د اقتصاد د یوه ډاکټر سیاسي قمار!

لیکوال: سپین ګل

د مالیې پخوانی وزیر او د اقتصاد ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، چې له جمهوریته وروسته دوره کې یې د محاسبو خلاف سیاسي قمار بایللی، اوس د خپل قمار د توجیه کولو لپاره، په افغانستان کې د جمهوري ارزښتونو د ځای نه لرلو لپاره، په روایت جوړولو بوخت دی.

زاخېلوال له هغو کسانو څخه و، چې د جمهوري نظام له ختمیدو او د دوحې د تړون په اصطلاح د « نوي اسلامي دولت» له رامنځته کیدو سره یې، د اټکل شوي موقت حکومت مشرۍ ته ځان ډېر مناسب او مساعد باله او ویل کیږي، چې له ځینو ښکېلو لوریو یې په دې اړه ډاډ او ملاتړ هم ترلاسه کړی و.

د اقتصاد دغه ډاکټر، چې له مختلفو سیاسي دورو سره د ځان عیارولو پراخې تجربې او مهارتونه لري، څه موده دمخه په یوه ټلویزوني مرکه کې د طالبانو له رژیمه د مرموزو نارضایتیو ترڅنګ، هڅه کوله چې دغې ډلې سره خپله ښکاره او پټه ملګرتیا توجیه او ووایي چې جمهوریت او ارزښتونه یې نور په افغانستان کې ځای نه شي موندلای.

هغه په افغانستان کې د امریکا د سولې پروژې، د نورو لوبغاړو په شان، د خپلې بایلنې ملامتي، د سقوط شوي حکومت پر مشرانو اچوله او ادعا یې کوله، چې که هغوی د دغې پروژې تر پایه ملاتړ کړی وای، دا پروژه نه ناکامیده او هر څه به ګل و ګلزار وای!

عمر زاخېلوال، چې اوس د ټولو سیاسي ډلو د لغوه کیدو په اړه د طالبانو امر ته په درناوي، د جمهوريت نسکورولو لپاره د خپلې اعلان کړې سیاسي ډلې «د افغانستان د نجات سیاسي حرکت» نوم نه‌اخلي، له ټولو بایلنو او ناکام نقش وروسته لا هم د طالبانو ننګه کوي او پر ټولو ناورینونو له بحث پرته وایي، چې د افغانستان هرې سیمې ته سفر او خلکو سره لیدنې کولای شي.

دده په باور، دا د یوه نظام د سقوط او یوه ملت د بدمرغه کیدو په بیه د رامنځته شوي« مثبت بدلون» تر ټولو مهم ټکي دي!

عمر زاخېلوال د جمهوري ارزښتونو د ریشخندولو لپاره، په ډېرې اسانۍ هڅه وکړه، چې طالبان په دې ټکیو خوشاله کړي: «مونږ په جمهوریت کې چندان انتخابات نه لرل، دموکراسي یې هم د دموکراسۍ په څېر نه وه، مدني فضا یې پر مدنیت برابره نه وه، ازادو رسنیو خپلې ستونزې لرلې او هر څه د بهرنیانو په ملاتړ چلیدل.»

د اوسنۍ زمانې دا اقتصادي ډاکټر، چې لا متوسط عمر لري، تر دې مخکې هم د ورځې په نرخ، په څېرو بدلولو کې ماهر پاتې شوی.

د هغه کورنۍ، د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمیعت اسلامي ګوند سره تړاو لري او پېښور کې د مهاجرت پر وخت یې، د دغه ګوند له مرستو ګټه اخیسته.

هغه د همدغه اړیکو پر اساس، د شورویانو او طالبانو خلاف، د احمد شاه مسعود د جګړې پر وخت توانیدلی و، چې د هغه تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي، ورسره وویني او له دغو اړیکو په استفادې، له بهرنیو موسسو سره په دغو لیرې پرتو او خطرناکو سیمو کې خپلې دندې او پروژې مخته یوسي.

نوموړي په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو له احمد شاه مسعود سره یې خپل عکسونه، د حامد کرزي د واکمنۍ او د ده د مالیې وزارت پر مهال خپاره کړي وو.

دا هغه مهال و، چې هم کرزي او هم یې د حکومت نورو ځواکمنو لوریو مسعود ته ځانګړی درناوی درلود او له هغه سره عکس لرلو څخه د ځان مهم ښودلو او د مسعود د پلویانو د ملاتړ لپاره کافي ګټه اخیستلی شوه.

زاخېلوال له کرزي سره د ډېرو نیږدې اړیکو سره، هغه مهال چې د نوموړي او لویدیزو هېوادونو ترمنځ ټکرونه زیات شول، د کرزي بې باورۍ سره مخ او په شخصي مجلسونو کې له لویدیز سره په پټو اړیکو تورن شو، خو د اړیکو دا ترینګلتیا جدي نه وه، له همدې امله زاخېلوال د کرزي د حکومت تر پایه، د افغانستان د خزانې حاکم پاتې شو.

زاخېلوال د حامد کرزي د حکومت د پای ته رسیدو په درشل کې وکولای شول، چې د ۲۰۱۴ په ولسشمریزو ټاکنو کې له اشرف غني سره خورا نیږدې او د ځینو ادعاوو پر اساس د دولت له بودیجې ورسره د یو لړ مرستو په اساس، له هغه څخه د خپلو فسادونو د دوسیو معافیت انتظار ولري.

د اشرف غني له ولسمشر کیدو سره، عمر زاخېلوال په لومړنیو پنځو ګومارنو کې، د هغه ستر اقتصادي سلاکار وټاکل شو. زاخېلوال، تر څه موده کار وروسته، کله چې د اشرف غني د حکومت پر خزانو له بشپړ حاکمیت څخه نهیلی شو، سیاست ته یې مخه کړه او د ځانګړو محاسبو او لېوالتیا پر اساس په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د اشرف غني ځانګړی استازی شو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغه مهال په مرموزو استخباراتي او نورو تړونونو کې هم د ښاغلي زاخېلوال رول او منځګړتوب ځانګړی یادیږي او دلیل دا ښودل کیږي، چې دی اوږده موده پاکستان کې پاتې شوی او له پوځي او ملکي واکمنانو سره یې ښې اړیکې او تعاملات لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې، د رسمي دروازې پرانیسته هم، په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه د زاخېلوال د دندې پر مهال وشوه.

هغه، د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې، د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو له شدت سره هم مهاله، په داسې حال کې استعفا وکړه او د دغو خبرو سرسخت ملاتړی شو، چې ویل کیږي پاکستان په افغانستان کې د رامنځته کیدونکي موقت حکومت د مشرۍ وعده ورکړې وه.

زاخېلوال په لومړیو کې، له دندې د استعفا دلیل شخصي وباله او اشرف غني د زړې ملګرتیا په خاطر، د غازي وزیر محمد اکبرخان مډال ورکړ.

هغه ژر د اشرف غني له بلاکه د کرزي بلاک ته داخل او سر یې په مسکو کې له طالبانو سره د کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په غونډه کې راڅرګند شو.

زاخېلوال په دغه غونډه کې د طالبانو او افغان سیاسي ډلو د ګډې اعلامیې د لیکلو او رسنیز کولو مسوولیت هم واخیست، یانې د جمهوریت خلاف د دغې غونډې په ویاند بدل شو.

هغه وروسته د یوه سیاسي حرکت د رامنځته کولو اعلان هم وکړ، چې د جمیعت اصلاح په نوم افراطیت خورونکې ډلې یو مشر یې، یو مرستیال او ایران ته نیږدې یو هزاره سیاستوال یې، بل مرستیال وټاکل شول.

زاخېلوال له ظاهراً جمهوري څېرې سره د هرات د مشهور افراطي ملا مجیب الرحمان انصاري او نورو داسې څېرو تر دروازو لاړ، چې د هغوی په ناسته طالبان ځان نه خوشاله او خپلې راتلونکې موخې ترلاسه کړي.

له دغو ټولو هڅو سره، زاخېلوال او د پروژې او ارمان نور ملګري یې، د جمهوریت په مرموز او ناڅاپي سقوط سره، د سیاسي قمار بایلونکي شول.

هغه، چې دغه مهال له افغانستانه بهر و، ژر د پاکستان له لارې له تورخم دروازې په موټرو کې، ځان افغانستان ته ورساوه، خو دا داسې وخت و، چې طالبانو ټول افغانستان نیولی و او زاخېلوال څه، چې تر ده نور ورته مهم لوبغاړي (حامد کرزي او ډاکټر عبدالله) نه هم لوری لودن ورک و.

زاخېلوال او هم‌نوعه خلک یې لا هم کرار نه دي، یا د کوم ځانګړي ماموریت او یا کومو پټو عقدو سړولو لپاره، لا د جمهوریت خلاف غږیږي، طالبانو ته لابي کوي او تمه لري، چې هڅې یې حد اقل په شخصي لحاظ ورته اړولي زیانونه لږ څه جبران کړي.

هغه کله د پخوانی ولسمشر حامد کرزې، په پراخو غلاوو تورن ورور محمود کرزی «د افغانستان تاریخي غل» بولي، او کله یې بیا بهرنیو مرموزو سفرونو ته بیایي او کله د داسې څېرو د لیدو لپاره د ځانګړي شوي طالب مقام مولوي کبیر دفتر ته له خپلو طرحو سره روان وي.

زاخېلوال او داسې نورو څېرو ته رنګ بدلول او د خپلو مرموزو او مسلسلو ماموریتونو دوام به یو عادي کار وي، خو افغانانو ته نه د اوسني وضعیت زغم عادي دی، نه ددې وضعیت راوستونکي عادي خاینان دي او نه به تاریخ دا هرڅه ته په عادي سترګه وویني.

د هغه په ګډون ټولو سیاسي قماربازانو ته، چې د بخت او مرموزو ماموریتونو په برکت- څو لسیزې- د افغانستان حاکمان او برخلیک ټاکونکي ول، لازمه ده، چې نور خپل ګرېوان ته سرونه ښکته او د ملت بدو ورځو ته په پاملرنې، د دوی ارادې او غوښتنې ته تسلیم شي.

د افغانستان وږی ملت ډوډۍ، بندیوانې ښځې ازادي او د کار او زده کړو حقونه او ځوانان په ټولو پروسو کې رول او حق غواړي، چې دا هرڅه د یوه منتخب، مشروع، مسوول او له نوي نسل او پاکو ظرفیتونو څخه په جوړ شوي نظام کې ممکن دي.

یادونه:

مقاله کې راغلي اندونه او فکرونه، لیکوال پورې اړه لري، ورځپاڼه یې تایید یا رد نه کوي. د نظرخاوندان او شننونکي کولای شي، خپلې لیکنې او مقالې ورځپاڼې ته را واستوي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button