ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره ټليفوني خبرې کړي

۸صبح، کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په خپل يوه تازه ټوېټ کې لیکلي چې نن سهشنبه يې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره د ټيليفون له لارې خبرې اترې کړي دي.
ولسمشر په خپل ټوېټ کې ويلي چې له بلينکن سره يې د افغانستان سولې پروسې، د سولې پروسې په اړه د ترکیې راتلونکې ناستې او همداراز د امریکا ولسمشر، جو بایډن سره د ټيليفوني خبرو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو ډلې سیاسي په تازهګۍ سره د ترکیې په جوړېدونکي ناسته کې د دې ډلې د نه ګډون خبر ورکړ.
له بلې خوا افغان چارواکو هم نږدو ورځو کې ویلي ؤ چې افغان حکومت د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتو دی او له يوې طرحې سره به په دې ناسته کې برخه اخلي.