د هېواد په ۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې اورېدو اټکل

۸صبح، کابل: د افغانستان د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د هېواد اووه ولایتونه به د سختو ورښتونو او واورې اورېدو، ناڅاپي سېلابونو او لحظهیي باودونو شاهد وي.
د هواپېژندنې ادارې سهشنبه د تلې پر شپږویشتمه اعلان کړی، چې بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر، نورستان او کونړ ولایتونه به سخت بارانونه او واورې اورېدل تجربه کړي.
د دغه ریاست په وینا د ورښتونو کچه، چې د تلې میاشتې له ۲۶ تر ۲۷ نېټې اټکل شوې ده له ۱۰ تر ۵۰ مليمترو ده.
د هېواد د هواپېژندنې ادارې همداراز زیاته کړې، چې بلخ، هرات، غور، فراه، نیمروز، هلمند او غزني ولایتونو به له خاورو او دوړو سره یو ځای د سختو بادونو شاهد وي او ګړندیتوب یې په بېلابېلو ځایونو کې د ۲۰ تر ۷۰ کیلومترو په ساعت کې اټکل شوی دی.