ولسمشر غني په نویو ژمنو سـره ښـوونیز کال پیل کـړ
م. ظریف صمیم

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د وري په درېيمه نېټه په نویو ژمنو سره د ښوونځي زنګ وکړنګاوه او په دې توګه نوی ښوونیز کال پیل شو.
ولسمشر په هغو مراسمو کې چې له همدې امله په اماني لېسه کې جوړ شوي وو، ژمنه یې وکړه چې په روان کال کې به ۱۱ زره او ۱۷۳ ښوونکي په رڼه او عادلانه توګه وګمارل شي.
د ولسمشر بله ژمنه د ښوونکو د معاشونو د زیاتولو په اړه وه، هغه ووېل چې د روان کال له پیله به د ښوونکو معاشونه زیات شي او د کال په نیمايي کې به یې مالیې وزارت اجرا کړي.
د ولسمشر غني په وینا، په نوي کال کې یو میلیون نوي ماشومان ښوونځیو ته شاملېږي او یو زر او ۸۰۰ نور ښوونځي به هم جوړ شي.
محمد اشرف غني همداراز وویل چې دولتي او د خصوصي څانګې مطبعې د هېواد د اړتیا وړ کتابونو د چاپ وس لري.
ولسمشر همداراز ژمنه وکړه چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو لپاره په دیجیټلي خدماتو کې لومړیتوب ورکول کېږي. ښاغلي غني زیاته کړه چې له زده کړو ملاتړ یوازې د پوهنې وزارت مسوولیت نه دی، بلکې د ریاست جمهورۍ، کابینې، والیانو، خصوصي څانګې او خلکو ګډ مسوولیت دی.
د ولسمشر په باور، د پوهنې په برخه کې اصلي ستونزه د سرچینو کمښت نه دی، بلکې له هغې ناسمه استفاده ده.
محمد اشرف غني د خپلو خپرو په یوه برخه کې زیاته کړه: «د پوهنې وزارت باید د ملي یووالي او ټولنیز عدالت بېلګه وي؛ ځکه د سرچینو ناعادلانه وېش، ملي یووالي ته زیان رسوي او ماشوم باید مورنۍ ژبې ته لاسرسی ولري.»
د هېواد ولسمشر جوته کړه چې هغه د سولې او ښوونځي غوښتونکی دی او وینې توېيدل باید پای ته ورسېږي، ځکه د دین او ترهګرۍ ترمنځ هېڅ ډول رابطه نشته.
هغه له اړوندو بنسټونو څخه هم د زده کړو د کیفیت د لوړولو لپاره د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه. ولسمشر ووېل چې باید د یوویشتمې پېړۍ لپاره زده کوونکي ورزل شي.
ولسمشر غني همداراز د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته حکم وکړ چې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په همدې توګه، هغه له وزارتونو او سفیرانو وغوښتل چې هر یو د پوهنې وزارت استازي وي.
له بلې خوا، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي ټینګار وکړ چې اصلاحات، ډیجټل کول او د لوست نصاب د کیفیت لوړول به د پوهنې وزارت کاري لومړیتوبونه وي.
په دغو مراسمو کې د کلیو د پراختیا او پوهنې وزارتونو ترمنځ په ۱۴۰۰ کال کې د ۷۳۲ ښوونځیو د تسلیمولو او نویو ښوونځیو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
د ویلو ده چې تېر کال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه د ډېرې مودې لپاره رخصت وو. دا رخصتي د زده کړو په بهیر کې د ځنډ لامل شوې ده. له بله پلوه، ښوونکو او استادانو ته د واکسین ورکولو بهیر پيل شوی دی.