۲۵ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو اټکل

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبر ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې شنبه د مرغومي پر اوولسمه نېټه د یوې خبرباڼې په خپرولو ویلي، چې د واورې ورېدو او بارانونو احتمال د روان کال د مرغومي میاشتې پر ۱۷ او ۱۸ دی.
کابل، پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، وردګ، غزني، بامیان، غور، سرپل، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، بدخشان، تخار، نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو او سالنګونه هغه ځایونه دي، چې د واورې او بارانونو احتمال په کې موجود دی.
د دغې ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې به د بارانونو کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو وي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په بېلابېلو برخو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۴۰ سانتيمترو اټکل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو خبر ورکړی و.