د وال سټریټ ژورنال تازه راپور چې د افغانستان د ځینو سیاسي څېرو د اشرافي ژوند او میلیون ډالري کورونو په اړه و، په پراخه کچه خپور شو. په وروستیو کلونو کې د سیاستوالو ترمنځ په افغانستان کې د سیاسي فعالیتونو له لارې د پانګې خوندي کول معموله چاره وه.
ډېریو سیاسي څېرو، له پخوانیو مجاهدینو څخه نیولې کمونیستي نظام ته تر نږدې افرادو او په اروپا او امریکا کې لوستو تکنوکراتانو پورې، په پخواني حکومت کې يې دولتي څوکیو ته تر رسېدو وروسته شخصي ګټې په فکر و ذکر اوښتې وې.
د افغانستان سیاسي څېرو ته د مجللو کورنو، اشرافي ژوند او په بهرنیو هېوادونو کې ډالري بانکي اکاونټونو درلودل او په کور دننه کې زغره وال موټر او په ګاونډیو، لوېدیځو هېوادونو، ترکیه، اروپا او امریکا کې د لوکسو کورونو درلودل عادي او معمولي چاره وه.
د دې تر څنګ، د سیاسي څېرو د کورنیو غړي او اولادونه په بهر او کور دننه کې د جاه او جلال ژوند لري او کله کله یې د اولادونو د لوکس ژوندانه عکسونو په خواله رسنیو کې غبرګونونه پاروي؛ خو دا غبرګونونه مقطعي دي او له څه مودې وروسته هېرېږي.
د افغانستان ډېری سیاستوالو او لوړپوړو چارواکو په تېر کلونو کې له سیاسي مقام څخه په استفادې میلیاردونه ډالر خوندي کړل، په مافیايي لوبو او سوداګریو کې شریک شول او د فساد او پيسو د حیف و میل پېچلې کړۍ يې جوړې کړې.
د اشرف غني له تګ سره هممهاله، سیاسي څېرو چې څو ورځې مخکې د طالبانو پر ضد وو او تر وروستۍ ساه پورې يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت خبره کوله، له هېواده وتښتېدل؛ خو په کابل او ولایتونو کې ترې میلیون ډالري کورونه او ماڼۍ پاتې شوې.
عادي وګړو چې تر دې مخکې د سیاسي مقاماتو له امنیتي کمربندونو او کانکریټي دېوالونو څخه د تېرېدو حق نه لاره، ښايي نه به پوهېدل چې تر دغو دنګو دېوالو شا ته کوم سیاستوال اوسېږي. هغه ویډیوګانې چې د طالبانو د ولکې په لومړیو ورځو کې د سیاسي مقاماتو له کورنو خپرې شوې، هيښوونکې وې.
په دې ویډيوګانو کې لیدل کېدل، چې ډېری سیاستوالو او د پخواني نظام لوړپوړو چارواکو مجللې ماڼۍ په ډېرو ګرانبیه امکاناتو درلودې. داسې کورونه چې جوړول يې میلیونونه ډالر غواړي او مشخصه نه ده، چې پیسې يې له کومه شوې دي.
سیاسي مقامات او افراد چې خلکو «مشران یا رهبران» بلل، په داسې یوه هېواد کې چې وګړي یې د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره د بدن غړي پلوري، د لوړو دېوالو تر شا يې داسې شاهانه ژوند کاوه، چې خلکو فکر ته هم نه لوېده.
جالب ټکی دا دی، چې د افغان سیاستوالو تېر ژوند ته کتو سره پوهېدای شو، چې تر سیاسي فعالیتونو مخکې يې د ژوندانه پراخ امکانات نه لرل. دا مساله د دوی پخوانۍ ویډيوګانې په ښه توګه بیانوي، چې د وخت په تېرېدو یو عادي وګړی څنګه په میلیارد ډالري وګړي واوښت.
ډېریو دغو مشرانو په خپلو مرکو کې ویلي هم دي، چې تر کورنیو جګړو مخکې او سیاست ډګر ته په راتلو سره يې ښه اقتصادي وضعیت نه درلوده؛ خو د د تېرو جګړو او ۲۰ کالو په اوږدو کې يې ځان ته شاهانه ژوند جوړ کړ.
تاریخي شواهد ښيي، چې له شوروي پوځ او کمونیستي نظام سره د جګړو پر مهال، له لوېدیځو او نورو هېوادونو څخه «له شوروي سره د مبارزې» په نامه ورته ډېرې پيسې راتلې. داسې چې د افغانستان جګړو یوازې عام ولس تباه کړ او کوچنۍ ډله يې پنډه او جلال ته ورسوله.
په تېرو دوو لسیزو کې پر پخوانیو سیاسي قوماندانانو او مشرانو سربېره، پخواني کمونیستي نظام ته نږدې کسان او له لوېديځه راستانه شوي تکنوکراتان هم د نړیوالې ټولنې له سخاوتمنو مرستو څخه میلیون ډالر جېب ته کړل، چې کوچنۍ نمونه يې په والسټریټ ژورنال راپور کې په ډاګه شوې ده.
که د نورو هېوادونو د سیاسي څېرو ژوند د افغانستان له سیاستوالو سره پرتله کړو، جالبې پایلې ترلاسه کېږي. مثلاً په هالنډ کې چې د اروپا یو لوی اقتصادي ځواک دی، لومړی وزیر يې له کاري دورې وروسته له دفتره کور ته په بایسکل ستنېږي.
اوس د اروپايي سیاسي چارواکو ژوند د افغانستان له سیاستوالو سره چې یو تر ټولو بېوزلی هېواد دی، پرتله کړئ. دغو سیاستوالو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اروپايي هېوادونو له مرستو ځان ته څنګه شاهانه ژوند جوړ کړ.
په نورو هېوادونو کې د سیاستوالو د نامشروع شتمنیو په اړه د راپورونو خپرول لویه رسوايي جوړوي او سیاسي چارواکي د خلکو په ټینګار استعفا کوي او محاکمه کېږي؛ خو په افغانستان کې د مالي پراخ فساد له کبله د سیاستوالو شاهانه ژوند یوه عادي چاره ده.
افغانان باید دا هېره نه کړي، چې ډېری سیاسي څېرې د میلیونونو ډالرو په حیف و میل او پراخ فساد دې ځای ته رسېدلي دي او د سیاسي فعالیتونو په سر کې يې هېڅ هم نه لرل. ښايي د خلکو غوښتنې د دې سبب شي، چې سیاستوال ځواب ویلو ته اړ شي او په بانکي اکاونټونو کې د میلیونونو ډالرو او مجللو ودانیو او ماڼیو په هکله خلکو ته حساب و کتاب ورکړي.