ولسمشر غني: حکومت د ترهګريزو پېښو د عاملینو محاکمې ته ژمن دی

۸صبح، کابل، راپور: محمد عزيز پردېس

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د نړيوالو جرمونو محکمېInternational Criminal Court (ICC سره د افغانستان مذاکره کوونکو غړو سره وليدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، مذاکره‌کوونکي پلاوي د افغان حکومت له لوري د ځینو دوسیو له ارزونې سره د نړيوالو جرمونو محکمې د هوکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه د نړيوالو جرمونو محکمې څارنوال سره د خپلو فعاليتونو او ناستو راپور له ولسمشر سره شريک کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دغه ناسته کې افغان حکومت ته د جرمونو نړيوالې محکمې څارنوال له لوري د ځینو دوسیو د ارزونې صلاحیت ورکولو هرکلی کړی او د ملي او نړيوالو جرمي دوسیو د ارزونې لپاره يې د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانونو د ظرفیت لوړولو او د يادو ارګانونو پر همغږۍ ټينګار کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر په اساس، ولسمشر په ياده ناسته کې ويلي چې، له دې وروسته به بشري جنایتونه او پر خلکو ترهګريز بریدونه له تعقیب پرته پاتې نشي.
ولسمشر غني همداراز ويلي چې، افغان حکومت به د جرمونو نړيوالې محکمې په همکارۍ د لوګر پل علم او د دشت برچي پر سید الشهدا ښوونځي د ترهګریزو بریدونو په څېر بشري جنایتونه بې ځوابه نه پرېږدي او عاملین یې محاکمه کوي.
دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان پلاوی هالنډ ته تللی ؤ او هلته يې د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې د ياد پلاوي د سفر موخه په افغانستان کې له ۲۰۰۳ زېږديز کال راهيسې په ترسره شویو جرمونو بحث او د هغو د څېړنو پر څرنګوالي خبرې کول ؤ.
۱۲۹ هېوادونه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري او د افغانستان چارواکي دغه بنسټ په نړیواله کچه تر ټولو د لوړې کچې او باوري عدلي او قضايي بنسټ بولي. افغانستان یې په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
د جرمونو نړيوالې محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د نړيوالو جرمونو د څېړلو په موخه فعاليت پيل کړ.

ورته لیکنې

Back to top button