د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې ورېدو اټکل

۸صبح، کابل: د هواپېژندنې اداره وایي، چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، واورې ورېدو او ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود دی.

د هواپېژندنې ادارې سه‌شنبه د لړم پر اوولسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د سختو بارانونو، واورې ورېدو او ناڅاپي سېلابونو احتمال په هرات، فراه، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، پروان، وردګ، بامیان، دایکندي، هلمند، غزني، زابل او ارزګان کې شتون لري.

د هواپېژندنې ریاست زیاته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو او همداراز د واورې ورېدو کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي‌مترو اټکل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم دغې ادارې د سختو ورښتونو، واورې ورېدو او سېلابونو د راتلو له احتمال څخه خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button