پر کابل پوهنتون د بريد پلانوونکی په اعدام محکوم شو
ژباړه: محمد عزيز پردېس

د کورنيو چارو وزارت ویاند، طارق آرین ويلي چې پر کابل پوهنتون د بريد پلانوونکی چې عادل نومېږي د يوې علني محاکمې پرمهال په اعدام محکوم شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند د مرغومي په دوولسمه په خپل ټوېټر کې دا موضوع شريکه کړه.
د سترې محکمې د اعلان په اساس، محمد عادل د ترهګريز پلان جوړولو، ترهګرو او سړي تښتونو د فعاليتونو په تور په اشد مجازات يعنې اعدام محکوم شوی دی.
همدارنګه د عبيدالله په نوم يو بل تورن ته د داعش ډلې د غړيتوب، مین اېښودلو، د چاودېدونکو توکو د لېږد او د سړي تښتونو په تور د ۲۵ کاله تنفيذي بند سزا واورول شوه.
همداراز عبدالکبار او خدابخش د ملي خیانت، د داعش ډلې د غړيتوب او سړي تښتونې په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شوي دي.
په همدې توګه د اظهارالدين په نوم يو تورن نغدي جریمه شوی او سترې محکمې يو بل تورن د لازمو دلايلو د نه لرلو له امله بې ګناه بللی دی.
د دغو اشخاصو لومړنۍ محکمه د مرغومي په لسمه نېټه ترسره شوه. ستره محکمه وايي: تورنو وګړو ته ويل شوي چې د استيناف غوښتنې حق يې په ټاکلي وخت کې خوندی دی.
پر کابل پوهنتون بريد د روان کال د لړم میاشتې په دولسمه نېټه وشو. ويل شوي چې دغه بريد د دوو بریدکوونکو له خوا ترسره شوی دی.
د چارواکو په وینا په دغه بريد کې ۲۲ تنه مړه او ۲۷ ټپيان شوي ؤ. د دې بريد مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست، خو دولت د دې بريد پړه پر طالبانو واچوله.
وروسته له هغې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د دې پېښې د عاملینو د نيولو خبر ورکړی ؤ.