پومپيو: اشرف غني د زلنسکي برعکس په الوتکه کې سپور شو او امن ځای ته یې پناه یووړه

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پومپیو ویلي چې د زلنسکي خلاف چې پرېکړه یې وکړه په خپل هېواد کې پاتې شي، اشرف غني په الوتکه کې سپور شو او امن ځای ته ولاړ، په داسې حال کې چې د افغانستان زیات شمېر اوسېدونکي کړېږي.
مایک پومپیو شنبې د مرغومي په ۲۴مه د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انستیتوت کې د خپل کتاب د مخکتنې په مراسممو کې ویلي چې اشرف غني تل له طالبانو سره له خبرو سره مخالف و؛ ځکه هغه ځان منتخب ولسمشر باله، په داسې حال کې چې د پومپيو په وینا، اشرف غني په ټاکنو کې د خلکو رایې «غلا» کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر د اشرف غني له خوا د سولې مذاکرات خواشینونکي بللي او ویلي یې دي چې د غني دا کړنې د دې لامل شوې، افغانستان له دې ډول برخلیک سره مخ شي.
پومپیو زیاته کړې: «زموږ دوستانو لکه څنګه چې له دې مخکې یې پرموږ باور درلود، نور یې نه لري.»
هغه تلویحاٌ ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ولادیمیر پوتین ته جراات ورکړ ترڅو پر اوکراین برید وکړي.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د اشرف غني په تېښتې سره، طالبان کابل ته راغلل او جمهوري نظام سقوط وکړ. پخوانیو امریکايي چارواکو له دې مخکې هم د اشرف غني پر تېښتې نیوکه کړې ده.