ولسمشر غني: د افغانستان د ستونزو په اړه دې په لویه جرګه کې بحث وشي

د ۸صبح پښتو مجله

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ په خپله وینا کې طالبانو ته وړاندیز وکړ چې جمهوریت او امارت دې په افغانستان کې د ستونزو په اړه په یوه لویه جرګه کې بحث وکړي.
ښاغلي غني د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل چې طالبان له دې ښه فرصت نه شي پیدا کولی. هغه زیاته کړه، که طالبانو ډله یو واقعي بحث غواړي، ټول دې په لویه جرګه کې راټول شي د افغانستان د ستونزو او د هغې حل لارو په اړه یې دې واقعي بحث وکړي.
ولسمشر وایي: «طالبانو ته وایم چې د اوس په شان ښه فرصت نه شئ پيدا کولی، دا تر ټولو ښه فرصت دی، ټولې کیسې ختمې شوې، نړیوال ځواکونه ووتل، افغانان د سولې لپاره اجماع لري، د افغانستان خلکو خپله غېږ پرانیستې ده چې راشئ، د جمهوریت لمن او د خلکو غېږ پراخه ده.» ولسمشر جوته کړه چې دولت د طالبانو د تسلیمېدو غوښتونکی نه دی، بلکې وايي چې سیاسي حل لارې ته سره ورسېږو.
ولسمشر غني وویل چې د سولې په هکله سیاسي اجماع موجوده او په تېره یوه اونۍ کې له سیاسي شخصیتونو او د ګوندونو له مشرانو سره خبرې اترې شوې دي. د ولسمشر په باور ددغو ناستو پایله جوته ده چې جمهوریت تر ټول لوی ملي چوکاټ دی.
د ښاغلي غني په وینا په راتلونکو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو لوی فرصت دی.
د هغه په وینا، د نړیوالو مناسباتو نوی باب پرانیستل شوی او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې نړیواله همکاري په نوې او لا ګټوره توګه برابره شوې.
له ښاغلي غني او عبدالله سره د بريتانیا او پاکستان د پوځي مشرانو کتنه
د پاکستان او بریتانیا د پوځ مشران د غويي په شلمه نېټه په یوه نه اعلان شوي سفر کابل ته راغلل او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
ولسمشرۍ دفتر وايي چې ښاغلي غني د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز سرنیک کارتر سره د سولې بهیر، د افغانستان او پاکستان د اړیکو، د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشر غني ویلي چې د سولې په ټینګښت کې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا پاکستان رول ډېر مهم دی او دواړه هېوادونه یو بل ته له درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکاریو پرته بله لاره نه لري.
محمد اشرف غني د بریتانیا او پاکستان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان امنیت او ثبات له یو بل سره تړلی بللی او په افغانستان کې یې د عادلانه او تلپاتې سولې په راوستو کې د پاکستان د اغیزناک او صادقانه رول غوښتنه کړې ده.
اخوا، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله هم وکتل. دواړو خوا د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ رغنده خبرواترو پردوام ټینګار وکړ. ښاغلي عبدالله ویلي چې یو سوله ییز افغانستان د افغانانو او د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی.
د اوربند په وړاندې غبرګونونه
له بلې خوا، له هغې وروسته چې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دولتي ځواکونو ته امر وکړ چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعات کړي.
د ولسمشرۍ دفتر په اعلامیه کې چې د غويي په شلمه نېټه خپره شوې وه ویل شوي و چې افغانان واقعي او دایمي اوربند ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې جوته شوې وه، اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او د اسلامي نړۍ دیني علما په افغانستان کې جګړه د اسلامي احکامو پرخلاف بولي، طالبان د جګړې او تاوتریخوالي د دوام لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري.
افغان دولت له طالبانو غوښتي چې د دایمي اوربند لپاره د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او د خبرو میز ته کینې چې خلک خپل اساسي حق ته چې په سوله ییزه فضا کې ژوند کول دي ورسېږي.
طالبانو د غويي په شلمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی و.
اخوا، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په غبرګون کې ویلي و چې د هېواد د اوسني کړکېچ د اواري یوازینی لار د مذاکراتو بهیر چټکتیا، د جګړې درېدل او دایمي اوربند دی.
له بلوه پلوه، امریکا هم د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلانه ملاتړ وکړ، خو ددغه اوربند د غځولو غوښتنه یې کړې وه. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي و چې افغانان دایمي اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه سیاسي هوکړې ته اړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د غويي په شلمه نېټه ویلي، هېواد یې له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې افغانان له تاوتریخوالي وژغورل شي او له طالبانو یې غوښتي چې دغه اوربند وغځوي.

ورته لیکنې

Back to top button