پاپ فرانسیس او د الازهر پوهنتون امام د نړۍوالې سولې غوښتنه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس او په مصر کې د الازهر پوهنتون لوی امام شیخ احمد الطیب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د «انساني ورورولۍ» په نامه د سولې غوښتنه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر له روغتونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوې بیانیې په لیږلو سره ویلي، چې دریمه نړیواله جګړه روانه ده او بشریت د ورورولۍ له نشتوالي کړېږي.

د پاپ په بیانیه کې چې د واتیکان د بهرنیو چارو وزیر پاول ریچارډ ګالاګیر لخوا لوستل شوې، راغلي:« زموږ په وخت کې، په اټومي وسلو او د ډله ییزو وژنو په وسلو سره، د جګړې ډګر عملاً نامحدود شوی او بالقوه اغیزې یې ناورین زېږوونکې دي.»

په همدې حال کې شیخ احمد الطیب په افغانستان، عراق، سوریې، فلسطین او لیبیا کې جګړو ته په اشارې سره ویلي، بې ځایه جګړې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

هغه د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطیني د کورواکې ادارې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه هم وکړه.

د الازهر ستر امام له دې پرته چې د اوکراین نوم واخلي، یادونه کړې ده چې د اروپا په ختیځو پولو کې روانې جګړې به بشریت بیرته خپلو لومړنيو دورو ته ستون کړي.

هغه زیاته کړې ده: «هغه ماموریت چې د الازهر او کاتولیک کلیسا لخوا د نړۍ د سولې لپاره د انساني ورورولۍ په اړه په ۲۰۱۹ سند کې تعقیبیږي، باید د سیاسي مشرانو لخوا تعقیب شي.»

د يادونې وړ ده، چې روانه مياشت متحده عربي اماراتو د سولې په ټينګښت کې د «انساني ورورولۍ» اهميت په امنيت شورا کې د خپلې مشرۍ د اصلي محور په توګه غوره کړى دى.

د کاتولیکې کلیسا او الازهر پوهنتون له څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پر بنسټ یې باید له کرکجنو خبرو، توکم پالنې، د نورو له وېرولو، له نه زغم، جنسیتي تبعیض او د افراطیت له کړنو چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوي دي، ډډه وشي.

دغه پرېکړه ليک چې د متحده عربي اماراتو او بريتانيا لخوا يې ملاتړ شوى، د رایو په اکثریت سره تصویب شوی ده.

ورته لیکنې

Back to top button