په غور کې بې وزلي او تنګسه، خلک د خوراکي توکو د بیې له لوړېدو شکایت لري

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو او د ډیری ملي او نړیوالو بنسټونو له تړل کېدو وروسته، د مطلق اکثریت هېوادوالو ورځنی عاید کم شوی دی. وروستي بدلونونه، د پانګونو د کمېدو، اقتصادي بې ثباتۍ او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو یو لوی لامل بلل کیږي. د غور اوسېدونکي د کار له نشتوالی، د تنګسې او د بې وزلۍ له زیاتېدو او د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

جمعه ګل د غور ولایت د کندلان کلي اوسېدونکی دی. هغه یو وخت د فېروز کوه ښار په یوه کورني بنسټ کې دنده ترسره کوله، خو د مخکیني نظام تر ړنګېدو وروسته یې خپل کار له لاسه ورکړی او تراوسه ځان ته د مناسب کار پر پیدا کولو نه دی بریالی شوی. هغه وایي، چې له بده مرغه د فیروز کوه ښار بازارونه د بیو له پلوه ښه وضعیت نه لري او هر هټيوال خپل توکي په خپل زړه پلوري.
هغه زیاتوي:« د ښار په دکانونو کې هرکس خپل توکي په بیله بیه پلوري. یو من کچالو له ۱۱۰ تر ۱۴۰ افغانیو بیه کوي. هېڅ داسې اداره نشته چې بیې کنټرول کړي. له دغو بازارونو نه بې پوښتنې ښارجوړشوی. خلک هم نه پوهېږي، چې څه وکړي،هېڅ ځای هم نشته چې ورشو او ورته ووایو، چې ولې بیې یو شان نه ټاکل کیږي»

جمعه ګل زیاتوي، چې سږکال په غور کې د خلکو وضعیت ښه نه دی او د دغه ولایت ډيری اوسېدونکي د خپلې شپې او ورځې ډوډۍ نه لري. د ده په وینا، ژمی هم رارسیدلی او په دغه ولایت کې داسې کورنۍ هم شته چې دوه وخته خواړه نه شي خوړلای. جمعه ګل د غور ولایت یوازینی اوسېدونکی نه دی چې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي، بلکې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي له ورته ستونزو سره مخ دي.

د فېروز کوه ښار بل اوسېدونکی سلیم وایي، چې په دغه ولایت کې د خوراکي او ناخوراکي توکو بیه خورا لوړه شوې ده او خلک یې د پېرلو وس نه لري. د غوردغه اوسېدونکی زیاتوي:« ژمی راورسېد، خلکو پخوا د مني په لومړی او دویمه میاشت کې د خپل ژمي خوراکي توکي برابرول، خو سږکل سلګونه کورنۍ پر دې نه دي توانیدلي چې د ژمي لپاره څه وپېري» هغه زیاتوي« کله چې یوه کیلو پياز په ۵۰ افغانیو او یوه بوجۍ اوړه په ۲۷۰۰ افغانیو وي او سړی کارو بار هم ونه لري، څرنګه کولای شي چې څه وپېري؟»

د غور ولایت د مدني ټولنې یو فعال ګل احمد وایي:« خلک وزګار دي او په لاس کې یې څه نشته. په اوسني وضعیت کې په کاروه چې واکمنو د خلکو وضعیت ته په کتو د بیو د لوړېدو مخه نیولې واي، خو له بده مرغه، سره له دې چې په غور کې ژمی رارسیدلی، د بیو د ټېټېدو پرځای د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو شاهدان یو، په خواشینۍ سره باید ووایم چې داسې یوه اداره هم نشته چې بازار کنټرول او پر توکو بیه وټاکي.»

د غور اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي، چې اوسمهال په فېروز کوه ښار کې یوه بوجۍ ښه ورېجې  تر ۳۳۰۰ افغانیو پلورل کیږي، خو خلک یې د پېرلو توان نه لري.

بل خوا، یو شمېر کسان چې په فېروز کوه ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، هم د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو اندېښنه څرګندوي. هغوی وایي، چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د بازار د لوېدو لامل هم شوي دي. عبدالقادر چې په فېروز کوه ښار کې د خوراکي توکو د پلور هټۍ لري وایي:« موږ هم خوښ نه یو چې بیې لوړې شي، کله چې هرات ته ځو او هلته خوراکي توکي پېرو او تر فېروز کوه رارسېږي، لګښت پرې راځي، د ټولو لګښتونه او کرایې حساب وکړئ، په یوې بوجۍ ورېجو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پاتې کیږي. موږ هم له همدې هټۍ د خپلې کورنۍ لګښت پيدا کوو. همدا بې وزلي ده، چې اوس بیې لوړې شوې او هېڅ ګټه نه لري او ان زموږ تش لګښت نه کیږي.»

د غور اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که بازارونه کنټرول نه شي، خلک په تش لاس سره د خپلو کورنیو  نفقه نه شي برابرولای او په دغه ولایت کې د انساني غمېزې د رامنځته کېدو احتمال شته.

ورته لیکنې

Back to top button