ولسمشر غني د امريکا ولسمشر سره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې

۸صبح، کابل: ولسمشر غني تېر ماښام د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، جو بايډن سره د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټوېتر ليکلي دي چې د افغانستان دولت د امريکا متحده ايالاتو تصميم ته درناوی کوي او له خپلو امريکايي همکارانو سره کار کوي چې د لېږد پړاو په سمه توګه ترسره شي.
ولسمشر غني زياته کړې: «له هغه ځایه چې موږ يو بل پړاو ته دننه کېږو، نو موږ خپلو همکارانو، ناټو او امريکا سره د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»
ولسمشر څرګنده کړه چې، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس په بشپړه توګه د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې وړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې له همدې ټيليفوني خبرو يوه ورځ وړاندې امريکايي چارواکو رسماً اعلان وکړ چې غواړي امریکايي ځواکونه د روان ميلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه بهر کړي، هغه پرېکړه چې د طالبانو ډلې غبرګون سره مخ شوه.
له دې پرېکړې وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وياند وويل چې دوی به تر هغې د افغانستان په تړاو په هېڅ ډول غونډه کې ګډون ونکړي تر هغو چې امریکایي ځواکونه د امریکا – طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې په ټاکلې موده ونه وځي.
له بل پلوه د امريکا ولسمشر له افغان ولسمشر سره له ټيليفوني اړيکې وروسته د يو خبري کنفرانس له لارې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي ويلي چې، «زه د امريکا څلورم ولسمشر يم چې د افغانستان د جګړې شاهد يم او نه شم کولی چې دغه مسؤليت پنځم ولسمشر ته پرېږدم.» هغه څرګنده کړه: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان جګړه پايته ورسوو.» هغه وويل په افغانستان کې به خپلو ډيپلوماتيکو او بشري فعاليتونو ته دوام ورکوي او افغان حکومت سره به د پرمختيايي، بشري مرستو، د ښځو او نجونو د حقونو د ساتلو په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
بايډن وويل، امريکا افغانستان ته القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره تللې وه، د يادې شبکې مشر ووژل شو او ماموريت هم بشپړ شو. نوموړي د سيمې له هېوادونو او په ځانګړي ډول له هند، پاکستان، روسيې او چين څخه وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي.