د منځنۍ اسیا لپاره د چین د «لویې طرحې» وړاندې کول

سرچینه: اوراسیا دیلي مانیتور

د جان سي. کي. دالي لیکنه

د ۲۰۲۳ د اپریل ۱۰مه

د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته په منځنۍ اسیا کې د درېیو لسیزو په لړ کې، د چین نفوذ زیات شوی دی. او مسکو لا هم هڅه کوي چې د پکن د اقتصادي «نرم ځواک» د زیاتوالي سربېره، په یاده سیمه کې خپل نفوذ حفظ کړي.

د چین د جمهور رییس شي جین پینګ، چې سږ کال یې د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمان ته د نوروزي پیغام لېږلی و، اعلان وکړ چې هېواد یې له منځنۍ اسیا سره د اړیکو د وړتیا لوړونې لپاره د «لویې طرحې» د چمتوالي په حال کې ده. نوموړي ویلي و: «دغه نوې طرحه به د روان کال د مې په مېاشت کې په شیان ښار کې د چین او منځنۍ اسیا په لومړنۍ ناسته کې وړاندې شي. «ښاغلي شي د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف ته هم ورته پیغام لېږلی دی. ( وزګلیاد، د مارچ ۲۸مه)

د اوکراین د پېښو له امله د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د روسیې نفوذ د پڅېدو په حال کې ده، او دا سیمه د حیاتي انرژي او دغه راز د پکن د کمربند او د ترانزیت د جادې د مهمې لارې په توګه بدله شوې ده. خو لاهم په سیمې د واک لرلو د زیاتوالي په موخه د پکن او مسکو پټه سیالۍ روانه ده.

یو کال وړاندې له هغه راهیسې چې د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین، د اوکراین پر وړاندې خپل «ځانګړي پوځي عملیات» پیل کړل، چین په جګړه کې د روسیې د بوخت کېدو نه په ګټې اخیستنې په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ د زیاتوالي لپاره ډېر په احتیاط ګام پورته کړ. پکن اوس کولای شي منځنۍ اسیا ته لویه بالقوه بهرني پانګه اچونه برابره کړي، هغه کار چې دا مهال د روسیې په واک کې ندی. په منځني آسیا کې دا مهال د روسیې اقتصادي لویه برخه هغه حوالې دي چې له هغه ځای نه ددغې سیمې کډوال کارګر خپل سیمې ته ورغواړي. البته دغه لېږل شوي مبالغ، د منځنۍ اسیا په اقتصاد کې مهم رول لري.

د سږکال د فبروري په ۱۶مه، شي جین پینګ، د چین او منځنۍ اسیا د صنعتي همکاریو او پانګه اچونې د لومړني مجمعې ګډونوالو ته چې په تسینګتائو کې د درې ورځو لپاره جوړه شوې وه، پیغام ولېږه او په هغه کې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او دغه راز د صنعتي او پانګې اچونې لپاره د چین د چمتوالي په اړه ټینګار وکړ. ښاغلي شي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د چین لویو بازارنو ته د لاسرسي د هڅونې تر څنګ، ژمنه کړې ده چې د هېواد پرمخ تللی صنعتي سیستم او پرمختللې تکنالوژۍ به د متقابلو ګټورو پایلو ته د لاسرسي او د منځنۍ آسیا د اقتصادونو د پرمختیا او د سوداګرۍ د همکاريو د پراختیا لپاره د یادو هېوادونو په واک کې ورکړي. (وزګلیاد، د فبروري ۱۶مه.)

د روسیې له لوري د ورته وړاندیزونو په نشتون کې، په اسیایي هېوادو د چین هڅونه ډېره اغېزه درلوده. په اوکراین کې د پوتین جګړې په منځنۍ اسیا کې د چین لپاره د زیات نفوس د موندلو لامل شوی دی. د روسیې جمهور رییس د اوکراین پر وړاندې د خپلې جګړې په پیل کې په ظاهره په اوکراین د خپل دولت د نفوذ د زیاتوالي او د یاد هېواد د دولت د کمزورتیا په فکر کې و، او په دې اند و چې د اوکراین ډېری خلک د ولادیمیر زلنسکي له دولت سره مخالف او له روسیې سره د نږدې اړیکو پلوي دي. ظاهرا پوتین داسې فکر کاوه چې که په اوکراین کې د روسیې نفوذ کفایت ونکړ، د روسیې اردو به د چټک، قاطع او لوی برید په مرسته هر څه د خپل په ګټه پای ته ورسوي.

داسې ښکاري چې هېڅ یوه موخه هم پرځای نه شوه. او پر ځای یې د روسیې «ځانګړي پوځي عملیات» د یاد هېواد د بې پایه پوځي او اقتصادي سرچینو د ضایع کېدو لامل شو او د خپل د نفود د ساتنې لپاره په هغو سیمو چې تر دې وړاندې د شوروي اتحاد یوه برخه وه د مسکو د ځواکمنتیا د کمزوریتوب لامل شوی دی.

سربېره پر دې، د اسیا او د روسیې د نفوذو حوزو په کچه د چین د اقتصادي نفوذ د زیاتوالي د شمېرنو راپورونه ورکړل شوي دي. د چین د دولت د رسمي شمېرنو پربنسټ، په ۲۰۲۲م کال کې له منځنۍ آسیا سره د چین سوداګري د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاته شوې او څه باندې ۷۰.۲ میلیارده ډالرو ته ورسېد. دا رقم په ۱۹۹۱م کال کې د چین د سوداګرۍ د کچې ۱۰۰ برابره ده. په دې کال کې د شوروي له پرځېدو وروسته د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د چین دپلماتیکې او اقتصادي اړیکې پیل شوې. (Orient.tm، فبروري ۱۶مه).

د اقتصادي، سیاسي، ژبني، فرهنګي او پوځي اړیکو له اړخه، روسیې او منځنۍ اسیا ژورې تاریخي اړیکې درلودې، خو د چین امتیاز په اقتصادي واک یې دی، او له اقتصادي پرمختګونو نه د ګتې اخیستنې نه د چین لېوالتیا، د منځنۍ اسیا هېوادونه د یاد هېواد ګټو او نفوذ په لوري هڅولي دي.

د راتلونکي په اړه هغه څه ته چې د ۲۰۲۲ په نوامبر کې شي جین پینګ د اقیانوسیه آسیا د اقتصادي همکاريو په اجلاس کې اعلان وکړ پام وکړو: «چین په پام کې لري راتلونکي کال کې د درېیمې مجمعې د کمربند او جادې د نړیوالو همکاریو کوربتوب وکړي، ترڅو د اقیانوسیې سیمې او د نړۍ د پرمختیا او غوړېدو نوې انګیزه رامنځته شي.» (ریا نووستي، د ۲۰۲۲ د نوامبر ۱۸).

سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ د مارچ په ۷مه، اعلان وکړ چې د کمربند او جادې د نړۍوالو همکاریو د درېیمې مجمعې د کوربتوب ترڅنګ، هېواد به یې د کال په وروستیو کې د چین او مرکزي آسیا د لومړنۍ ناستې کوربه هم وي. ( نیوز سنترل اشیا، مارچ ۷).

په اوکراین کې د روسیې د نښتو پر دوام، په آسانۍ سره نشو ویلای چې پوتین به په لنډ مهاله کې په منځنۍ اسیا کې د شي جین پینګ له «لویې طرحې» سره د مخامخ کېدا لپاره څه اهرم په پلان کې ولري، په تېره که د چین طرحه په هغې سیمه کې له لویې پانګې اچونې سره مل وي.

د مقالې د انګلیسي سرلیک:China Unveils ‘Grandiose Plan’ for Central Asia – Jamestown

ورته لیکنې

Back to top button