د کابل هوا سړه ده او د ژمي د څیلې لمر د لوېدلو په حال کې، د پاخه عمر لرونکې یوه مېرمن سره له هغو ټولو اندېښنو چې په سر کې یې لري، د یوه واټ ترڅنګ له خپلې لاسي کراچۍ سره ناسته ده او د لوږې له بلا څخه د خپل ځان او ماشومانو د ژغورلو لپاره مبارزه کوي. په پلازمېنه کې د حاکمې بېوزلۍ او بې روزګارتیا فشار په ورایه د هغې له سترګو ښکاري. هغه سترګې چې د بې کوره او نالوستو دریېو ماشومانو راتلونکې په اړه اندېښمنې دي. هغه پرته له بېوزلۍ او نادارۍ بل څه په خوله نه راوړي؛ هغه بېوزلي چې د ښځو او نارینهوو په ګډون یې د افغانستان تر نیمایي نفوس څخه زیات د خلکو ژوند ګواښي. دغه کونډه ښځه وایي چې لاسي کراچۍ او څو جوړه جرابې او دستکشې یې د ژوند د چارو د پرمخ بیولو یوازینۍ هیلې دي.
اته څلوېښت کلنه قمربي بي یوه له هغو سلګونو ښځو څخه ده چې بېوزلۍ اړ کړې ترڅو په هغو کارونو لاس پورې کړي چې په ټولنه کې د حاکم فرهنګ له مخې، په نارینهوو پورې اړه لري. قمر بي بي د هغې ښځې په توګه چې خپل خاوند یې له لاسه ورکړی او د کورنۍ دروند بار پخپله لېږدوي، له خپل دوولس کلن زوی سره د کابل پر واټونو په کار کولو بوخته ده.
نوموړې څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د کاپیسا ولایت له نجراب ولسوالۍ څخه کابل ته راغلې او اوسمهال همدلته ژوند کوي. دغه مېرمن ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې کابل ته په راتګ سره یې خپل خاوند له لاسه ورکړ او په خبره یې خپلې درې لورګانې یې هم واده او په خپل بخت پسې تللي دي. دا مېرمن اوسمهال له خپلو دوو زامنو او یوې وړې لور سره د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. مشر زوی یې دوولس کلن او کوچنۍ لور یې اته کلنه ده. نوموړې د خپلو مشرانو لوڼو له نه خواخوږۍ شکایت لري چې د ژوند په سختو ورځو کې یې د خپلې مور او کوچنیو وروڼو لاسنیوی نه کوي. په ورته مهال وايي هغوی هم ګرمې نه دي، په دې شرایطو کې د ژوند مخته بیول ډېر ستونزمن دي.
قمر بي بي چې لاسونه او ګوتې یې د کراچۍ د لېږدولو له امله تڼاکې شوي، د سږ کال په ساړه ژمي کې د خوړو او سونتوکو له نشتون څخه شکایت لري؛ هغه ژمی چې یخني یې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې تر ۳۰۰ تنو څخه د زیاتو وګړو ژوند واخیست. دغه مېرمن وايي چې په تېرو کلونو کې یې د خلکو جامې مینځلې او د کار کولو لپاره به د خلکو کورونو ته تلله. خو له تېر یوه کال راپدېخوا لږ شمېر کورنۍ دې ته چمتو دي چې خپلې جامې نوموړې ته د مینځلو لپاره ورکړي.
هغه وايي: « تر دې وړاندې د خلکو کورونو ته تلم او جامې مې یې ورته مینځلې او له همدې لارې مې د ژوند چارې پرمخ وړلې. یو کال کیږي چې هر کور ته ځم، هیڅوک حاضر نه شول چې خپلې جامې د مینځلو لپاره راوسپاري.»
قمر بي بي د جامو مینځلو د بازار د سقوط لامل په هېواد کې بد اقتصادي وضعیت بولي او وایي هغو کسانو به چې پخوا خپلې جامې نوموړې ته د مینځلو لپاره ورکولې، اوس یې په خپله مینځي: « مخکې به مې چې د کومو کسانو جامې مینځلې، اوس یې نه راکوي او خپله یې مینځي؛ ځکه څوک پیسې نه لري.»
هغه هره ورځ له خپلو دوو زامنو چې ۱۲ او ۶ کلن دي، له کوره راووځي او له خپلې لاسي کراچۍ سره د کابل پر واټونو د توکو د خرڅلاو او د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو په لټه کې ده. قمر بي بي وړاندې وايي د هرې ورځې ګټه یې له ۲۰۰ افغانیو لږ ده او له همدې عاید څخه د کور کرایه، د برېښنا پیسې او د کورنۍ لپاره نفقه برابروي: « د ورځې له همدې لاسي کراچۍ څخه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پیدا کوم او د کور خرڅ له همدې لارې پوره کیږي.»
دغه مېرمن د سړې هوا له امله نه شي کولای چې خپله کوچنۍ لور هم له ځانه سره د پلازمینې واټونو ته راولي، خو دا چې لور یې په کور کې یوازې ده، ورته اندېښمنه ده. هغه اړ ده چې خپله لور یوازې په کور کې پرېږدي؛ « خپله کوچنۍ لور په کور کې یوازې پرېږدم، ځکه هوا سړه ده او وېرېږم چې خدای مکړه ناروغه نه شي. شپږ کلن زوی مې له مونږ سره راځي او د کابل په سړکونو کې سوالګري کوي.»
نوموړې چې خپله کوچنۍ لور یوازې په کور کې پرېږدي وايي: «لور مې په کور کې وه، څو ورځې وړاندې یو چا دروازه ټک ټک کړې وه. له وېرې یې دروازه نه وه ورته خلاصه کړې او زمونږ تر ورتلو پورې یې ژړل.»
قمر بي بي چې اوسمهال له کړاوونو ډکې ورځې تیروي، څرګندوي چې د کور کرایه مې پر اوږو دروند بار دی: «هر مېاشت ۱۰۰ افغانۍ د برق ورکوم. د نل له اوبو څخه ګټه نه اخلو، زامن مې له جوماته اوبه راوړي. د کور کرایې حیران کړي یو، د مېاشتې درې زره افغانۍ کرایه ورکوو.» دغه وضعیت ته پام چې دا مېرمن ورسره مخ ده، روښانه ده چې د کورنۍ د خوړو رژیم یې هم مناسب نه دی. هغه وړاندې وايي یوازې په هغه صورت کې کولای شي چې خپلې کورنۍ ته غوښه پخه کړي چې څوک ورته د خیرات په بڼه غوښه ورکړي.
قمر بي بي یوازېنۍ ښځه نه ده چې د کابل په سړکونو کې له لوږې سره مبارزه کوي، بلکې په هېواد کې د بېوزلي په زیاتېدو سره، د هغې په څېر لسګونه نورې ښځې هم د پلازمینې په واټونو او نورو ښارونو کې په کار بوختې دي. که څه هم په افغانستان کې اقتصادي بېوزلي اوږدمهاله تاریخ لري او د مودې په بېلابېلو پړاوونو کې د ګڼ شمېر کړاوونو شاهد وو، خو د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو د رژیم په راتګ سره، د هېوادوالو اقتصاد په بېساري ډول ضربه لیدلې ده. د نړیوالو سازمانونو شمېرې ښيي، دا مهال د افغانستان ۲۵ میلیونه اوسېدونکي د بېوزلۍ له ګواښ سره مخ دي.
له بل پلوه، طالبان له کور څخه بهر د ښځو له کار سره مخالف دي او د هرې ورځې په تېرېدلو سره د ښځینهوو پر دندو د محدودیتونو کړۍ نوره هم راتنګوي. د طالبانو د سختو اقداماتو او په هېوادوالو اقتصادي فشارونه، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو د یوې ګوله ډوډۍ مسوولیت یې پر غاړه وو، خپل راتلونکي ته د ګواښ په نظر ګوري. سره له دې، ښایي د اقتصادي ناورین د دوام په صورت کې د سوالګرو ترڅنګ د لاسي کراچۍ لرونکو ښځو صف د هېواد د ښارونو په کچه، لا نور هم اوږد شي.