر ټولو مهم یې دا دي: د سید قطب د لارې نښې، د عبدالسلام فراج فرضیه الغائبه، د د ابوبکر ناجي إدارة التوحش، او د ابو عبدالله مهاجر دارالحرب رساله. دغو متنونو، رسالو او مقالو د داعش جنګیالیو ته د تکفیر او وحشت لاره او طریقه روښانه کړې ده. ښاغلی احساني زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ابوبکر ناجي إدارة التوحش د داعش په مانیفسټ بدل شوی او داعش د دغه کتاب د لارښوونو پر بنسټ د نورو مذهبي ډلو پراخ وېرول او وژل پیل کړي دي.
د داعش او داعش خراسان ترمنځ توپیر
حسین احساني په دې تړاو وايي، اصلي داعش او د داعش د خراسان څانګې ترمنځ په ستراتیژۍ او نړۍ لید کې ژور توپیرونه شته. د داعش خراسان ډله هیڅکله د سیمې د نیولو په لټه کې نه ده او هڅه کوي چې پر خپل سیال د چریکي بریدونو او جریکي جګړې له لارې ګوزار وکړي، په داسې حال کې چې د داعش ستراتیژي د سیمې نیول او پر ځمکه د خلافت ټینګول دي. داعش خراسان داسې کوم هدف او ایډیال نه لري او هڅه کوي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت خراب کړي.
له دې ټولو سره سره، وروستۍ موندنې څرګندوي، چې د داعش خراسان ډله د وینې تویولو ترڅنګ د ځینو ځایونو د نیولو په لټه کې ده او د اصلي داعش د ایډیالوژۍ په تعقیبولو سره د خپلو اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي. د یادوونې وړ ده، چې د داعش خراسان څانګې له کله چې په افغانستان کې ځای پیدا کړی، د هیواد په مرکز او ولایتونو کې یې خونړي بریدونه کړي دي.
پر تکیه خانو، خانقاګانو، د شیعه وو پر جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه او د مشهورو دیني عالمانو وژل د دغې ډلې د جنګیالیو له فعالیتونو دي. دغه ډله تل د بریدونو له کولو وروسته، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغو مسوولیت پر غاړه اخلي. خو له دې سره سره چې طالبان کله ناکله د داعش ډلې پر پټنځایونو او مرکزونو د پوځي عملیاتو خبر ورکوي، خو په رسنیو کې په افغانستان کې د دغې ډلې فزیکي حضور ردوي. دوی په وار وار رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د داعش حضور د اندېښنې وړ نه دی. خو نړۍ لا هم د داعش د فعالیتونو پراخېدو ته اندېښمنه ده. هغه فعالیتونه چې په اوسني وضعیت کې ورته د زمینې د برابروالې له امله په راتلونکي کې د نړۍ لپاره سرخوږی جوړولای شي.