۸صبح، کابل: د هواپېژندنې ریاست وایي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، واورې ورېدو او ناڅاپی سېلابونو احتمال شته.
دغې ادارې دوشنبه د لړم پر ۲۶ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د سختو ورښتونو، واورې ورېدو او ناڅاپي سېلابونو احتمال په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان او پنجشېر ولایتونو کې موجود دی.
د هواپېژندنې ریاست جوته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو او همداراز د واورې ورېدو کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې مخکې هم دغې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او سېلانونو له احتمال څخه خبر ورکړی و.