په ایران کې له څو کلونو راهیسې د افغان کډوالو له شتون وروسته، په تېر یوه کال کې زیات شمېر افغانان د ګڼو لاملونو له امله ایران ته کډوال شوي، چې تر ټولو څرګند یې بې وزلي، د کار نشتوالی او ناامني ده او د دوی مهاجرت ډیری وختونه د قاچاقي او ناقانونه توګه وي. خو دا دلیل چې ولې افغانان د کډوالۍ لپاره ایران غوره کوي، ښايي یو لامل دا وي چې ایران د دوی تر ټولو نږدې ځای دی؛ یو باثباته هېواد د بډایه اقتصاد لرونکی او له دوی سره ډیری کلتوري او مذهبي مشترکات لري.
که څه هم په لنډه موده کې د زیاتو شمېر کډوالو ورتګ د ایران ټولنې او حکومت ته ستونزې جوړې کړې او له بده مرغه په ډېرو مواردو کې په دې هېواد کې افغانان د خلکو له خوا تر بریدونو لاندې هم راغلي دي او څو ځله د دوي په اړه بحثونه شوي، خو له اقتصادي اړخه او په اوږدمهال کې د حکومت له ښه او موثر مدیریت سره په هېواد کې دننه د افغان مهاجرینو شتون یو ښه فرصت او آن یوه ګټه ګڼل کېدای شي.
په ۱۳۹۵ کال کې د ایران د احصایې د مرکز له خوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي چې افغان کډوال تر ډېره په تهران، خراسان رضوي، اصفهان او کرمان ولایتونو کې ژوند کوي. په دې احصایه کې د مهاجرینو د جنسیت په جوړښت کې په شپږ فیصده توپیر ټینګار کوي چې اکثره یې کډوالې کورنۍ دي. په هرصورت، د دې امکان شته چې ځیني هغه مجرد خلک چې له ښارونو بهر کار کوي پدې احصایه کې نه وي حساب شوي. د ۱۴۰۰ کال په نیمایي کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغانانو نفوس زیات شو او په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی دی.
په دی هېواد کې د افغان کډوالو دوامداره شتون او د هغوی مثبت تعاملات تل داسې دي چې له افغانستان سره د ایران د کلتوري ډیپلوماسۍ پراخېدل د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ځینو دودونو، عقایدو، ارزښتونو او نورمونو د تبادلې لامل شوي دي.
همدارنګه د افغان کډوالو شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شوی دی. د دغو مهاجرینو له جملې څخه ډیری یې، چې له لسیزو راهیسې په ایران کې دي، په اقتصادي برخو کې کار کړی دی. په هرصورت، په دی هېواد کې د مهاجرینو د شمیر په زیاتیدو سره، د اقتصادي – سوداګریزو اړیکو اندازه او د مصرفي توکو صادرات هم پراخ شوي. د لویدیځ له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت لګیدلي اقتصادي بندیزونو ته په پام سره له ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ساتل د ایران لپاره خورا مهم دي.
افغانستان که له یوې خوا د ایراني توکو د خرڅلاو د زیاتوالي لپاره مناسب بازار دی او له بلې خوا په ایران د لویدیځ له خوا د ځینو بندیزونو د مخنیوي فرصت هم دی. هغه خوا بیا د افغانستان په بازارونو کې د نورو هېوادونو د توکو په پرتله د لوړ کيفيت لرونکي ايراني توکو تقاضا ډېره ده، پدې لړ کې په ایران کې د يو شمېر افغان پانګوالو شتون هم د دې لامل شوي دي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا زیاته شي، او له بلې خوا د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور او صادراتو د زیاتوالي سبب شي.
د چابهار د ازادې حوزې د رییس عبدالرحیم کردي په وینا، دا مهال په چابهار کې شاوخوا ۲۰۰ افغان پانګوال په اقتصادي فعالیتونو بوخت دي، خو په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي. د کورنیو رسنیو د راپور له مخې، یو شمېر دغه پانګوال چې په ایران کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېوال وو، د داسې خنډونو او محدودیتونو د موجودیت له امله چې د دوی کاري بهیر یې ته زیان رسولی او د حکومت له خوا د اقتصادي هڅونې د نشتوالي له امله دی ته اړ شوي چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونه لپاره د چین، پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په څیر هېوادونو ته مخه وکړي.
اوسمهال د عمومي باور له مخې اکثره ایرانیان په دې باور دي چې په هېواد کې د افغان مهاجرینو شتون د هېواد په اقتصاد منفي اغیز کړی ده او د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د مهاجرینو په زیاتېدو د کار بازار او د کارموندنې زمینه کمه شوې او د محلي کارګرانو مناسب معاشونه په عمل کې کم شوي دي. خو په پراخه او تخصصي لید کې، د اقتصادي کارپوهانو اکثریت په دې باور دي چې په بحراني حالاتو کې او د مالي انفلاسیون د کچې په لوړیدو کې، حکومتونه کولی شي په لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ظرفیتونو کې د خپلو موثرو پالیسیو له شتون څخه مثبته ګټه پورته کړي. په هېواد کې د بهرنیو مهاجرینو او د دوی د مالي بحرانونو لویه برخه د وخت په تیریدو سره حل کیږي. د مهاجرینو زیاتوالی په بالقوه توګه د توکو او خدماتو غوښتنه ډیروي او په موازي ډول په اوږد مهال کې په هېواد کې د اقتصادي پروګرامونو د ودې او پراختیا لامل کیږي.
له بلې خوا، د حقوقي پلوه، دولت یوازې دنده لري چې دوی ته د عامه ګټو لکه لومړني خدمتونه (تعلیم، روغتیا، کور او نور)، بیمه او د تقاعد حقونه د هغه مالیاتو په بدل کې چمتو کړي چې حکومت یې د مهاجرینو څخه راټولوي؛ هغه خدمتونه چې دوی په خپلو هېوادونو کې ورڅخه بې برخې وو. له بلې خوا، د نویو او پراخو کاري فرصتونو د رامنځته کولو سره مهاجر کارګران جذبوي چې د اصلي کارګرانو په پرتله ارزانه خدمات وړاندې کوي او معمولا د یو څه مودې لپاره د امتیازاتو لکه بیمې او تقاعد له غوښتنې څخه خلاص وي، او د فابریکو د ماشیني کیدلو مخه نیسي او پر ځای یې نور بشري ځواک کارولی شي.
په دې حساب، د نوي او هڅونکي ځواک په توګه د مهاجرینو شتون د استقامت او څو مهارتونو سره یوځای د کارموندنې زیاتوالي سره د صنعتي تولید د ودې او د هېواد د اقتصادي پراختیا لامل کیدی شي.
د ځینو راپورونو او احصایو پراساس، مهاجرین د هېوادونو د اصلي خلکو په پرتله ډېر زیار باسي. دوی خطرونه اخلي او د کډوالۍ له سختیو سره مخ دي ترڅو په بل هېواد کې کار پیل کړي او د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي. دا خلک د نورو خلکو په پرتله ډیر جدي او مسؤل دي او د لوړې انګیزې سره کار کوي.
البته په دې برخه کې د نړۍ د نورو هېوادونو تجربو ته هم اشاره کولای شو، لکه جرمني او فرانسه چې په عملي توګه د ځوانو کارګرانو کمښت او اقتصادي وضعیت یې له بحران سره مخ وو. خو په اغیزمن پلان او مدیریت سره یې د اسیا او افریقایي مهاجرینو پر مخ خپلې پولې پرانیستې او د یوې لسیزې په اوږدو کې یې وکولای شول تر ډیره حده خپلې اقتصادي ستونزې او مالي بحرانونه له منځه یوسي او د پام وړ پرمختګ وکړي.
په ټولیز ډول د نورو هېوادونو د تجربو پر بنسټ، دې پایلې ته رسېږو چې د تېلو د خالصو زېرمو لرونکی او په ورته وخت کې د ایران په څېر یو صنعتي هېواد چې له کلونو راهیسې د امریکا له اقتصادی بندیزونو سره لاس و ګرېوان دی، کولای شي د هغو کډوالو له شتون څخه چې د دوي په ژبه خبرې کوي او ورته کلتوري مشترکات لري، ګټه واخلي او د دوی لپاره د ښه ژوند شرایطو او وسایلو په برابرولو سره، پر هغو ستونزو سربېره چې دوی به ورسره مخامخ وي، د اوږدمهاله ګټو لپاره چې د دې هېواد د اقتصادی ودې او پراختیا او د هغه هېواد د خلکو لپاره همدغه کډوال د عامه سوکالۍ د کچې لوړوالي لامل کېږي.