د اروپا د پارلمان رییسه: طالبانو ته نه افغانانو ته ژمن یو

۸صبح، کابل: د اروپا د پارلمان رییسه روبرټا متسولا وایي، چې دغه بنسټ له افغانانو ملاتړ ته ژمن دی نه په دغه هېواد کې له واکمنو چارواکو ملاتړ ته.

هغې دوشنبه د لړم پر ۳۰ ټویټر کې د خپلو خبرو له خپرولو سره ویلي: «د اروپا پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، واکمنانو ته یې نه.»

د نوموړې په وینا د مخکیني حکومت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو ۱۵ میاشتې وروسته ښځې له عمومي ژوند څخه ګوښه کېږي او عمومي ځایونو ته د هغوی له دننه کېدو مخنیوی کېږي.

د اروپا د پارلمان رییسه زیاتوي، چې د ښځو له حقونو د ملاتړ لپاره له لومړنیو ژمنو سره سره، هغه پرمختګونه چې په تېرو څو کلونو کې ترلاسه شوی وو، د له منځه تلو په حال کې دي.

اغلې متسولا وویل: «طالبان غواړي ښځې ونه لیدل شي، خو موږ غواړو هغوی وده وکړي.»

هغې په دوام کې زیاته کړه: «ترڅو چې هغوی [ښځې] وکولای شي په ټولنه کې خپل وړ مقام ترلاسه کړي، موږ به د هغوی د غږ پیاوړي کولو ته دوام ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې اعتراض‌کوونکو ښځو په ځلونو پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو پروړاندې د پڅ دریځ له امله د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکه کړې ده.

له دې مخکې یو شمېر اعتراض‌کوونکو مېرمنو د بشري حقونو له مدافع بنسټونو او ملاتړو هېوادونو غوښتي وو، چې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د رعایت لپاره تر فشار لاندې راولي.

ورته لیکنې

Back to top button