د بېوزلۍ کچه ۶ سلنه کمه شوې!
د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي: « که څه هم کورونا ویروس ډېری هېوادونه له اقتصادي پلوه ځپلي، خو د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.»
دا اداره زیاتوي چې د کورونا ویروس له امله لګول شویو محدويتونو سره سره، په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د بېوزلۍ کچه شپږ سلنه کمه شوې ده. دغې ادارې د دوشنبې په ورځ په دې اړه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړې.
دا څېړنه د نړیوال بانک، یونېسف او خوړو د نړیوال سازمان په تخنیکي مرسته، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۳۷ تنو سره د خبرو پر بنسټ چمتو شوې ده.
ددې څېړنې له مخې، په افغانستان کې بېوزلي، وزګارتیا او د ماشومانو درانه کارونه کم شوي او د ځوانانو او ډېر عمر لرونکو د سواد د زده کړې کچه لوړه شوې ده.
ددغې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي خبریالانو ته وویل چې کورونا ویروس صنعتي هېوادونو ته ډېر زیان رسولی، خو دا چې افغانستان صنعتي هېواد نه دی، ډېر زیان یې هم نه دی لیدلی.
د افغانستان د احصایې او مالوماتو ادارې د شمېرو پر بنسټ، د تلې تر میاشتې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه شپږ سلنه کمه شوې ده.
د دې ادارې د مالوماتو له مخې: د بېوزلۍ کچه په دې موده کې له ۵۳ څخه ۴۷ سلنې ته را کمه شوې ده.
دا شمېرې ښيي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده مخ په ښه کېدو ده.
ددې ادارې شمېرې ښيي چې په روان کال کې د وزګارتیا کچه هم له ۴۴ سلنې ۳۷ ته را ټیټه شوې ده.
له بلې خوا د احصاییې او مالوماتو د ملي ادارې د څېړنو له مخې، کابو نیمايي افغان وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. سربېره پر دې ۳۷ سلنه خلک خوراکي خوندیتوب نه لري.
دا په داسې حال کې دي چې د شمېرو پر بنسټ، ۲۳ اعشاریه نهه سلنه نارینه او ۱۸ اعشاریه شپږ سلنه ښځې وزګارې دي او د وزګارۍ کچه په معمول ډول د ژمي په موسم کې لوړې کچې ته رسېږي.
ددغې ادارې د سروې له مخې، د افغانستان د کار بازار نامنظم، غیررسمي او ناقانونه دی. په روان کال کې ۱۵اعشاریه دوه سلنه نارینه او ۳۲ سلنه ښځې وزګارې دي چې ټول شمېر یې ۱۸ اعشاریه شپږ سلنه دی په داسې حال کې چې پنځه کاله مخکې دا شمېر ۲۳ اعشاریه نهه سلنې ته رسېده. په دې توګه څېړنه ښيي چې د وزګارۍ سلنه د ۱۳۹۵ کال په پرتله کمه شوې ده.
ددغې سروې له مخې، کابو نیمايي افغان ځوانان نالوستي دي، په دې توګه چې ۵۴ سلنه ځوانان کافي سواد نه لري چې ۶۸ اعشاریه اته سلنه هلکان او ۴۰ اعشاریه یو سلنه نجونې دي.
خو له دې مخکې د افغانستان ډېری عاید لرونکو بنسټونو ویلي و چې د کورونا ویروس له امله یې عواید تر ډېره کم شوي دي.