د سرپل د نجونو مسمومیت او د ښځو د زده کړو مسأله
لیکنه:محمدعلي نظري

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر سر شخړه اوږده مخینه لري. که یوازې تېره یوه پېړۍ په پام کې ونیسو، دا شخړه د افغانستان له سیاست سره مله پاتې شوې ده. امان الله خان د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ کاوه، خو کله چې د هغه حکومت ړنګ شو، حبیب الله کلکاني هغه نجونې چې ترکیې ته د زده کړو د دوام لپاره تللې وې، بېرته راستنې کړې. د نادرخان په دوره کې هم د ښځو ضد او د ښځو د تعلیم ضد سیاستونو درلود، خو د هغه د زوی ظاهرشاه د څلویښت کلنې واکمنۍ په موده کې ښځو ته نسبتاً ښه فرصتونه برابر شول او د زده کړو، تر څنګ ښځو وکړای شول چې د پارلمان د استازیتوب او وزارت په ګډون لوړو دولتي څوکیو ته ورسیږي. له هغې وروسته تر نن ورځې پورې د ښځو زده کړه او کار زموږ د ټولنې یوه له جدي مسایلو ده. یو رژیم او یو حکومت د ښځو د زده کړو او کار ملاتړ کوي او لږ فرصت ورته برابرېږي، خو له څه مودې وروسته داسې رژیم راځي چې د ښځو زده کړه ګناه ګڼي، اوس د هېواد په تېره بیا د ښځو د زده کړې او کار لپاره یوه توره دوره ده.
د ښځو له زده کړو سره مخالفت یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی. په ګاونډي هېواد ایران کې هم دغه ډول مخالفتونه شته. هلته حاکم نظام په ښکاره توګه د ښځو د زده کړې مخالف نه دی، که څه هم ځینې یې د انجینرۍ په څېر څانګو کې د ښځو زده کړه اړینه نه ګڼي. خو په افغانستان کې بیا دغه مخالفت د حاکم نظام له لوري کېږي. دا مخالفتونه یوازې په سیاسي کړیو پورې محدود نه دي، بلکې واټونو او عامه ځایونو ته هم پراخ شوي دي. یو ځل د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال چې په کابل کې نجونې په یونیفورم کې ښوونځي ته روانې وې، د سخت دریځو اسلامپالو ځوانانو یوې ډلې د سړک پر سر د هغوی پر مخونو تیزاب وپاشل. د تېزاب دغه پاشل دوام لري او وخت ناوخته ځیني ډلې په ورته اقداماتو لاس پورې کوي. کله چې د طالبانو لومړۍ دوره پای ته ورسېده او د ښځو لپاره د زده کړې او کار لپاره چاپېریال یو څه ښه شو، په هغې دوره کې هم ځینو بهیرونو او ډلو د دې لپاره چې نجونې له زده کړو او کاره راوګرځوي، په یو لړ جنایتکارانه او ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کړ، په دې لړ کې د کندهار، هرات او کابل پر لارو پر نجونو او ښځو تیزاب وپاشل شول او په ټول هیواد کې د نجونو ډیری ښوونځي د طالبانو لخوا وسوځول شول. که څه هم په هغه وخت کې دغه ډول اقداماتو د نجونو د زده کړې مخه ونه شوای نیولی، خو په هغو ځایونو کې چې اسلامي جمهوري دولت بشپړ واک نه درلود، مزاحمتونه رامنځته شول او په سلګونو زره نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې شول. ځینې له زده کړو محروم دغه هلکان نن د طالبانو جنګي ماشین چلوي. سږ کال طالبانو خپل یو شمېر جنګیالي په ښوونځیو کې شامل کړي او ځینو ته یې د ظاهري ازموینې په ورکړې سره د دولسم ټولګي د سند د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده. کله چې موږ د طالبانو د دې ډلې خپرو شویو عکسونو ته ګورو، وینو چې یو شمېر یې تنکي ځوانان او ډېری یې ځوانان دي. په هغو سیمو کې چې جګړه نه وه او یا لږ تر لږه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه وې، د هماغه عمر هلکان او نجونې ښوونځیو ته تلل او اوس په دېرش کلنۍ کې د سواد زده کړې ته اړتیا نه لري.
اوس چې طالبان د افغانستان پر برخلیک ولکه ټینګه کړې ده، خبرونه وايي، چې د سرپل ولایت په ښوونځیو کې ماشومې نجونې مسمومې شوې دي. دا پېښه دې ته په پام سره چې لسګونه ماشومې نجونې یې هدف ګرځولې دي، د ښځو د زده کړو او کار د بندیز په تړاو د طالبانو له فرمانونو سره موازي شوې ده. په کابل او غزني کې د نجونو د ښوونیز مرکزونو له تړل کېدو سره هممهاله د سرپل ولایت په لېرې پرتو درو کې د ډېرو کم عمره نجونو مسمومېدل په دې مانا دي چې دغه مسمومیت د ښځو او نجونو د زده کړو د مخالفانو د کړنو یوه کړۍ ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو دورو کې پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو له حضوره تش کړل. په دې موده کې که څه هم تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو رسمي بندیز نه دی لګېدلی، خو په دې برخه کې غیر رسمي اقدامات روان دي، چې د نجونو له زده کړو سره د طالبانو له مخالفت سره بې تړاوه نه دي. د طالب جنګیالیو لخوا له ښوونځي د پوستو جوړول او د ښځینه زده کوونکو مسمومیتونه د دغو کړنو یوه برخه کیدای شي. د نجونو له زده کړو سره ورته مخالفتونه په ایران کې هم شوي دي. د دغو مسمومیتونو لړۍ سږ کال د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوه. په ایران کې پر ښوونځیو برید د «ښځې، ژوند، ازادۍ» له غورځنګ سره په هممهالي توګه شوی و. په هغه وخت کې د یوې مذهبي ډلې لخوا د شپې پاڼو د خپرولو خبرې هم وشوې چې پکې: «د نجونو زده کړه حرامه او دوام یې د امام زمان پر وړاندې د جګړې په لیکه کې درېدل بللي او ویلي یې دي، چې د نجونو د ښوونځيو د نه تړل کېدو په صورت کې به دغه مسمومیتونه ټول ایران ته پراخ کړي». که څه هم د ایران حکومت ته نږدې کسانو هڅه وکړه، چې دغه مسمومیتونه له فرقه ییزو لانجو سره وتړي، خو د مسمومیت پراخوالي او دې ته په پام سره چې په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي او محاکمه شوي، په داسې حال کې چې یو شمېر ایراني ځوانان د واټونو پر سر د اعتراضونو له امله ان اعدام شوي دي، دا شک پیاوړی کوي چې ښايي د حکومتي چارواکو او په دغو مسمومیتونو کې د یو شمېر ښکېلو کسانو ترمنځ همغږي موجوده وي. په افغانستان کې د نجنو له تعلیم سره دا ډول مخالفتونه مستقیماً د اوسنۍ واکمنۍ او د هغې د همفکره ډلو لخوا کیږي. په افغانستان کې د ښځو له زده کړو سره مخالفت د شپې پاڼو خپرولو ته اړتیا نه لري، ځکه حکومتي سټېجونه چې اوس د طالبانو په انحصار کې دي، د دغه ډول مخالفت د څرګندولو لپاره کارېږي او طالب چارواکي په دې اړه ښکاره غږېږي.
طالبان، ښځې او پرمختګ
له زده کړو، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو له مسألې سره مخربانه چلند له طالبانو ډلې مخکې هم لیدل شوی او له دې وروسته به هم ولیدل شي. طالبان دې ته په پام سره چې د مشرانو او ځواکونو لویه برخه یې کافي سواد نه لري، کله چې د زده کړو او بیا د سواد او تخصص خبره کېږي، ځانونه ناکام او کمزوري ګڼي. د دې ډلې پر ایډیالوژیک لیدلوري سربېره، دا وضعیت هم هغوی له زده کړو سره مخالفت ته اړباسي. د ښوونیرو بنسټونو تخریب او د دغو بنسټونو په سر کې د هغو ملایانو په ګومارلو سره چې نه یې پوهنتون لیدلی او نه ښوونځي ته تللي، د دودیزو مدرسو کچې ته د دغو بنسټونو د کیفیت راټېټول کیدای شي، په دې موخه وي، چې د افغان محصلینو د سواد کچه د خپل سواد او پوهې کچې ته راټيټه کړي، ځکه چې هغوی اوس د دې فرصت نه لري، چې خپله د سواد او پوهې کچه د پوهنتوني ټولنې کچې ته لوړه کړي. ښايي فکر کوي، چې د طالب او ټولنې د سواد د کچې د انډول کولو لپاره تر ټولو اسانه لاره د زده کړو د کیفیت راټېټول دي.
که طالبان د نجونو له زده کړو سره مخالف دي، د هلکانو له زده کړو سره یې خپل مخالفت نه دی اعلان کړی او په عمل کې یې په ښکاره مخالفت نه کوي. خو ولې د ښوونیزو بنسټونو او پوهنتونونو په سر کې د نیم لوستو کسانو په ګمارلو او له مسلکي استادانو سره ناسم چلند د دغو استادانو لپاره زمینه برابروي چې له پوهنتون سره مخه ښه وکړي؟ پورتنۍ فرضیه د دې پوښتنې ځواب کیدای شي. طالبان د حقارت احساس کوي او له عقدې ډکې پرېکړې کوي. په عقده مندانه پرېکړو کې د اوو او اتو کلونو نجونو ته زیان رسول او پرې برید کول هم ممکن دي. که څه هم دا څرګنده نه ده، چې د سرپل د مسمومیتونو د پېښو مسوول څوک دي، خو له شک پرته یوه له هغو ډلو یې مسووله ده، چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت لري. له بلي خوا، طالبانو د مسوومیتونو د دغو پېښو په تړاو څوک نه دي نیولي.
د ښځو زده کړې او د بشري سرچینو د پراختیا مسأله
د پراختیا یو مهمو شاخص بشري ځواک دی. د پرمختګ بشري ځواک تحصیل کړي او روزل شوي انسانان دي. له زده کړې پرته، پرمختګ او تمدن نشته. انسانان ذاتاً پر خپلو شاوخوا مسایلو په بشپړ ډول نه پوهېږي، خو په کورنۍ، ټولنه، ښوونځي او پوهنتون کې یې زده کوي. دا تحصیل کړي کسان بالاخره د پرمختګ بشري ځواک جوړوي. له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې سلګونه زره لوستي کسان له هېواده وتلي دي. د دومره ډېرو لوستو او تحصیل کړو کسانو وتل به د هېواد پرمختګ له ځنډ سره مخ کړي. ان که نن ورځ د ولس په بشپړ ملاتړ یو دموکراتیک او مشروع نظام جوړ شي او د پرمختګ پر لور پروګرامونه ولري، بیاهم د تحصیل کړو ځواکونو د وتلو له امله ټولنې ته اوښتی زیان په اسانۍ سره د جبرانېدو و نه دی.
د افغاني ټولنې يوه له ټولنيزو ستونزو د نسلونو بې ځايه کېدل دي. هغه نسل چې د طالبانو له لومړۍ دورې مخکې ښوونځي ته تللی و، په ځانګړې توګه ښځو، له هغه نسل سره چې له ۲۰۰۱ کال وروسته ښوونځي او پوهنتون ته تللي، نږدې اړیکې ټينګې نه کړای شوې. د نارینه وو لپاره د زده کړو له اړخه د څو کلونو زوال او د ښځو لپاره د هغو پر زده کړو بندیز پر دغې نسلي اړيکې اغېز وکړ او له همدې امله دوو نسلونو ډېره ګډه ژبه نه لرله. ان میندو او پلرونو له خپلو اولادونو سره د نظر لوی توپیر درلود او یو بل یې ښه نه شوی درک کولای. دې مسلې ټولنیز پیوستون ته زیان رسولی دی.
له اقتصادي پلوه، ښځې اوسمهال په خورا تړلې ټولنه او د وخت تر ټولو تیاره دوره کې د کورنۍ د اقتصاد ځواکمنه برخه ده. په ښارونو کې ښځو د بوټانو له پالشه نیولې تر تدریس او لاسي صنایعو پورې کارونو ته مخه کړې او هڅه کوي چې د کورنیو د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابره کړي. په کلیو او بانډو کې ښایي ښځي د کورنۍ له نارینه وو سره د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې ډیره مرسته وکړي. د پسرلي له پیلېدو مخکې ښځې د نارینه وو تر څنګ په کرنیزو برخو کې کار کوي او د مني تر وروستیو پورې په کروندو کې کار ته دوام ورکوي، له هغې وروسته تر بل پسرلي پورې د کورنۍ له نارینه وو سره په مالدارۍ، اوبدلو او ګنډلو کې مرسته کوي. ښایي په کلیو کې ښځې تر ښارونو ډېر له کوره بهر کار وکړي. د کارونو یوه برخه لکه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د محصولاتو راټولول، هغه کار دی چې تر ډېره جنسیت نه پېژني، او ویلای شو چې هم نارینه دي او هم ښځینه. ان هغه کورنۍ چې نارینه په سفر کې وي یا په هر دلیل د کورنیو مشري ښځو ته سپارل کېږي، دوی په غرونو کې د بوټو له راټولولو نیولې تر کرکېلې او بیا د حاصلاتو تر راټولولو او نورو اړین کارونو پورې ترسره کوي. اوس که دغو ښځو ته یوازې دا ونډه ورکړل شي، ټولنه او هېواد به په همدې کچه پاتې شي، ځکه چې د ښځو له کار پرته ټولنه پرمختګ نه کوي. هغه هېوادونه چې په لسیزو کې یې د تېلو په پمپولو او د ښځو له حضور پرته لوکسې ودانۍ او سړکونه جوړ کړل، اوس چې له تېلو وروسته شرایطو ته چمتووالی نیسي، لومړنی کار یې د ښځو د حقونو تامین او په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې هغوی ته ونډه ورکول دي،څو له تېلو وروسته اقتصاد کې د پرمختګ بشري ځواک ولري. یوه مهمه بېلګه یې سعودي عربستان دی.
لکه څنګه چې طالبان اعلان کوي، دوی د هیچا د نړۍ په تړاو مسوولیت نه لري، دوی د دې لپاره راغلي دي چې له خپله انده خلک جنت ته بوځي او یایې په زور هغه لوري ته وکاږي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، نړۍ د ژوند کولو ځای نه دی. هغوی د نړیوال پرمختګ لپاره د پلان په نشتوالي کې د بشري ځواک پراختیا ته هم اړتیا نه احساسوي. نو په داسې حکومت کې د ټولنې نیمه برخه له زده کړو بې برخې کېدلای، ماشومې نجونې مسمومېدلای او په پایله کې له ټولنې، کلتور، سیاست او اقتصاده بې برخې کېدلای شي. پایله به یې یوه بې سواده، بې وزلې او وروسته پاتې ټولنه وي، له نورو هیوادونو داسې جلا ټاپو چې له نورو ټولنو سره به تړاو نه لري.