په افغانستان کې سیاسي کلتور او فرد محوره سازمانونه

په هره ټولنه کې د بدلونونو او پرمختیاوو یو لامل د هغې سیاسي کلتور دی. د ځینو هېوادونو سیاسي کلتور پوخوالي ته رسېدلی او د ځانګړو کلتوري کوډونو لرونکی دی چې سیاستوال اړ کوي، د همدغو کوډونو په اډانه کې اقدام اوعمل وکړي. په ځینو هېوادونو کې سیاسي کلتور له داسې خامیو او نیمګړتیاوو سره مخ دی، چې د هغې ټولنې د سیاستوالو او مشرانو په چلند کې هم انعکاس مومي.
د افغانستان سیاسي کلتور د بیلابیلو ناورینونو پر وړاندې د دې ټولنې د پاتې راتلو یو لامل دی او تر اوسه یې د بدلون او یا ان د زیانونو معلولولو څرک نه لګیږي. په افغانستان کې د سیاسي کلتور یو له زیانونو چې د سیاست په ډکر کې یې د سالمو او بریالیو ګوندونو د جوړېدو مخه نیولې، د سازمانونو او سیاسي ګوندونو فردمحوري ده.
سیاسي ګوندونه په یو ډول د هېوادونو د ټولنې د وضعیت څرنګوالی ښيي او د دغو ټولنو ځانګړتیاوې که مثبتې وي یا منفي، د ګوندونو او سازمانونو په وضعیت کې هم ځان ښيي او البته مخکښ ګوندونه له مثبت بدلون او د وضعیت له ښه والي سره مرسته کوي. په هغو ټولنو کې چې د انسانانو فردیت په رسمیت نه پېژندل کیږي او فردي هویت د ډله ییز هویت پر وړاندې رنګ بایلي، هِرمي ډوله رغښت پرې واکمنیږي، چې د اوسېدونکو او استوګنو ترمنځ یې اړیکې د افقي پرځای عمودي دي او هر کس به واک او شتمنۍ ته په کتو د واک په هِرم کې لوړ مقام ولري. دا هماغه وضعیت دی، چې د دین په ژبه کې د بنده د بنده ګۍ (عبودیت) په اړیکو تعبیریږي. هغه کسان چې غواړي په دغه هرم کې لوړځای ولري او سرته یې نږدې وي، د اطاعت کوونکو بنده ګانو په څېر خپل ټول توان د څښتن/ مشر د خوښۍ لپاره کاروي.
د ګوند ښکارنده له لویه سره مډرنه ښکارنده ده او د هغو ټولنو محصول ده چې د انسانانو فردیت په رسمیت پېژني. مډرن ګوندونه د یو شمېر هېوادوالو ترمنځ د ټولنیز تړون بربنسټ رامنځته کیږي، څو خپلې ګډې غوښتنې او موخې په ډله ییزه توګه تعقیب کړي. په افغانستان کې دغه ښکارنده د قبیله يي- کلیوالي جوړښتونو په اډانه کې څېړل کیږي او ګوندونه په خپله د پورته او ښکته رابطې په تجسم بدل شوي دي. دغه ګوندونه ظارهراً خپل کار د خلکو د خوښې له شعارونو او ارمانونو پېلوي، خو ډیر ژر د هغو مشرانو لپاره پر خصوصي شرکت بدلیږي، چې د هغو عمري خاوندان شوي او له مړینې وروسته یې هم زامن او لمسیانو ته په میراث پرېږدي. هغه ارزښتونه چې دغه ګوندونه یې مطرح کوي، ان د خپلو غړو په منځ کې یې نه پالل کیږي او په خپلو اساسنامو کې لیکل شویو اصولو ته یې، د مشرانو او بنسټګرو له خوا درناوی نه کیږي. په دغو ګوندونو کې پرېکړې د ګوندي بنسټونو او جوړښتونو له لارې نه کیږي، فعالیتونه د تګلارې او پلان پر بنسټ مخته نه ځي، راپور ورکول او ځواب ورکول پکې نشته او په حکومتونو کې شته فساد او اختلاس لومړی د دغو ګوندونو په اډانه کې تمرین او ترسره شوی دی.
په افغانستان کې د ګوندونو د ناکامۍ تجربې په یوه ځانګړې بهیر پورې تړلې نه دي، بلکې ښي اړخي، کیڼ اړخي او ملتپال ګوندونه د یو یا څو ګوتو په شمېرکسانو پر چورلېز څرخېدلي او شالید، اعتبار او هویت یې په هماغه کس یا کسانو پورې غوټه شوی دی. د دغو ګوندونو غړي په هغو پلیو سرتېرو بدلیږي، چې د پېښو په بهیر کې کومه ونډه نه لري. په دغه راز ګوندونو کې د مشرۍ په کچه د نویو څېرو د رادبره کېدو زمینه برابره نه ده، د سازمان په رګونو کې نوې وینه جریان نه پیدا کوي او ګوند د وخت په تېرېدو سره، د هغه د غړو پر اوږو په داسې بې روحه جسد بدلېږي چې یوازې یې باید جنازه ولېږدوي. دا وضعیت د افغانستان د سیاسي کلتور یوه برخه او له ناورینونو نه د تېرېدو لپاره د دغه هېواد پر وړاندې یو خنډ دی.