د سره صلیب رییس: افغانان د خوړو له کموالي، ناورغیو او بېوزلۍ سره مخ دي

۸صبح، کابل: د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستانه لیدنه کړې ده.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییس مارټین شوپ شنبه د لړم پر ۲۸ یوه ټویټ کې لیکلي، چې د خلکو ژوند د څو لسیزو د نښتو او اقتصادي ستونزو تر سختې اغېزې لاندې راغلي دي.
شوپ په یوه ویډیویي راپور کې افغانستان کې د خلکو د وضعیت لیدلی حال او موندنې شریکې کړې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس ویلي، چې افغانان ستړي دي او د خوراکي توکو له کموالي، ناروغیو او بېوزلۍ سره مخ دي.
د ویلو ده، چې افغانستان کې د خلکو د ژوندانه وضعیت د طالبانو له واکمنۍ وروسته لا ناوړه شوی او په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ څپه پراخه شوې ده.