د نړۍ په سیاسي – ټولنیزو ادبیاتو کې د ګوندونو مفهوم او مانا نوې ده. ګوندونه په اصل کې د بېلابېلو غوښتنو او لیوالتیاوو د یو ځای کېدو بنسټ دی چې په سیاسي جوړښتونو کې یې په شتون سره یو پر بل د سیاسي او ټولنیز ځواک د متقابلې اغیزې ښندلو له پاره وړ جوړښتي او عیني زمینې برابرې کړې دي. د ساده تعریف له مخې ګوند هغه سیاسي سازمان دی چې د یوې موخې او فکر له خلکو جوړ شوی او د منظم تشکیل، لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله سیاسي پروګرامونو په درلودو سره له نورو ورته سازمانونو لکه جبهه او سیاسي ډلې څخه بېلیږي او د دولتي واک او یا په واک کې د شریکیدو له پاره مبارزه کوي.
تشکیلات چې په اصل کې د یوه سیاسي ګوند بنسټیز عنصر دی، په دې مانا دی چې ګوند باید د مشرتابه کمېټه، کاري او عملیاتي کمېټه او دغه راز د ترویج ، جلب او جذب کمېټه ولري. دغه راز سیاسي ګوند باید بروکراتیک جوړښت ولري، سلسله مراتب پکې په پام کې ونیول شي، څو د بېلابېلو جوړښتونو ترمنځ ارګانیکه اړیکه ټینګه شي، موخه یا ایډیالوژي د ګوندونو بل عنصر دی. سیاسي ګوندونه باید قواعد، اصول او لیدلوري ولري چې په ټوله کې هغه ته موخه یا د ګوند ایډیولوژي وايي.
سره له دې چې په اروپا کې د سیاسي ګوندونو مخېینه اوولسمې پیړۍ ته رسیږي، خو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو مخېینه او تاریخ د اروپايي هیوادونو په پرتله کم دی. په افغانستان کې دودیز جوړښت ته په پاملرنې، د استبدادي رژیمونو شتون، له تاوتریخوالي ډک جغرافیايي چاپیریال او کوچیاني ژوند چې ددې هېواد په ټولنیز- سیاسي تاریخ کې شتون لري، له یوې خوا د سیاسي ګوندونو مخېینې ته د هغو سازمانونو په توګه چې په عیني او جوړښتي ډول د وګړو او واک ترمنځ اړیکې ته مانا ورکوي، ډیره لنډه ده او له بل لوري په دې هېواد کې ځواکمن، ټولګډونه او ملي ګوندونه نشته. داسې ګوندونه چې په فعالانه ډول په سیاسي جوړښتونو او واک کې ښکیل او دخیل وي او د وګړو او سیاسي واک ترمنځ له مفهومه ډکه اړیکه تمثیل کړي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د ریښو موندلو له پاره اړ یو چې شلمې پیړۍ ته ولاړ شو. سره له دې چې ددې پیړۍ په لومړیو کې په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ رامنځته شو، خو دې جریان ونه شو کولای چې پر یوه فعال سیاسي بهیر بدل شي. له حبیب الله خان وروسته چې کله ترقي غوښتونکی پاچا امان الله خان واک ته ورسید، سره له دې چې سیاسي فضا پرانستل شوه، خو د سیاسي ګوندونو د بهیر رامنځته کیدل بیا هم لرې خبره وه او ددې وړتیا نه وه چې په دې دوران کې دې هم سیاسي ګوندونه رامنځته شي. په اصل کې سیاسي ګوندونه هم په یوه ځانګړي چاپیریال کې رامنځته کېږي چې د امان الله خان په وخت کې هم په اصل کې ددې له پاره زمینه نه وه برابره.
تاریخي مخینه
تاریخ پوه او لیکوال امان الله شفايي، ویښ زلمیان په افغانستان کې لومړی سیاسي جوړښت بولي.
دا سازمان له جوړیدو وروسته ډیر ژر د یوه سازمان او جوړښت په چوکاټ کې راڅرګند شو او ددې سیاسي جوړښت یوه ځانګړنه پر حکومت او سیاسي قدرت نیوکه وه. د پنجشیري په خبره ، ددې ټولنیز او فکري جوړښت په لیکو کې په اشرافو پورې اړوند روڼ اندي، ځمکوال، د منځنۍ کچې پانګوال، ښاري کسب ګر، ملکان او اصلاح غوښتونکي علما شامل و. ددې ټکي یادونه مهمه ده چې ددې جریان د غړو ذهني او فکري لارې چارې ناهمغږې وې او بېلا بېلې نظریې او فکرونه یې درلودل.
سره له دې چې ویښ زلمیانو په نوي افغانستان او ډیموکراتیک سیاسي نظام باور درلود، خو پښتونیزم عنصر پکې له ورایه ښکاریده؛ یا په بل عبارت ددې سیاسي – ټولنیز غورځنګ اساس پښتونیزم و. هغه غورځنګ چې ویل کېږي د پارسي ژبو ګوندونو د رامنځته کیدو په غبرګون کې لکه «وطن ګوند» او «ندای خلق ګوند» رامنځته شو. یو شمېر پر دې باور دي چې ویښ زلمیان د یوه سیاسي ګوند جوړښت نه درلود او د غړو فکر او اند یې له یو بل سره همغږی نه و.
خو ویښ زلمیان د غړو د شمېر له پلوه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو له هغو سیاسي جوړښتونو څخه و چې زیات غړي یې درلودل چې په دولتی جوړښتونو کې یې زیات واک درلود او تقریبا د شاه محمود په حکومت کې یې د پارلمان درې برخې ددې ګوند غړي و.
«وطن» ګوند او «ندای خلق» ګوند دوه سیاسي- ټولنیز جریانونه وو چې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په تاریخ کې د ګوند په توګه رامنځته شول او پر فعالیت یې پیل وکړ. ددې دوو ګوندونو له رامنځته کېدو وروسته چې سیاسي حالت او شرایطو ته په پاملرنې سره په افغانستان کې ګڼ سیاسي ګوندونه رامنځته شول، په سیاسي ایډیولوژي پورې له تړلو ګوندونو بیا تر ملي او ناسیونالیست ګوندونو، په مذهب پورې له تړلو جریانونو بیا تر جهادي ګوندونو پورې چې په ۸۰ او ۹۰ میلادي لسیزو کې د افغانستان په سیاست ور ګډ شول.
له خلکو پرته ګوندونه
د افغانستان لومړي ګوندونه او جریانونه ناسیونالیست او ملي و، د کمونیستانو د دورې ګوندونه تر ډیره بریده په مارکسیسم او د قومیت په ایډیالوژۍ پورې تړلي و او جهادي ګوندونه چې د مجاهدینو په خپل منځي جګړو کې رامنځته شول، په مذهب او قوم پورې یې تړاو درلود. دې درې واړو ګوندونو ته په پاملرنې سره په دې ټولو کې قوم او قومي ناسیونالیزم له ورایه ښکاریده او دې سیاسي جریانونو هیڅ وخت ونه شو کولای د قوم له دایرې ووځي، ملي او ځواکمن جوړښت رامنځته کړي.
ډېری هغه سیاسي ګوندونه چې د افغانستان په شل کلن سیاست کې یې ګډون درلود، په کافي اندازه وړتیا یې نه درلوده څو وکولای شي د افغانستان پر سیاست اغیزه ولري او وکولای شي د خلکو او سیاسي جوړښتونو ترمنځ له مانا ډکه اړیکه رامنځته کړي. د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو دفتر په یوه څيړنه کې د افغانستان د سیاسي ګوندونو د رول په اړه پوښتنې کړې دي. په څیړنه کې ګډونوالو یو شمیر کسانو ویلي دي چې د افغانستان سیاسي ګوندونه له ایډیال ګوندونو سره په تقابل کې دي او په دې سره نه شي کولای د هېواد په ټیکاو او پرمختګ کې رول ولوبوي.
د ځواب ویونکو په باور اوسني ګوندونه په اصل کې د افغانستان د ټولنیز ګډوډ او پاشلي حالت مسوولیت پر غاړه لري چې د وروستیو څو لسیزو له ستونزو څخه اغیزمن دي.
د دې څېړنې ځوابونه په ډاګه کوي چې خلک په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر رول باور نه لري او ان په ځینو مواردو کې ددې ګوندونو رول ناوړه او ویجاړونکی بولي. له بل لوري، د افغانستان ټاکنیز نظام په سیاسي جوړښتونو کې د ګوندونو بنسټیز رول محدود کړی او ددې ګوندونو په جوړښتونو، تشکیلاتو او موخو کې نیمګړتیاوې ددې لامل ګرځيدلي چې په افغانستان کې یې رول کمزوری کړي.
ګوندونه د بېلابیلو کړونو په ترسره کیدو سره کولای شي په سیاسي ټیکاو، سیاسي ګډون او ملي امنیت کې د یوه بنسټیز بدلون په توګه خپله اغیزه ولري. له همدې امله کولای شو ووایو چې د هرې ټولنې سیاسي ټیکاو په سیاسي مشارکت پورې اړه لري. دلته د سیاسي ګډون کچه په ځلونو له هغو ټولنو څخه ټیټه ده چې د سیاسي مشارکت له لوړې کچې څخه برخمنې دي. د ګډون کچه د نننۍ نړۍ د دموکراتیکو سیاسي نظامونو د مشروعیت د کچې ښکارندوی دي.
که چیرې وغواړو د سیاسي ټیکاو، سیاسي ګډون او سیاسي ګوندونو د بدلونونو اړیکه د یوې سیاسي کتلې په منځه کې تر څیړنې لاندې ونیسو، نو دا به جوته شي چې دا بدلونونه یو د بل ملاتړي او د یو بل وړتیاوې پیاوړې کوي.
په سیاسي پراختیا کې د سیاسي ګوندونو له رول څخه انکار نه شي کیدای. سیاسي ګوندونه د سیاسي او ملي پراختیا په بهیر کې رغنده رول لري. سامویل هانتنګتون پر دې باور و، هر هېواد چې غواړي د پراختیا او پرمختیا په لاره کې ګام پورته کړي، اړ دي چې سیاسي ګوندونه ومني. دغه راز دیویډ اپټر هم په ډاګه کوي چې د معاصرو ټولنو په بیارغونه کې سیاسي ګوندونه داسې ځواک رامنځته کوي چې د هر هیواد د بیارغونې له پاره یوه نمونه وي. نو له همدې امله مهمه ده چې سیاسي ګوندونه په اوسنۍ نړۍ کې بنسټیز رول ولري او په تیرو دوو لسیزو کې چې کومو سیاسي ګوندونو او هغو ته ورته ګوندونو چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه، و نه شو کولای چې فعالیتونه او کړنې هغه ډول چې وړ دي ترسره کړي. سره له دې چې د سیاسي ګوندونو د شتون په اړه بیلا بیل لیدلوري شته، خو په دې لیکنه کې سیاسي ګوندونه فرض شوي دي.
هغه پنځه کارونه چې سیاسي ګوندونو ترسره نه کړل
سیاسي ګوندونه د خپلو پنځو بنسټیزو کارونو په درلودلو سره کولای شي د سیاسي ټیکاو په ټینګښت کې د یوه بنسټیز بدلون په توګه اساسي رول ولوبوي چې له سیاسي مشارکت، د سیاسي نظامونو مشروعیت، ملي یووالي، د کشالو مدیریت او وروستی مورد د یو بل منلو څخه عبارت دي. ګوندونه په دې پنځو کارونو سره کولای شي د یوه بدلون په توګه را څرګند شي چې په سیاسي ټیکاو او یا بې ثباتۍ کې رول ولري. دا ټکي په ډاګه کوي چې سیاسي ټیکاو او امنیت تر کومې کچې د سیاسي ګوندونو له خوا تر اغیزې لاندې دي. له دې نه جوتیږي چې که چیرې سیاسي ګوندونه خپل مسوولیتونه په بشپړ ډول ترسره کړي، د سیاسي ټیکاو ضریب لوړیږي او هغه هیوادونه چې ګوندونه یې کمزوري او بې کاره دي، نو هلته امنیت او ټیکاو له ننګونو سره مخ وي.
سیاسي ګډون په یوه هیواد کې په سیاست او سیاسي جوړښتونو کې د ښکیلتیا له پاره د یوې ټولنې د وګړو د برخمنیدو له کچې څخه عبارت دی. نو له دې امله هغه مهال د یوه هیواد سیاسي ټیکاو خوندي کیږي چې هلته د سیاسي ګډون کچه لوړ شي او ورپسې د سیاسي بنسټونو پیچلتیاوې، عملي کیدل او انسجام زیاتوالی ومومي. دا چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه کمزوري دي، رول او اغیز یې هم ټیټ دی. ددې ګوندونو له کمزورۍ سره سیاسي ګډون هم کموالی موندلی او د افغانستان سیاسي ټیکاو له خنډونو سره مخ دی.
له بل لوري هغه ټولنې چې پکې د سیاسي ګډون کچه لوړه وي، د سیاسي- ټولنیزو کړکیچونو پر وړاندې مقاومت لري. نو له دې امله د افغانستان سیاسي ګوندونه د ښه کار په ترسره کولو سره کولای شول چې د بې ثباتۍ، ټولنیزو کړکیچونو او ناامنیو مخه ډب کړي. ګوندونه په دې بهیر کې دوه سره تیغ ته ورته دي. له یوه لوري د دې ګوندونو د پیاوړتیا په صورت کې دوی کولای شول سیاسي ټیکاو تضمین کړي او کړکیچونه راکم کړي، څو د هیواد امنیتي ضریب پورته ولاړ شي او له بل لوري د دوی له کمزورۍ او ضعف سره د بې ثباتۍ او د سیاسي مشارکت نشتوالي ته زمینه برابره شوې ده. په دې حالت کې نور مفاهیم له هغې جملې ملي واک، ملي یووالی او ملي ګټو خپل ماهیت له لاسه ورکړی دی.
د سیاسي ټیکاوه په بهیر کې د سیاسي ګوندونو یو بل ځانګړی کار، په یوه هیواد کې نظامونو ته مشروعیت بښل دي.
لومړنیو حکومتونو په هغو هېوادونو کې چې شاهي نظامونه، الیګارشي ارستوکراتیک، استعماري یا پوځي حکومت یې له منځه وړی، لامل یې دادی چې د نوي حکومت او نظام په موخه یې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره مشروعیت بښوونکي بنسټ ته لاس اچولی دی چې په دې برخه کې ګوندونه یوه مهمه برخه ده په هر کچه چې په یوه سیستم کې د دولتونو د مشروعیت کچه لوړیږي، په هماغه کچه سیاسي ټیکاو او ملي واک هم پورته ځي او د امنیت سیستم په یوه هیواد کې په اصلي مانا زیاتوالی مومي او چې څومره د یوه دولت سیاسي مشروعیت کمیږي او بنسټونه شتون نه لري چې دا مشروعیت یې رامنځته کړی او د دولت او ملت ترمنځ د اړیکې په توګه رول ترسره کوي، نو هلته د ټیکاو او حکومتولۍ نزولي حرکت پیلیږي.
په افغانستان کې تر ډیره بریده داسې ځواکمن سیاسي ګوندونه نشته چې د سیاسي مشروعیت بهیر ته وده ورکړي او باثباته او ځواکمن نظامونه رامنځته کړي، نو له دې امله سیاسي ټیکاو، ملي امنیت او ملي واک زیان لیدلی دی. په همدې دلیل باید د سیاسي ټیکاو رامنځته کولو له پاره د دولت مشروعیت بښونکي بنسټونه پیاوړي کړو چې یو له دغو بنسټونو څخه سیاسي ګوندونه او ملي بنسټونه دي. ګوندونه کولای شي د یوه دولت ستنې پیاوړې کړي او د یوه ملي، انساني او مډرن یا عصري دولت د جوړیدو له پاره زمینه برابره کړي. خو په تیرو شلو کلونو کې نه واکمن سیاست د پیاوړو ګوندونو له پاره زمینه برابره کړه او نه سیاسي ګوندونو داسې پروګرامونه درلودل چې وکولای شي د ټیکاوه په رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي.
درېیم رول چې سیاسي ګوندونه یې د سیاسي ټیکاو او ملي واک په رامنځته کولو کې ترسره کولای شي، د کشالو مدیریت دی. د سیاست جوهر، د کشالو مدیریت او په تلپاتي مدیریت کې د سیاسي سیستم وړتیا هغه بدلون او بیلا بیلې غوښتنې دي، چې هغه ته ورکول کیږي. د کشالې په مدیریت کې د ګوندونو رول په زیاتو بدلونونو پورې اړه لري.
د بیلګې په ډول کېدای شي په ټولنه کې ټولنیز درزونه په هغه کچه بنسټیز او ژور وي چې د هغو هواری سیاسي ګوندونو ته ستونزمن وي.
په یوه سیستم کې ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او هویتي درزونه یو له هغو سترو خنډونو څخه دي چې کولای شي سیاسي ټیکاو په ګډوډۍ بدل او د یوه هیواد د ړنګیدو له پاره زمینه برابره کړي.
په تیرو شلو کلونو کې سیاسي ګوندونه نه یوازې پر دې ونه توانېدل چې کشالې، سیاسي- ټولنیز درزونه مدیریت کړي، بلکې خپله دوی د کشالې یو لوری شول او یو بل یې په سر سر وټکول. دوی د مسایلو په اړه منظم پروګرام اوږدمهاله پلان او ستراتیژیک لیدلوری نه درلود او خپله د ستونزې یوه برخه و چې په پایله کې افغانستان له یو بل توپان سره مخ شو او د یوه نوي او باثبات افغانستان د رامنځته کېدو لپاره ټولې هلې ځلې له منځه ولاړې.
د ګوندونو د یوخیلوالي کچه هم د کشالو په اغیزناک ډول مدیریت کې مهمه ده. سره له دې د ګوندونو جوړښت، فعالیت، مشري او د کاري ډلو وړتیا په هیواد کې د کړکیچونو، درزونو او کشالو د مدیریت په برخه کې اغیزناک لاملونه دي. خو له دې سره جوخت همدا ګوندونه په بیلا بیلو سیمه ییزو او محلي کچو کې د نفوذ په درلودلو او د قومي لږکیو او مخالفو مشرانو په منلو سره د بیلا بیلو ډلو له پاره د رضایت امکان او د کشالو د هواري له پاره فرصت رامنځته کولی شي. په هر کچه چې په سیمو کې سیمه ییزې کشالې او ستونزې حل شي، په هماغه کچه امنیت ټینګ او ملي امنیت له زیانمنیدو څخه خوندي پاتې کیږي.
په پایله کې په عمومي ډول ویلای شو چې ګوندونه په کشالو کې په خپل ګډون سره کولای شي، دا خنډونه له منځه یوسي او واک غوښتونکې ډلې او افراد سوله ییزې لارې ته ورستانه کړي. په سر کې په ګوند کې د هغو کسانو راغونډول چې بیلا بیلې ګټې لري او بیا د ټولیزو ګټو پر بنسټ د خپلو موخو او ګټو پر تعقیبولو د هغوی قانع کول. نو په دې ډول هغوی ټول هغه ګټې چې ملي دي او د ټولو د مصلحت سره سمې دي مني. دویم، له یوه نه بل ته د واک د لیږد د زمینې برابریدل او په سوله ییز ډول د موخو او د ځواکمنو ډلو د ګټو د ترلاسه کیدو له پاره د قواعدو عملي کیدل او منل، له ګوند څخه بهر دي، لکه سیال سیاسي ګوندونه. په پای کې یوازې هغه مهال تاوتریخوالی خپل ځای ټیکاو او ارامۍ ته پریږدي چې په هیواد کې ځواکمن ګوندونه شتون ولري او وکولای شي په اغیزناک ډول د کشالو مدیریت ترسره کړي.
په سیاسي ټیکاو کې د ګوندونو څلورم رول د ملي یووالي رامنځته کول دي. دا خبره تر خپلې واکمنۍ لاندې خاورې د کنټرول له پاره د دولت پر وړتیا او دغه راز د خلکو هغه چلندونه چې د هیواد او ملت پر وړاندې یې لري، چې معمولا د وفادارۍ، یووالي او ملي ملاحظاتو ته پر توکمي ملاحظاتو برتري ورکول دي. یو شمیر نورو ته بیا ملي یووالی له هغو جوړښتونو او بهیرونو څخه عبارت دی چې د هغو له مخې په یوه خاوره کې بېلا بېل عناصر په سیاسي سیستم کې د ګډون په مانا دي. پروسه یي همپالنه باید په ملي همپالنې باندې تعریف شي.
سیاسي ګوندونه کولای شي چې متقابلو او نه بیلدونکو اړیکو په رامنځته کولو سره ټولنیز درزونه راکم او له دې لارې ملي یووالی رامنځته کړي. سیاسي ګوندونه کولای شي د منځګړي په توګه د دښمنو ډلو ترمنځ د شخړو کچه راکمه کړي او د ملي وفاق رامنځته کوونکي په توګه راڅرګند شي. دا ټول په هغو سیاسي ګوندونو کې ترسترګو کیدای شي چې پرمختللي او د یوه منظم جوړښت او مشرتابه درلودونکي وي.
نو له دې امله کمزوري سیاسي ګوندونه نه یوازې دا چې اغیزناک فعالیت نه شي ترسره کولای شي، بلکې کولای شي سیاسي ټیکاو کمزوری کړي او د بې ثباتۍ او ناامنۍ له پاره لار هواره کړي.
پنځم رول چې ګوندونه یې په سیاسي جوړښت کې درلودلی شي او کولای شي له امنیت او ټیکاو سره مرسته وکړي، د خلکو له لوري په سیاسي ډول د ټولنې منل دي. هر سیاسي سیستم د خپلې بقا او په اغیزناک ډول د خپلو کړنو ترسره کیدو له پاره اړ دي چې سیاسي ارزښتونه او لارې چارې د سیالۍ پر قاعدې بدله او نویو راغلو کسانو ته یې ولیږدوي. دا نوي راغلي کسان کیدای شي نړۍ ته راغلي کسان یا هغه کسان وي چې د یو بل هېواد څخه یوه نوي سیاسي نظام ته راوستل کیږي. دا کسان باید سیاسي ارزښتونه او لارې چارې زده کړي او د یوه سیاسي سیستم پر ټولو اړخونو خبر او هغه په ځان عملي کړي. پرته له دې بې نظمي رامنځته کېږي او سیاسي نظم له کړکیچ سره مخ کیږي. سیاسي ټولنمنل یانې د یوه نظام د لارو چارو او ټولو اړخونو زده کول او د سیاسي – ټولنیز نظم د رامنځته کیدو له پاره ددې ټکو عملي کیدل او له ګډوډۍ څخه مخنیوی کیدای شي د یوه هیواد د وګړو له پاره د ژوند شرایط سخت کړي.
د سیاسي ګوندونو رول د خپلو غړو پر چلن د اغېزې له پلوه هم ډېر مهم دی. ګوند د ډول له پلوه نه یوازې دا چې د پوهانو او مشرانو د راغونډولو وسیله ده، بلکې له هغو نه مهم دا چې ګوند د ټولنمنلو او سیاسي روزنې له پاره یوه وسیله ده چې د حکومت پر وړاندې چلند او عادت رامنځته کوي او له مهم نه د نامهم په بیلولو، د خلکو له پاره د معاصرو او تاریخي موضوعاتو په ډاګه کولو، په اسانه او ساده ډول د سیاستونو او دولتي پروګرامونو په څیړنې او توضیح کولو سره کولای شي په سیاسي بهیر کې د ګټو او احساساتو راپارولو ته مخ کړي.
ګوند له خلکو سره مرسته کولای شي چې له ماشومتوب څخه د نظام او حکومت په اړه یو شمیر ارزښتونه او د سیاسي جریانونو وړ بڼه په ځان کې راولي.
په افغانستان کې سیاسي ګوندونه له یوه لوري د نه اغیزمنتیا، په میراثي ډول د مشرۍ په درلودلو او د ځواکمن سیاسي او تشکیلاتي جوړښت په نه درلودلو پورتنۍ خبرې یوه هم نه لري. دا ګوندونه نه شي کولای د وګړو د سیاسي ګډون کچه لوړ کړي او نظامونو ته ټیکاو وبښي. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې لا هم په افغانستان کې ځواکمن، اغیزناک او پرمختللي سیاسي ګوندونه نشته او په تیرو شلو کلونو کې د متمرکز سیاسي نظام شتون هم د ځواکمنو سیاسي ګوندونو د رامنځته کیدو مخه ډب کړې وه. نو له دې امله دغه ګوندونه نه شي کولای په افغانستان کې شته کشالې مدیریت او سیاسي یوالی رامنځته کړي او دغه راز په سیاسي ډول د ټولنې منل او د وګړو سیاسي پوهه لوړه کړي. په ټوله کې ویلی شو چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه ددې پر ځای چې مشروعیت بښوونکي وي، مشروعیت تروړونکي او دولت دښمن دي او دا یوه له هغو ستونزو څخه ده چې ټیکاو، امنیت او یووالی پورې تړلی دی.
سرچینې:
شفایی، امانالله، په افغانستان کې سیاست او حکومت.
نشاط، زلمی او نور، په افغانستان کې د ولسواکۍ ستونزمنه لار، کابل: د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز.
رحیمی، حسین، په سیاسي پراختیا او ملي امنیت کې د ګوندونو رول، تهران: د ستراتیژیکو مطالعاتو فصلنامه.